د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۵

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو د واریدیدو د مخنیوي هڅې کېږي


 نورم او ستنډرد د ادارې تخنيكي مرستيال دكتور مجيب الرحمن خطير وايي له غېرې قانوني لارو هم بې کیفیته تیل واردېږي.
نورم او ستنډرد د ادارې تخنيكي مرستيال دكتور مجيب الرحمن خطير وايي له غېرې قانوني لارو هم بې کیفیته تیل واردېږي.

د افغانستان د نورم او سټنډرډ اداره وايي:دوي يو لړ داسي قوانين وضعه كړيدي چې په ترڅ كي به يې افغانستان ته د بې كيفيته تيلو له واردولو څخه مخنيوي وكړي.

په كابل كې د نورم او ستنډرد د ادارې تخنيكي مرستيال دكتور مجيب الرحمن خطير له ازادۍ راډيو سره په مرکې كې وويل چې كه هر څوك بې كيفيته تيل وارد كړي نو هرو مرو به يې تيل ضبط شي او د دې لپاره چې د تيلو كيفيت معلوم كړي دوي يو لړ عصري وسايل افغانستان ته واردوي:

"اوس لپاره هغه مواد يا هغه تيل چې بې كيفيته وي موږ يې ضبطوو څو د دغه تيلو سر نوشت تعين شي د سون د موادو د ازمویلو د لابراتوار قرارداد مو كړى دی هېلمن یوو چې په راتلونكو درې مياشتو كې دغه تجهيزات افغانستان ته را انتقال شي او دلته نصب شي چې د دغه تجهيزاتو په فعاليت سره به ځينې مشكلات هوار شي."

نوموړې وړاندې وويل دا مهال د دوی مركز په حيرتانو كې فعال دی، په نږدې راتلونكې كې به په هرات او ننګرهار كې هم پرانستل شي او بيا همدارنګه شير خان بندر ته هم پراختيا ومومي.

خو ده انديښه وښوده چې ځينې وخت افغانستان ته له غير قانوني لارو څخه هم بې كيفيته تيل وارديږي چې باید اړوندې ادارې یې مخه ونیسي:

"موږ هم تاكيد كوو چې كوم مواد په قاچاق ډول افغانستان ته راځي په دغه برخه كې موږ د نورو ادارو همكاري غواړو لكه د كورنيو چارو وزارت، د ګمركونو، تجارت او صنايع محترم وزارت څخه چې بايدموږ سره مرسته وكړي ځكه موږ غواړو پراخ راپور د تفتيش لپاره جوړ كړو."

په هرصورت افغانستان ته د بې كيفيته تيلو د راوړلو موضوع زيات خلك سخت انديښمن كړي دي، د روغتيايې چارو كارپوهان وايي، همدا بې كيفيته تيل دي چې د ډول ډول سوختګيو سبب ګرځي، چاپيريال او هوا چټلوي او خلك په اسانى سره په ناروغيو اخته كيږي.

خو داسې راپورونه هم شته چې ځيني افغان سوداګر كله چې تيل افغانستان ته وارد كړي نو تر واردولو وروسته يې كيفت د ځينو موادو په يوځاې كولوسره خرابوي او په دې توګه د څو روپيو د زياتې ګټې لپاره د خلكو ژوند له خطر سره مخ كوي.

XS
SM
MD
LG