په کندز کې د لنکن روزنیز مرکز د امریکا د سفیر او د پوهنې د وزیر له خوا پرانستل شو. په دغه مرکز ځوانانو ته د کمپیوټر، انګلیسي ژبې او انټرنیټ زده کړه ورکول کیږي او یو مجهز کتابتون هم لري.
له ۲۰۰۵ کال راهیسې دا د لينکن اووم روزنیز مرکز دی چې د متحده ایالاتو په مرسته په افغانستان کې جوړیږي.
په خوا تر دې په کابل، ننګرهار، بلخ، هرات خوست او بامیانو کې دا مرکزونه جوړ شوي او د ځوانانو په مخ پرانستي دي.
د کندز د لينکن مرکز په افغانستان کې د امریکا سفیر او د پوهنې وزیر د شنبې په ورځ دغه ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې پرانسته.
د امریکا سفیر کارل ایکن بیري وویل، چې دغه مرکز له نوې ټکنالوژۍ سره د افغان ځوانانو د اشنایۍ یو ښه ځای دی.
هغه د لينکن مرکز د سیاسي بحثونو مرکز هم وباله:
"له کله نه چې د لينکن مرکز په کندز کې پرانستل شوی دی، دغه مرکز د ځوانانو ترمنځ د معلوماتو او افکارو د تبادلې په مرکز بدل شوی دی.
په دې ورځو کې ځوانان په کې د راتلونکو انتخاباتو په اړه بحثونه او خبرې کوي.
"
د پوهنې وزیر فاروق وردګ وويل، د لينکن مرکز د افغانستان په بیارغونه کې ښه رول لوبولای شي:
"باور لرم چې دغه کتابتون په معلوماتي ټکنالوژۍ سره د پوهې د ترلاسه کولو دغه اسانتاوې زموږ د ګران هېواد په پراختیا او بیارغونه کې یو ښه رول لوبوي."
په مرکز کې په لسګونو ځوانان لیدل کیدل چې په زده کړې او مطالعې بوخت وول.
د کندز ولایت یو ځوان ذبیح الله زاهد چې د مرکز د پرانستلو غونډې ته راغلی و، ازادۍ راډیو ته وویل:
"موږ ددې لپاره دلته راغلي يو چې له انټرنیټ نه ګټه واخلو او هغه معلومات راټول کړو چې اړتیا ورته لرو. همدا راز دلته ډیر ښه کتابونه دي چې موږ ترینه په خپلو درسونو کې ښه ګټه اخیستلی شو."
د امریکا د متحده ایالاتو سفیر ایکن بیري کندز ته په خپل سفر کې د کندز د ولایتي بیارغونې ډلې یا پي ار ټي، د ښځو د همغږۍ او د پولیسو د روزنې مرکزونو ته هم ولاړه.
هغه همدار از د کندز له محلي چارواکو سره د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې اکثره خلک خپلو ولایتونو ته د افغان چارواکو او بهرنیو ډیپلوماتانو د سفرونو په اړه دا تمه لري چې د سیمې د بیارغونې کارونو ته به یې توجه ډيره شي.