د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۷

روسیه د سولې په خبرو کې خپل سخت دریځ باندې ولاړه ده ; اوکراین د ملکي وګړو د برمته کیدو خبر ورکوي


د اوکراین د مرکچي پلاوي مشر رستم عمروف ( له ښۍ خوا دوهم) فلوریدا کې امریکايي چارواکو سره د غونډې په حال کې .
د اوکراین د مرکچي پلاوي مشر رستم عمروف ( له ښۍ خوا دوهم) فلوریدا کې امریکايي چارواکو سره د غونډې په حال کې .

کرملین په داسې حال کې چې په فلوریدا کې د امریکايي او روسي ،او امریکايي او اوکرایني چارواکو ترمینځ جلا جلا خبرې پای ته ورسیدې د اوکراین د سولې د توافق په ارتباط په خپل سخت دریځ ولاړ دی او د کیف او د هغه د اروپایي متحدینو وړاندیزونه یې رد کړي.

په فلوریدا کې د امريکايی ، روسي او اوکرایني چارواکو ترمینځ جلا جلا خبرې پای ته ورسیدې. سره لدې چې دغه خبرې" رغوونکې" وبللې شوې خو بیاهم د کوم ټاکلي پرمختګ نښې نه لیدل کیږی. کرملین په خپل سخت دریځ ټینګار کوي او د کیف او لویدیځو ملاتړو وړاندیزونه یې رد کړي دي.

تراوسه څرګنده نه ده چې کیف او متحدینو مسکو ته څه ډول وړاندیزونه کړي. د محتملو راتلونکو غونډو په هکله هم څه نه دي ویل شوي .

په عین حال کی اوکراین د یکشنبې په ورځ تور ولګاوه چې مسکو د اوکراین د سومي سیمې دیوه کلي څخه چې له پولې ۵۰ کیلومتر لیرې پروت دی، ولسي خلک برمته کړي او روسیې ته وړي دي.

د سومي سیمې وضعیت ناڅرګند پاتې دی او جزئیات سمدلاسه تایید شوي نه دي.

په داسې حال کې چې د روسیې لوی مرکچې کیریل دمیترییف په فلوریدا کې امریکايي چارواکو سره دخبرو دوهه ورځ پای ته ورسوله د ولسمشر پوتین دبهرنۍ پالیسي سلاکار یوري اوشاکوف په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې د کوم پرمختګ تمه دې نه کوي.

اوشاکوف وویل چې دمیترییف به مسکو ته ستون شي او نن دوشنبې به ولسمشر پوتین ته د خبرو په هکله خپل راپور وړاندې کړي.

هغه وویل چې امریکایان په دې ورځو کې دکریسمس اختر لمانځي او ګڼ خلک کارونو ته نه ځي.

اوشاکوف وویل، وروسته له هغه چې دیمیتریف د روسیې مشرتابه ته راپور وړاندې کړي ،

موږ به امریکایانو سره دتماسونو په شمول خپل دریځ مشخص کړو چې ورباندې مخ ته ولاړ شو.


سره لدې چې اوشاکوف وویل چې تراوسه یې د کیف اود اوکراین د اروپايي متحدینو وړاندیزونه نه دي کتلي خوادعا یې وکړه چې هغه بدلونونه چې دکیف او اروپايي متحدینو لخوا یې وړاندې شوي د سولې په فرصتونو کې بهتروالی نشي راوستلی.

په ورته وخت کې ، دمتحدو ایالاتو ځانګړي استازي سټیف ویتکوف دیکشبنې په ورځ ( دیسمبر ۲۱مه ) په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې له روسیې سره خبرې "رغوونکې او ګټورې" وې.

هغه وړاندې ولیکل چې "روسیه په اوکراین کې سولې راوستلو ته بشپړه ژمنه ده. روسیه د اوکراین د لانجې د حل او دنړیوال امنیت درغولو لپاره د متحدو ایالاتو دهلوځلو او ملاتړ اوچته قدرداني کوي. "

بلخوا د اوکرایني مرکچیانو مشر رستم عمروف چې فلوریدا کې یې د ویتکوف او د ولسشمر ټرمپ د زوم جارید کوشنر په مشرۍ امریکايي پلاوي سره خبرې وکړې په خواله رسنیو کې ولیکل :

اوکرایني پلاوي په فلوریدا کې درې ورځنیو خبرو کې امریکايي او اروپايی شریکانو سره یو شمیر رغوونکې غونډې درلودې.


XS
SM
MD
LG