د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۷

د ناټو قومندانانو له خپلونویومشرانو سره پرافغانستان خبرې وکړې


د ناټو نوي عمومي منشي ښاغلی راسموسن په بروکسل کې د ناټو تړون له قومندانانو اود امریکا له پوځي چارواکو سره د افغانستان پرماموریت خبرې کوي
د ناټو نوي عمومي منشي ښاغلی راسموسن په بروکسل کې د ناټو تړون له قومندانانو اود امریکا له پوځي چارواکو سره د افغانستان پرماموریت خبرې کوي
دوی همدا شان د هغو عواملو په هکله چې په افغانستان کې د جګړو د زیاتېدو سبب شوي دي څرګندونې وکړې.
په دې هکله د اسوشیتد پرس آژانس راپور لري چې غټ ټکي یې
صالحه اسحق زۍ خالقي اوروي.

د ناټو تړون نوي عمومي منشي، فوغ راس موسن او د ناټو تړون د وسله والو ځواکونو عمومي قومندان امریکایي امیرالبحر جېمز ستاف رېديز چې دواړه پخپلو منصبونو کې نوې دي، د هغه نوي ټیم
غړي دي چې د افغانستان او ګاونډې پاکستان د جګړو مشري کوي.

د اسوشیتد پرس آژانس د راپور پر اساس په عنعنوي توګه یو امریکایي جنرال د ناټو د پوځي قواوو قومنده په لاس کې اخلي چې مرکز یې د بلجیم هېواد د مونس په ښار کې دی او د سیاسي چارو مشري یو اروپایي ملکي مقام کوي چې مرکز یې په بروکسل ښار کې دی.

د ناټو ویاند جېمز آپاتورای وویل: په دغه غونډه کې په افغانستان کې د پوځي قومندۍ پر جزییاتو بحث وشو او د شمالي اتلانتیک د شورا اته ویشتو داېمي غړيو ته چې د ناټو تر ټولو لوړ اداري ارګان دی معلومات ورکړل شول.

ددې غونډې مشري فوغ راس موسن وکړه. ښاغلی راس موسن چې پخوا د ډنمارک صدراعظم وو، د دوشنبې په ورځ د ناټو د عمومي منشي په توګه خپل کار پېل کړ.

نومړي وېلي دي چې افغانستان به دده د کار د اجنډا په سر کې وي.
د راپور له مخې د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس او د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ادمیرال مایک مولن هم په بلجیم کې د ناټو په یوې هوایي اډې کې د جنرال ډېوېډ پېتروس سره وکتل، چې په افغانستان او عراق کې د پوځی عملیاتو مشري او مسولیت په غاړه لري.

ښاغليو ګېټس او مولن ته د افغانستان د امنیت په هکله راپور ورکړل شو. جنرال ستېنلي مک کرستل چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو نوی قومندان دی، د افغانستان د جګړې بېلابېل اړخونه ارزیابي کوي او امکان لري چې د خپل هېواد له حکومت څخه د اضافي سرتېرو او امکاناتو د استولوغوښتنه وکړي.

اوس مهال ناټو په افغانستان کې څلور شپېته زره سرتېري لري چې نیمایي یې امریکاییان دي.
XS
SM
MD
LG