خبرونه
دهند صدراعظم من موهن سنګ ته نن د نوي ډيلي په يوه روغتون کي د زړه د جراحي عمليات لپاره بستري شو .
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د سویس د همکارۍ سازمان استازي له طالب چارواکو سره د بندیانو د حقونو په اړه خبرې وکړې
په افغانستان کې د سویس د همکارۍ سازمان استازي، د طالبانو د محبسونو د چارو ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو له مرستیال سره په کتنه کې د بندیانو د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د رعایت او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
یادې ادارې پرون (چهارشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د محابسو د پالیسۍ مرستیال ادعا کړې چې زندانونه په «اصلاحي او تعلیمي» مرکزونو بدل شوي او بندیانو ته د دیني، عصري او مسلکي زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
په همدې حال کې، د طالبانو د محبسونو اداره وايي چې د سویس د همکارۍ سازمان څخه یې غوښتنه کړې چې د بندیانو د خوړو د ښهوالي، د روغتیايي تجهیزاتو د برابرولو، د درملنې د مرکزونو د جوړولو، د متخصصو ډاکټرانو د ګمارلو، د ښځینه بندیانو لپاره د ورزشي اسانتیاوو د برابرولو او همدارنګه په زندانونو کې د لمریزې برېښنا د سیستمونو د جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، د سویس د همکارۍ سازمان استازي اریک مارکله، ژمنه کړې چې دا غوښتنې به وڅېړي.
تر اوسه د سویس د همکارۍ سازمان په رسمي ډول د دې کتنې په اړه څه نه دي ویلي.
د روسیې او تاجکستان ولسمشرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
د روسیې او تاجیکستان ولسمشرانو د دوهاړخیزو همکاریو، سیمهییزو مسایلو او د افغانستان د وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړي دي.
کرملین ماڼۍ پرون (چهارشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د تاجیکستان ولسمشر امامعلي رحمان په ټلیفوني خبرو کې د سیمې پر موضوعاتو او امنیتي مسایلو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د خپلو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیک مشارکت او اتحاد د لا پیاوړتیا لپاره پر متقابلې ژمنتیا هم ټینګار کړی دی.
که څه هم په خبرپاڼه کې د افغانستان په اړه د خبرو جزییاتو ته اشاره نه ده شوې، خو ویل کېږي چې د ټلیفوني تماس اصلي محور د افغانستان وضعیت او د سیمې لپاره د هغه امنیتي پایلې وې.
دا خبرې په داسې حال کې شوې دي چې تاجیکستان په دې وروستیو کې د افغانستان له خاورې د ناامنۍ د زیاتوالي خبر ورکړی دی.
په ایران کې پرون (چهارشنبې) د اعتراضونو څلورمه ورځ وه
د ایران په پلازمېنه او څو نورو ښارونو کې د پیل شویو اعتراضونو پرون (چهارشنبې) څلور ورځې پوره شوې.
د اعتراضونو دا نوې لړۍ په ازاد بازار کې د ډالر د ارزښت د بېساري لوړېدا پر ضد پیل شوې ده.
د چهارشنبې په ورځ د فارس ولایت له (فسا) ولسوالۍ څخه داسې ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې چې پکې ګڼ شمېر معترضان د ولسوال د دفتر مخته ښيي.
ویل کېږي چې په دې ښار کې امنیتي ځواکونو پر معترضانو اوښکې بهیوونکی ګاز کارولی او په ځینو تصویرونو کې لیدل کېږي چې معترضان د ولسوالۍ د دفتر د ودانۍ لور ته ډبرې ورغورځوي.
په همدې حال کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ګواکې معترضانو د فسا ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی دی.
د ملګرو ملتو یوشمیر مرستې د پاکستان لورته په تورخم کې د لارې پرانیستو ته انتظار دي
د پاکستان د ګمرک چارواکي وایي، نن د خوړو نړیوالې ادارې له لورې شاوخوا نهه موټر تورخم ته رسیدلي دي او د اداري کارونو له خلاصیدو وروسته به اجازه ورکړي چې د افغانستان لور ته واوړي.
په دې موټرو کې خوراکي مواد بار دي.
په تورخم کې د پاکستان د ګمرک یوه چارواکي صدیق اکبر نن( د ډسمبر ۳۱ مه) د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوالې ادارې له لورې دوی ته ویل شوې دي چې تر هغو دا موټر مه پریږدئ چې د افغانستان د لورې اجازه یې نه وي ترلاسه کړې.
د افغان طالبانو له لورې تر اوسه د دې موټرو د ورپریښودو په اړه څه نه دې ویل شوي.
پاکستان په اکتوبر کې له افغانستان سره تر جګړې وروسته دا لارې بندې کړې، بیا افغان طالبانو وویل چې له پاکستان سره به تجارتي لارې تر هغو بندې وي چې اسلام اباد بشپړ تضمین نه وي ورکړی چې دا لارې به بیا د سیاسي شخړو له امله نه تړي.
د کرکټ نړیوال جام ته افغان لوبډله اعلان شوه
د افغانستان کرکټ بورډ نن د نړیوال جام لپاره د راشد خان په مشرۍ لوبډله اعلان کړه.
په دې لوبډله کې عبداله احمدزی او اسحاق رحیمي هغه څیرې دي چې په ملي لوبډله کې ډير کله نه دې لوبیدلي.
ټاکل شوې ده چې د کرکټ د شل اورونو نړیوال جام د فبرروي په اوومه د هند او سریلانکا په کوربتوب پيل شي او یوه میاشت دوام وکړي.
په دې جام کې د نړۍ شل لوبډلې په څلورو ګروپونو کې لوبیږي، له افغانستان سره په ګروپ کې نیوزیلنډ، جنوبي افریقا، متحده عربي امارات او کاناډا یوځای شوې دي.
نړیوال جام ته د تیاریو په لړ کې به افغان لوبډله د جنوري له شلمې وروسته له ویسټ اینډیز لوبډلې سره د شل اورونو درې لوبې وکړي.
د ترکیې امنیتي ځواکونو د داعش د غړیو د نیولو خبر ورکړ
ترکیې د اسلامي دولت( داعش) د لسګونو مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړ.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا پر ایکسپاڼه لیکلي چې یوسل او پنځه ویشت داعشیان نن سهار په ترکیه کې نیول شوې دي.
د ترکیې د کورنیو چارو د وزیر په وینا دا کسان د ترکیې په پنځه ویشت ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د هممهاله عملیاتو په ترڅ کې توقیف شوې دي.
ترکیې اونۍ مخکې هم د داعش د یوسل او پنځلس کسانو د نیولو ادعا کړې وه او ویلي یې و چې دې کسانو غوښتل د کرسمس او نوي میلادي کال د مراسمو پرمهال په ترکیه کې بریدونه وکړي.
په فراه کې لسګونه کسان ژغورل شوي
د فراه په سیلونو کې یوشمیر ایسار کسان ژغورل شوې دي.
په فراه کې د طالبانو چارواکو نن وویل چې د مرکز په قرغ زرد او دزدک سیمو کې یې شاوخوا دوسوه کسان ژغورلي او خوندي ځایونو ته لیږدولي دي.
د فراه په ولایت کې د سې شنبې په شپه د سیلونو له امله د یوه کس د مړینې، د څلورو نورو د ټپي کیدو او خلکو ته د مالي زیانونو د اوښتو خبرونه خپاره شوې وو.
د سیلونو له امله د فراه په لرې پرتو سیمو کې هم د سر او مال د زیان د اوښتو خبرونه خپاره شوې دي خو تر اوسه له رسنیو سره دقیقې شمیرې نه دې شریکې شوي.
د بریتانیا په یوه روغتون کې له برید وروسته یو افغان نیول شوی
د بریتانیا پولیس د یوه شل کلن افغان د نیولو خبر ورکوي او وایي چې د بریتانیا په شمال لویدیځ کې یې د (نیوټن لي ویلوز) په روغتون کې سې شنبې ناوخته د اورسپنې پر یوې الې پنځه کسان برسیرن ټپيان کړې دي.
پولیسو ویلي دي چې مشکوک کس روغتون ته له ډاکټر سره د لیدو لپاره تللی و خو کله چې یې غوښتنه رد شوه په قهر شو، یو میز یې مات کړ بیا پر خلکو حمله وکړه.
په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو چارواکو ۹۹ بهرني سفرونه کړي
د طالبانو ویاند وایي، په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د دوی د حکومت او نړیوالو اړیکي پراخ شوي دي.
ذبیح الله مجاهد نن د دوه زره پنځه ویشتم کال په وروستۍ ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د دې کال په ترڅ کې روسیې د دوی حکومت په رسمیت وپیژانده او د دوی د کابینې غړیو د ریاست الوزرا د مرستیالانو په شمول نهه نوي بهرني سفرونه کړې دي چې د دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا سبب شوې دي.
د طالبانو حکومت په تیرو څه باندې څلورو کلونو کې چې کابل یې نیولی دی، له بهرنیو هیوادونو سره د اړیکو د ټینګیدو هڅې کړې دي، خو نړیوالو د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی او پر دوی انتقاد کوي چې بشري حقونه، په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقوق یې نه دې ورکړي. طالبان بیا دا خبره ردوي او ټینګار کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې دا حقوق رعایت کړې دي.
د ایران په پلازمینه او شمیر ښارونو کې د حکومت ضد لاریونونه
په ایران کې لاریونونه له پلازمېنې تهران څخه نورو ښارونو ته غځیدلي دي. دا اعتراضونه د انفلاسیون او د پیسو د ارزښت د کمیدو له کبله له پلازمینې تهران څخه نورو ښارونو ته خپاره شوې دي.
اعتراضونه د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه پيل شول چې د امریکایي ډالر پر وړاندې د ایراني ریال بیه تر بل هر وخت ټیټه شوه، نو همهغه و چې د تهران په لوی بازار کې دوکاندارانو اعتصاب وکړ.
د راپورونو له مخې له تهرانه پرته، په کرج، همدان، ملارد، قشم، کرمانشاه، شیراز، اصفهان او یزد کې هم مظاهرې شوې دي.
پولیسو په ځینو سیمو کې د لاریونوالو د خورولو لپاره له اوښکي بهوونکي ګازه کار اخیستی دی.