د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۵

خالدي: د امريكا تقنينيه ادارو ته د مسلمانانو ورتګ هيله من كړي يو


Afghanistan -- Omar Khalidi Member of the Aga Khan Program for Islamic Architecture in Afghanistan to see Islamic Centers all over the Country, 18July2009
Afghanistan -- Omar Khalidi Member of the Aga Khan Program for Islamic Architecture in Afghanistan to see Islamic Centers all over the Country, 18July2009
عمر خالدي، چې یو امریکايی مسلمان دى او د اسلامي معمارۍ لپاره د اغاخان د پروګرام یو غړی دى اوس مهال د ځینو کارونو د سرته رسولو لپاره په کابل کې دى.

هغه له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې په امریکا کې مسلمانان که څه هم د خپلو دینو چارو د ترسره کولو لپاره بشپړه ازادي لري خو په حکومت کې کوم سیاسي ځواک نه لري.

د ده په وینا د امریکا تقنینیه ادارو ته د مسلمانانو ورتګ د دوی لپاره هیله بښوونکې بریښي.

"د اوس لپاره د امریکا مسلمانان په حکومت کې کوم ځانګړې ځاى نلري، خو زه فکر کوم، چې اوس يې پیل دى ځینې مسلمانان د امریکا تقنینیه ادارې ته د ننوتو په حال کې دې د بیلګې په توګه اوس مهال دوه مسلمانان د امریکا کانګرس ته انتخاب شوی دي نو دا په امریکا کې د مسلمانانو د سیاسي ځواک پیل دى او دوى اوس سیاسي ډګر ته د وتو په حال کې دي."

د ښاغلي خالدي په وینا په امریکا کې د مسلمانانو شمېر له شپږو میلیونو اوښتې دى او دوی د خپلو دیني رسومو او عبادتونو د ترسره کولو لپاره د ټول هېواد په کچه دوه زره جوماتونه لري.

د ښاغلي خالدي په وینا د روژې په مبارکه میاشت، اخترونو او په نورو ځانګړو ورځو کې له مسلمانانو سره ځانګړى رعایت کیږي او هغوی ته موقع ورکولې کیږي، چې دا ورځې په ښه توګه ولمانځي.

خو د دې ټولو اسانتیاو سره سره ، چې امریکايي مسلمانان يې د خپلو مذهبي چارو لپاره لري ښاغلې خالدي ځینو هغو ستونزو ته هم ګوته نیسي، چې د سپټمبر د یوولسمې نیټې ترورستي حملې وروسته امریکايي مسلمانان ورسره په خپل هېواد کې مخ دي.

دی وايي، چې له دې پیښې وروسته په امریکا کې د مسلمانانو د ځورولو یوه پراخه څپه پورته شوه خو مسلمانان هم غلي پاتې نشول او د قانوني لارو په خپلولو سره يې د هغې پر ضد مبارزه وکړه.

"زه فکر کووم، چې د سپټمبر د یوولسمې نیټې له پیښې وروسته ستونزې موجودې وې دا رښتیا ده خو مسلمانانو هم د قضايي او عدالتي سیسټم له لارې د هغې په وړاندې مبارزه وکړه.

زه هیله مند یم، څومره، چې د اسلام او مسلمانانو په اړه د امریکایانو معلومات زیات شي دا پیښې به بیا تکرار نشي. د اوس لپاره دا سمه ده، چې په هوايي ډګرونو کې د مسلمانانو د ځورولو پیښې لیدلې کیږي."

ښاغلي خالدي وویل، چې د دی زور زیاتیو په وړاندې د دوی مبارزه لا هم روانه ده او ځینو مواردو کې بریاوې هم لري.

د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د یوولسمې نیټې ترورستي حملې او له هغې را وروسته د افغانستان او عراق جنګونو د امریکا او اسلامي نړۍ ترمنځ اړیکې تر ډیره ترینګلې کړي او د دوی ترمنځ یو ستر واټن رامنځ ته شو.

که له یوې خوا امریکایانو مسلمانانو ته د ترورست خطاب کاوه له بل لوري په اسلامي نړۍ کې امریکا ته د یو دښمن په سترګه کتل کیدل.

خو په امریکا کې د نوي حکومت له واک ته رسیدو سره جوت هڅې پیل شوې، چې دا ذهنیت او بدګماني باید له منځه یوړلې شي او د مصر په اسلامي پوهنتون کې مسلمانانو ته د بارک اوباما خطاب د دې هڅو یوه ستره بیلګه ده.
XS
SM
MD
LG