د متحده ايالاتو د بهرنېو چارو د وزارت حقوقي صلاكار وايي دوي د افغانستان له زندانونو څخه ليدنه وكړه او پدې اړه چمتو شوی راپور به د سپينې ماڼۍ چارواكو ته وسپاري.
هرالډ كوه د چهارشنبي په ورځ له ازادۍ راډيو سره په يوې ځانګړې مركه كې د دې پوښتني په ځواب كې چې متحده ايالات د بګرام د زندان د تړلو كوم پلان لري او كه څنګه په ځواب كې داسې وويل:
"موږ بګرام ته ولاړو او له دغه زندان څخه مو لېدنه وكړه، په اړه به يې خپل راپور واشنګټن ته وسپارو، دا ډېره مهمه موضوع ده، د متحده ايالاتو د حكومت زيات خلك پدې اړه كار كوي چې يو حل ومومي، مونږ هېله لرو چې پايلې به يي بيا عملي شي.
زه پلان لرم څه چې مې په دغه زندان كې ليدلې دي د امريكا د بهرنيو چارو وزيرې او ولسمشر بارك اوباما ته د يوه راپور په بڼه وسپارم،هيله لرم چې دا به د يوې غوره پاليسي په جوړولو كې مرسته وكړي."
نوموړي دغه خبرې په داسې حال كې كوي چې څه موده وړاندې په دغه زندان كې زياتو افغان بنديانو احتجاج كړی وه چې له خپلو كوټو څخه به نه راوځي او له خپلو كورنېو سره به د ويډيو له لياري خبري هم نه كوي ځكه يو شمېر زيات يې ادعا كوي چې بي له كومه جرمه بندي شوېدي او د دوي دوسيي نه كتل كيږي.
ښاغلې كوه وړاندې وويل چې د بنديانو لپاره ځانګړي پاليسي وجود لري او دغه راز په شمال كي د هغو وژل شويو طالب بنديانو په اړه هم دا مهال پلټنې روانې دي كوم چې يوځاې په ډليزه توګه د ليلي په دښته كې وژل شوي وه:
" دغه قضيه تعقيب كيږي او زيات دفترونه دي چې پدې برخه كې كار كوي، دا د متحده ايالاتو د ادارې لپاره يوه مهمه موضوع ده او مونږ به پري كار كوو."
په هرصورت زيات افغانان سرټكوي چې بهرني ځواكونه كله كله په يوه كلي كې پر خپل سر خلك نيسي او بنديان كوي يې او بيا يې په دوسيو باندې څو كاله كار كيږي او چه كله هم پري كوم جرم ثابت نشي نو يواځې ورڅخه بښنه غوښتل كيږي او خوشې كيږي خو دا چې په دې دومره وخت كې نوموړي بندي څومره اقتصادي او روحي تاوان كړې پدې اړه كومه معاوضه نه وركول كيږي.
له بلي خوا د ډليزو وژنو خبره هم كومه نه وي خبره نه ده بلكه د ليلې په دښته كې د ډليزي وژنې څخه د مخه د پل چرخي په پولي ګون او دغه راز په خوست، پكتيا او حتې د افغانستان د كورنېو چارو د وزارت په انګړ كې هم داسې ډليز قبرونه موندل شوېدي چې بايد په اړه يي جدي پلټني وشي.