د افغانستان د جمهوری ریاست انتخاباتو ته یوازې درې اوونۍ پاتې دي خو له ناامنۍ او په انتخاباتو کې له تقلب څخه ویره او اندېښنې مخ په زیاتېدو دي. دا اندېښنه هم شته چې ښایي دغه انتخابات بې اعتباره وګڼل شي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د جمهوري ریاست دغه انتخابات تر ټولو مهمه مسله ګڼلې ده.
نیویارک ټاېمز ورځپاڼې د انتخاباتو په درشل کې د افغانستان وضعې ته کتنه کړې ده، چې د راپور مهم ټکې یې صالحه اسحق زۍ خالقي وړاندې کوي.
نیویارک ټاېمز لیکي په داسې حال کې چې په نیمایي افغانستان کې د وسله والو فعالیتونه زیات شو ېدي، ډېر افغانان شک لري چې دا انتخابات به حقیقتا د زمري په نهه ویشتمه ترسره شي.
تېره اوونۍ طالبانو په یوې خپرې شوې اعلاميه کې له خلکو وغوښتل چې په انتخاباتو کې دې ګډون نه کوي. دغه تهدید امکان لري چې د افغانستان په جنوبي سیمو یعنې په هغو ځایونو کې چې د وسله والو فعالیتونه تر بل هر ځای زیات دي خلک له رایو ورکولو وګرځوي خو د انتخاباتو د کمېسیون مامورین ټینګار کوي چې دغه انتخابات به ترسره شي. اوهمداراز وایي، ښایي نا امنۍ ددې سبب شي چې لږتر لږه شپږ سوه انتخاباتي حوزې وتړل شي چې دا یوازې د انتخاباتي حوزو لس په سلو کې جوړوي.
لوېديځ چارواکي هم وایي، دا انتخابات به بشپړ نه وي، خو زیاتوي ددوی هدف دادی چې د انتخاباتو اعتبار تر ډېره حده تضمین شي چې هم د افغانانو او هم د نړېوالو څارونکو د قناعت وړ وي.
ورځپاڼه لیکي: دغه هدف ته رسېدل هم ډېر ګران دی. داسې ښکاري چې ولسشمر حامد کرزی په انتخاباتي مبارزو کې لا هم تر څلوېښتو نورو کاندیدانو مخکې دی او تر اوسه یوازې د بهرنېو چارو پخوانی وزیر عبدالله عبدالله د ښاغلي کرزي لپاره یو مهم سیال ګڼل کېږي خو صرفنظر له دې چې څوک به انتخابات وګټي، په هېواد کې موجودې لویې ستونزې ددې سبب شوي چې په خاصه توګه په نا ارامو سیمو کې به ډېر افغانان له رایو ورکولو ډډه وکړي او دا به د راتلونکي ولسمشر اعتبار ته ښه نه وي.
لوېديځ او افغانان چارواکي اندېښمن دي چې که زیات شمېر افغانان ددغو انتخاباتو نتاېج ونه مني دا انتخابات به تر ډېره حده بې اعتباره او نتاېج به یې هم خطرناک وي.
سیاسي څارونکې وایي، که د افغانستان په جنوب کې د ناامنېو په نتیجه کې خلک ونکړای شي رايې ورکړي دا به پښتانه نور هم له حکومت او بهرنېو ځواکونو څخه لېرې کړي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارډ هولبروک ویلي دي، مونږ په انتخاباتو کې د تقلب په هکله اندېښنه لرو، مونږ د هغو راېو ورکونکو په اړه اندېښمن یو چې د ناامنې له امله به ونشي کولای ځانونه د راېو ورکولو مرکزونو ته ورسوي. مونږ همدا شان دا اندېښه لرو چې د راېو په شمېرلو کې به تقلب وشي او دا اندېښنه هم لرو چې ښځې به ونشي کولای رایې ورکړي.
د نیویارک ټاېمز په وېنا فرانسوی متقاعد جنرال فلېپ موري لون چې په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې د انتخاباتو د څارونکو مشر دی وایي: زموږ ترټولو مهم لومړیتوب دادی چې په انتخاباتو کې د تقلب او درغلېو مخنیوی وکړو.
ښاغلي موري لون په کابل کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې افغان ژورنالیستانو ته ووېل: دا تاسې یاست چې خپل ولسشمر ټاکۍ، او زمونږ وظیفه داده چې پرې نه ږدو ستاسې په انتخاب کې درغلي وشي.
ددې لپاره چې د راېو نتېجې ژر معلومې شي او په عین وخت کې د درغلېو مخه ونیول وشي د راېو شمېرل به په هرځانګړي انتخاباتي حوزه کې وشي.
افغان چارواکو وایي د انتخاباتو لومړني نتېجې به په اته څلوېښتو ساعتونو کې اعلان شي.
د شکایاتو د اورېدو او نورو طرزالعملونو د تایید لپاره دوې اوونۍ په پام کې نیول شوې دي خو لوېدیځ چارواکي بیا وایي، ددې لپاره چې د انتخاباتو ګټونکی اعلان شي، زیات وخت ته اړتیا شته. دوی فکر کوي چې له څلور دېرشو ولایتونو څخه به ډېر شکایتونه راورسېږي ځکه په همدغه ورځ په ولایاتو کې هم د ولايتي شوراګانو لپاره رایه ورکول کېږي.
خو نور چارواکي بیا خبرداری ورکوي چې له جګړې څخه د خلکو ستړیا، په هېواد کې پراخ فساد او د بیا رغاونې او پرمختګ ډېر ورو بهیر ډېر خلک مایوسه کړي او ښایي په انتخاباتو کې هېڅ ګډون ونه کړي.
په کندهار کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون استازی عبدالقادر نورزی وایي: دده اداره فکر کوي چې یوازې د خلکو په سلو کې دېرش به په دې انتخاباتو کې برخه واخلي او په هلمند کې د انتخاباتو د کمېسیون مشر عبدالهادي بیا وایی، ددې ولایت خلک له انتخاباتو سره دلچسپي نه ښیي.

دهرات د دوشنبې د ورځې خونړۍ چاودنه - په داسې کې چې انتخابات په رانژدې کېدو دي دهرات په شان ناکرارو سیمو کې هم دا ډول پېښې کېږي اوپر پایتخت کابل هم راکټي بریدونه کېږي