د دغو افغان ورزشكارانو بهرنى روزنكى وايي په افغانستان كې غره ختل يو نوى سپورټ دى چې اوس د ودې په حال كې دى.
د واخان دا لوړه څوكه د سمندر له سطحې څخه نژدې اووه زره پنځه سوه متره لوړه ده. څلور تنه افغان او يو بهرنى غرختونكي وتوانېدل تر زياتو خواريو وروسته دغه دنه څوكه فتحه كړي.
غره ختل په نوره نړۍ كې له مهمو سپورټونو څخه ګڼل كېږي خو په افغانستان كې چې زيات دنګ او واورين غرونه لري، دا نوې لوبه ده.
امرالدين سنجر، ملنګ دريا، ګرګ علي خان او عافيت خان، هغه افغان غرختونكي دي، چې د يوه بهرني روزنكي، لويس مونيه په مرسته وتوانېدل دغه ريكارډ ټينګ كړي.
Afghanistan -- Afghan mountain climbers arrived in at the peak of Wakhan mountain for the first time, 03,August,2009
دغه افغان غرختونكي يوه مياشت په ايټاليا، پنځه ويشت ورځې په فرانسه او پنځلس ورځې په افغانستان كې روزل شوي او دوى ته د واخان د پړانګانو نوم وركړل شوى دى.
افغانستان چې په وچې پورې تړلى غرنى هېواد دى، تر دې مخكې به يې د غرونو لوړو څوكو ته بهرني سيلانيان يا ټيوريستان ورختل، خو د دغو افغان غرختونكو له ارادې داسې ښكاري چې په افغانستان كې هم داسې كسان شته چې كولاى شي په ملي او د سيمې په كچه دا ډول ريكارډ ټينګ كړي.
دغې څوكې ته شپږكاله مخكې يوشمېر بهرنيان ختلي وو، چې اوس يې افغان غرختونكو ځاى ونيوه.