د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۳۲

احمدي نژاد بری لمانڅي خومخالفان یې اعتراضونو ته دوام ورکوي


د احمدي نژاد په پلوۍ د لسګونو زرو ایرانیانو غونډه
د احمدي نژاد په پلوۍ د لسګونو زرو ایرانیانو غونډه
د احمدي نژاد اصلي سیال میرحسین موسوي د انتخاباتو د منسوخولو غوښتنه وکړه او پر خپلو پلویانو يې غږ وکړ چې اعتراضونو ته دوام ورکړي.
په ایران کې د انتخاباتو د نتایجو پرضد اعتراضونه پرون په دوهمه ورځ هم روان وو. دا اعتراضونه د ایران د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب راوروسته تر ټولو پراخ وو.

راپورونه وايي چې مظاهره چیانو د کثافاتو صندوقونو او ټایرونو ته اور واچاوه څو د پوليسو مخه پرې بنده کړي. عیني شاهدانو ازادۍ راډيو ته وويل چې پوليسو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او هوايي ډزو څخه کار واخیست.

د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د احمدي نژاد اصلي سیال میرحسین موسوي په خپله انټرنېټ پاڼه کې له ځواکمنې ادارې، شورای نګهبان څخه غوښتنه کړې ده چې د انتخاباتو نتایج منسوخ اعلان کړي. د رايو د مصوونيت د غیرحکومتي کميټې د مشر، علي اکبرمحتشمي پور په ګډون ګڼ شمېر نورو کسانو هم د جمعې ورځې د انتخاباتو د منسوخولو غوښتنه کړې ده.
د میرحسین موسوي پلویان چې دانتخاباتو پراعلان شوې نتیجې اعتراض لري،د پولیسو له لوري څپل کېږي.


موسوي پر خپلو پلويانو غږ وکړ چې په ټول هېواد کې له مقابلې پرته، قانوني سوله ییز مخالفت ته دوام ورکړي. د موسوي ځينو پلويانو همداراز د سه شنبې په ورځ د هېواد په سطح د مظاهرو لپاره غږ کړی.

په داسې حال کې چې اعتراضونو دوام درلود، ولسمشر احمدي نژاد خپلو زرګونو پلويانو ته د تهران په مرکزي چوک کې وینا وکړه. له دې مخکې ښاغلي احمدي نژاد وویل چې د ولسمشرۍ انتخابات ازاد او عادلانه وو. ده اعتراضونه او ناارامۍ رد کړې او هغه يې جزيي او بې اهمیته وبللې:

(په هغه هېواد کې چې په سلو کې پنځه اتیا خلک په انتخاباتو کې برخه اخلي، او په سلو کې له دوه شپېتو زیات خلک يوتن ته رايې ورکوي، او په هغه هېواد کې چې خلک د ملي ګټو په برخه کې متحد او منسجم دي، او د هېواد ټول ارکان د خلکو د رايې پربنسټ دي، د مشروعیت په باب خبرې بېځایه دی.)

احمدي نژاد دا څرګندونې پرون په تهران کې په يوه خبري غونډه کې هغه مهال وکړې چې ګڼ شمېر لويديځو خبریالانو د ده د عدالت او ازادۍ د ادعاوو په اړه وکړې. ده په ځواب کې وويل:

(تاسو له کومه پوه شوئ چې خلک د رايو نتایج نه مني. ایا تاسو له څلوېښت میلونه خلکو سره تماس درلود. تاسو يوازې يو څو تنه، چې ستاسو خوښ دي وينئ.)

د بې سرحده ژورنالیستانو ټولنې چې مرکز يې په پاریس کې دی، له اروپايي ټولنې څخه غوښتنه کړې ده چې د ایران د انتخاباتو نتایج په رسميت ونه پېژني. دې ټولنې ویلي چې سانسور او له ژورنالیستانو سره زورزیاتی، د ډیموکراتیکو انتخاباتو د بهیر خنډ دی.

په ایران کې د اعتراضونه له پیله، په تهران او نورو ښارونو کې د مظاهره چیانو وهل ټکول پيل کړل، او لسګونه اصلاح غوښتونکي فعالان، او د اصلاح غوښتونکي مشارکت ګوند غړي يې بندیان کړل. د راپورونو له مخې ځينې نیول شوی کسان اوس خوشې شوي دي، خو ځينې نور لاهم په بند کې دي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې نیول شويو کسانو د تهران د مظاهرو، مارشونو او ګډوډیو په تنظیم کې لاس درلود. د راپورونو له مخې څو تنه خبريالان هم نیول شوي دي.

د ایران د پخواني مرستیال ولسمشر، محمدعلي ابطحي په وینا، له سلو زیات اصلاح غوښتونکي نیول شوي دي او تمه کېږي چې ځينې نور کسان به هم ونیول شي.

له بلې خوا اروپايي ټولنې په ایران کې د انتخاباتو د څرنګوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې دا ټولنه د انتخاباتو په بهیر کې له ګډوډيو او له هغه وروسته تاوتريخوالي څخه اندېښنه لري.

د متحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر جوبايډن وویل د ایران د انتخاباتو د نتایجو په برخه کې ډېر زیات وېروونکي شکونه شته.
XS
SM
MD
LG