خبرونه
سمندري غله دامریکایي کیپتان د خوشي کیدو په بدل کي دوه میلونه ډالره غواړي:
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ننګرهار کې د یوې امنیتي پوستې اشپز د پوستې درې ساتونکي وژلي دي

ننګرهار کې د طالبانو د یوې پوستې اشپز د پوستې په ساتونکو ډزې کړي چې لږ تر لږه درې تنه یې وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
د ننګرهار یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې پیښه نن سهار ( سه شنبه د ثور نهمه) په شیرزاد ولسوالۍ کې شوې ده.
بل لورته د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې پیښه تایید کړې او ویلې یې دي چې اشپز چې له ډزو وروسته یې د تیښتې هڅه کوله، نیول شوی دی.
د پیښې د لامل او انګیزې په اړه څه نه دي ویل شوي او د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویلي چې په دې اړه پلټنه کوي.
د اوکراین او روسیې ترمنځ د بریدونو تبادله، ۳ کسان وژل شوي دي

د اوکراین او روسیې ترمنځ د بریدونو په تبادله کې نن سهار یوه ۱۲ کلنه نجلۍ د اوکراین په دنیپروپتروسک سیمه او دوه تنه نور د روسیې په سرحدي سیمه بلګوردو کې ووژل شول.
د اوکراین هوایي ځواک ویلي چې روسیې یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر اوکراین سل بې پيلوټه الوتکې توغولي دي.
د دغو بریدونو پایله کې اوکراین ته مالي زیان اوښتی او درې تنه په کې ټپيان شوي هم دي.
بل لورته روسي چارواکو ویلي، بلګورود کې پر یوه موټر د اوکرایني ځواکونو برید کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر له اوکراین سره درې ورځنی اوربند اعلان کړی.
دغه اوربند به د مې میاشتې له اتمې تر لسمې پورې نافذ وي چې د نازي جرمنانو په وړاندې د شوروي اتحاد د بریا له اتیایمې کلیزې سره برابرې شپې ورځې دي.
د اوکراین ولسمشر د پوتین دغه اعلان نمایشي بللی دی.
تېر کال د هند او افغانستان د سوداګرۍ کچه ۸۹۰ میلیونه ډالره وه

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې یې له هند سره د سوداګرۍ کچه ۸۹۰ میلیونه ډالره وه.
د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد نن سه شنبه رسنیو ته ویلي چې د سوداګرۍ په دې کچه کې ۶۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او ۲۶۳ میلیونو په ارزښت واردات شامل دي.
که څه هم معلومه نه ده چې افغانستان له هنده کوم توکي وارد کړي، خو جواد ویلي چې دوی هند ته انځر، اینجه، زعفران، ممیز، شنه زیره او بادام صادر کړي دي.
افغانستان د چابهار او واګې بندرونو او یوه هوایي دهلیز له لارې له هند سره سوداګریزه راکړه ورکړه کوي او افغان سوداګرو پخوا ویلي، پاکستان له هند سره ترانزیت کې ورسره لازمه همکاري نه کوي.
روسیې په اوکراین کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني د ماتې د کلیزې په مناسبت له اوکراین سره د روسیې په جګړه کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د کرملین هغه اقدام چې د اپریل په ۲۸مه اعلان شو، صادقانه ونه باله او د سمدستي اوربند غوښتنه یې وکړه.
دا په دې میاشت کې دوهم ځل دی چې کرملین د جګړې د بندولو غوښتنه کړې ده.
د ایسټر د رخصتۍ په جریان کې د اوربند لپاره مخکینی وړاندیز په لویه کچه له پامه غورځول شوی و، ځکه چې روسیې او اوکراین بریدونو ته دوام ورکړ.
په دې بریدونو کې د مسکو لخوا په ټوله اوکراین کې د پراخو هوايي بریدونو لړۍ شامله وه.
د ایران په بندر عباس کې د چاودنې د قربانیانو شمیر ۷۰ ته ورسید

د ایران د دولتي رسنۍ په وینا په بندرعباس کې د چاودنې د قربانیانو شمیر اویاو ته ورسید او د ټپيانو شمیر یې تر دولس سوو اوښتی دی.
چارواکو پرون ناوخته وویل چې د اته څلویښت ساعتونو له تیریدو وروسته لاهم دا اور چې د شهید رجایي په بندر کې لګیدلی و نه دی مړ شوی، خو تر کنټرول لاندې راغلی دی.
چارواکو تر اوسه د شهید رجایي په بندر کې د اپریل د شپږ ویشتمې نیټې د چاودنې علت سم نه دی روښانه کړی، خو خپلواکو متخصصینو ویلي دي چې دا چاودنه په ناسمه توګه د سوډیم پرکلورایډ د زیرمې له امله رامنځته شوې ده. سوډیم پرکلورایډ د توغندیو د سون په موادو کې کارول کیږي.
سویډن له افغانستان سره دوه میلیونه او دوه لکه ډالر مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ چې د سویډن د نړیوالې پراختیایي همکارۍ ادارې د افغان میندو او ماشومانو د تغذیې د ملاتړ لپاره دوه میلیونه او دوه لکه امریکایي ډالر مرسته کړې ده.
په دې مرسته به یولک او پنځه ویشت زره میندو او ماشومانو ته د دریو میاشتو په مخه مغذي خواړه چمتو شي.
د خوړو نړیوال پروګرام دوشنبه( د اپریل اته ویشتمه) په یوه بیان کې وویل چې له افغانستان سره به د سویډن نوې مرسته د لسګونو زرو میندو او ماشومانو د خوارځواکۍ مخه ونیسي.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام استازې موتینتا چیموکا وایي چې سږکال په افغانستان کې دولس لکه میندې په خوارځواکۍ اخته دي او داسې اټکل کیږی چې درې نیم میلیونه ماشومان به په دې ناروغۍ اخته شي.
سویډن له دوه زره یو ویشتم کاله تر دوه زره څلرویشتم کال پورې په افغانستان کې د خوړو له نړیوال پروګرام سره تر دیرش میلیونه ډالرو ډیره مرسته کړې ده.
یوناما: له راستنو شویو کډوالو سره مرسته کوو

یوناما ژمنه وکړه چې افغانستان ته به له ستنو شویو کډوالو سره د څښاک اوبو، روغتیا او نورو برخو کې مرستې وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د مرستندویه پلاوي ( یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا پرون په کابل کې د طالبانو د کلیو او پراختیا وزارت له سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده سره په کتنه کې دا ژمنه وکړه.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (آی او ام) د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د اپرېل له ۴مې یې له پاکستانه راستانه شوي نږدې یو لک افغان کډوال ثبت کړي دي.
دغهَ سازمان په یوه بیان کې ویلي چې له نورو مرستندویو موسسو سره په ګډه راستنو شویو افغانانو ته په وخت بیړنۍ مرستې او اړین خدمات وړاندې کوي.
آی او ام اندېښنه ښوولې چې د دغو راستنو شویو افغانانو ضرورتونه ډېر دي او د مرستو لپاره نورو بیړنیو منابعو ته سخته اړتیا لیدل کېږي.
په بدخشان کې د یوې غونډۍ د ښویدو له امله مرګ ژوبله اوښتې

په بدخشان کې د طالبانو چارواکي وایي چې د یاوان په ولسوالي کې د یوې غونډۍ د ښویدو له امله درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو ټپي شوی دی.
په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور امر حکمت الله محمدي وایي چې دا پيښه د دوشنبې په ورځ د « پتاب» په کلې کې رامنځته شوه. د ښاغلي محمدي په وینا درې تنه د نقیب الله، سمیع الله او شمس الله په نوم تر خاورې لاندې شوي او مړه شوي او د سید عمر په نوم یو تن ټپي شوی دی چې درملنه یې روانه ده.
د بدخشان په یاوان ولسوالي کې هرکال د مځکې د ښوویدو د پیښو په شمول طبیعي پیښې رامنځته کیږي.
۱۴ کلن سوریاونشي په (ای پي ایل) تاریخ جوړ کړ

د هند د کرکټ په غوره لیګ( ای پي ایل) کې د راجستان رایلز څوارلس کلن بټسمن ویبهاو سوریاونشي سلیزه جوړه کړه. دی په دې ډول د شل اوروه لوبو په تاریخ کې تر ټولو ځوان لوبغاړی شو چې سلیزه یې ووهله.
سوریا ونشي د افغان لوبغاړي راشد خان په توب په پرونۍ لوبه کې شپږیزه واخیسته او خپلې سل منډې یې جوړې کړې، د دې سلیزې بل کمال دا و چې د هند په غوره لیګ سیالیو کې دوهمه تیزه سلیزه ده، تر ده مخکې تیزه سلیزه په پنخه دیرش توپونو جوړه شوې وه.
چپ لاسي سوریا ونشي اووه څلویرزې او یولس شپږیزې ووهلې او په اته دیرش توپونو یې یوسل او یو منډې وکړې او وسوځید.
په دې لوبه کې راجستان رایلز د ګجرات لوبډلې ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه.
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې نن د سیلونو د بهیدلو امکانات شته

د افغانستان په لسو ولایتونو کې نن د بارانونو او احتمالي سیلونو وړاندوینه شوې ده.
د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون یې خپره کړه، ویلي دي چې په تخار، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، دایکنډي، غور، ننګرهار، لوګر او پکتیا کې له لسو تر پنځه ویشت ملي مترو پورې د بارانونو د وریدو اټکل کیږي.
په دې خبرپاڼه کې دا هم راغلې دي چې د افغانستان په یوشمیر شمالي، جنوب ختیځو، لویدیځو او مرکزي سیمو کې د سالنګونو په ګډون د تیزو بادونو امکانات شته، چې سرعت یې په بیلابیلو سیمو کې له پنځوس څخه تر سل کیلومتره په ساعت کې اټکل کیږي.