خبرونه
امريکائي او افغاني ځواکونو د زابل په ولايت کې د طالبانو لټون ته دوام ورکړ٠ هند د افغانستان د بيارغونى دپاره دوه سوه ميلونه ډالره بيل کړيدي٠ نړيوالى ټولنى د هند بمى چاودنه غندلى ده٠
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
یوناما د اقلیمي بدلون په وړاندې مبارزې لپاره د عمل پر لور د حرکت غوښتنه کړې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په دوبۍ کې د اقلیمي بدلون په باب د رابلل شوې غونډې له برخهوالو د دې نړیوالې ستونزې پر وړاندې د مبارزې لپاره له پوهاوي د عمل پر لوري د حرکت غوښتنه کړې ده.
دغې ادارې نن په یه اعلامیه کې ویلي، اقلیمي بدلونونو او فشارونو د میلیونونو افغانانو ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی.
د یوناما د اعلامیې له مخې، 'افغانستان د اقلیمي بدلون له اغېزو څخه د لسو تر ټولو زیانګالو او لږو چمتو هیوادونو په ډله کې دی.'
د یوناما د معلوماتو له مخې نږدې ۲۰ میلیونه افغانان د پرله پسې درېیم کال وچکالۍ، اقتصادي ستونزو، وروستیو ویجاړوونکو زلزلو او نورو طبیعي پېښو له امله د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له بېړني یا بحراني وضعیت سره مخامخ دی.
په هرات کې نامعلومو وسلهوالو د دوو دیني عالمانو په ګډون ۶ کسان وژلي

د هرات ولایت په جبرئیل ښارګوټي کې د نامعلومو وسلهوالو د ډزو په نتیجه کې د دوو دیني عالمانو په ګډون ۶ کسان وژلي دي.
د افغانستان محلي رسنیو راپور ورکړی، په دې پېښه کې چې نن جمعه شوې درې نور کسان ټپیان شوي دي.
ځینو سرچینو ویلي، دغه کسان د جمعې تر لمانځه وروسته خپلو کورونو ته روان وو چې ورباندې حمله شوې ده.
په هرات کې د طالبانو چارواکو د دې موضوع په باب تبصره نه ده کړې.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ تېره جمعه د نومبر ۲۴مه په هرات کې د دوو نورو شیعه دیني عالمانو د وژل کېدو پر پېښه خواشیني ښودلې وه.
د محلي رسنیو په وینا، د رجب اخلاقي او خادم حسین په نوم دوه شیعه دیني عالمان د نومبر پر ۲۳مه د موټرسایکل سپرو کسانو له خوا ووژل.
د دغو پېښو مسوولیت چا نه دی منلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: داعش ډله په افغانستان کې فعاله ده

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې چې تېره شپه خپور شو، ویلي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان ولایت څانګه، په افغانستان کې فعاله ده.
په دغه راپور کې چې په ۲۰۲۲م کال کې په نړۍ کې تروریستي فعالیتونو ته کتنه شوې راغلي، د داعش د خراسان څانګې پر طالبانو او ملکي افغانانو په ځانګړي شیعه ګانو حملې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه راپور کې وايي چې د داعش خراسان څانګې له پولو ها خوا په پاکستان، تاجکستان او ازبکستان کې هم حملې کړي او پر غربي هېوادونو د حملو لپاره یې خپل هوډ ساتلی دی.
دغه راپور کې دغه راز د القاعده شبکې او په هغې پورې د تړلو ډلو یادونه هم شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د هند په نیمه لویه وچه کې فعالې وې، خو له افغانستانه پر غربي هېوادونو د حملې ځواک یې نه درلود.
که څه هم طالبانو ویلي نه پرېږدي چې تروریستي ډلې د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادونو د حملې لپاره کار واخلي، خو د امریکاد بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې راغلي چې نه ده معلومه طالبان کولي شي د القاعده، تحریک طالبان پاکستان او داعش په څېر د ډلو د هغه ګواښ په وړاندې چې نورو هېوادونو یې پېښوي، مبارزه مبارزه وکړي که نه.
راپور کې طالبانو د القاعده شبکې پخواني مشر ایمن الظواهري ته پناه ورکړې وه چې د تېر کال په جولای میاشت کې په کابل کې د امریکا په یوه هوايي حمله کې ووژل شو.
د طالبانو حکومت لا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور په باب عکس العمل نه دی ښودلی.
طالبان: بلال کریمي د چین له خوا د سفیر په توګه ومنل شو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوی د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د چین له خوا د سفیر په توګه ومنل شو.
د طالبانو په وینا، د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یوی شاویونګ د بلال کریمي هرکلی کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې کریمي نن جمعه خپل باورلیک د چین د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو لوی رییس ته وسپاره.
که څه هم د چین په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو چین، پاکستان، روسیې، ایران، ترکیې او ځینو نورو هېوادونو د طالبانو ډیپلوماتان منلي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي پر تازه ارزونه بحث شوی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام دایمي استازي نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د کاناډا، قطر او بریتانیا د دایمي استازولیو مننه کړې چې د افغانستان په اړه یې 'د افغانستان د دوستانو ډلې' پرونۍ غونډه تنظیم کړې وه.
په پرونۍ غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو پر تازه ارزونه بحث شوی دی.
فایق نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي، د ارزونې د سپارښتنو د اجرا لپاره هر ډول فوري اقدام باید په ځانګړو شرایطو او د لارې په یوې نقشې پورې مشروط وي او د اقداماتو د یوه پروګرام له لارې مخ ته لاړ شي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره چهارشنبه د تړلو دروازو تر شا په خپله خصوصي غونډه کې د سینیرلي اوغلو پر ارزونه بحث وکړ.
د فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان د وضعیت په باب په خپله ارزونه کې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټېرېش هم تایید کړې، راتلونکي لیدلوري ته کتنه کړې ده.
دغه راپور چې څه باندې دوې اوونۍ مخکې امنیت شورا ته وړاندې شوی و، د افغانستان د اوسني بحران د حل لپاره پر 'بین الافغاني مذاکرو' او په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام د لارو چارو وړاندیز کوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په مارچ میاشت کې د دغه سازمان له سرمنشي انټونیو ګوټېرېش څخه وغوښتل چې د افغانستان د وضعیت په اړه يوه خپلواکه ارزونه وکړي او په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د موجوده ننګونو د حل لپاره د یوې متحدې او همغږې نړیوالې تګلارې په اړه خپل وړاندیزونه د نومبر تر ١٧ وړاندې کړي.
د سینیرلي اوغلو ارزونه وړاندیز کوي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او اقتصادي پرمختګ د ټینګښت او د ټولګډونه حکومت د رامنځته کولو لپاره باید یو ملي بحث پیل شي.
د زلزله ځپلو لاسنیوی؛ د قطر ۵۰ ټنه بشري مرسته هرات ته رسېدلې

هرات ولایت ته د قطر هېواد د ۵۰ ټنه بشري مرستو د رسېدو خبر ورکړل شوی دی.
د افغانستان محلي رسنیو پرون پنجشنبه راپور ورکړی چې دغه مرستې د هرات د زلزله ځپلو لپاره دي چې پرون دغه ولایت ته ورسېدې.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې یا اوچا تېره چهارشنبه په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې ویلي چې په هرات کې له زلزلې د شپږو اوونیو له تېرېدو وروسته بشري مرستندویه ټولنو د ۲۴۲ زره او ۴۰۰ اغېزمنو کسانو لاسنیوی کړی دی.
د هغې زورورې زلزلې د قدرت اندازه د ریښتر په کچه ۶،۳ ثبت شوې چې ورپسې څو نورې زلزلې هم شوې وې.
اوچا دا هم ويلي، دغو زلزلو په مستقيم ډول شاوخوا ٢٧٥ زره کسان اغېزمن کړي دي.
د زلزلې په نتیجه کې تر ۱۵۰۰ زیات کسان مړه شوي او په زرګونو نور ټپیان شوي وو.
ملګري ملتونه: بشري مرستې د میلیونونو افغانانو لپاره د ژغورنې یوه لار ده

د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره یا 'یو این ډي پي' وايي، په افغانستان کې بشري مرستې د میلیونونو کسانو لپاره د ژغورنې یوه لار ده.
د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون په خپله ایکس شبکه کې لیکلي: "د اتکا د دایرې ماتېدل په دې معنی دي چې موږ باید پر ځینو برخو پانګه وکړو."
د ساري په ډول دغې ادارې د خلکو اساسي بشري اړتیاوې، د خصوصي سکټور پراختیا، د ښځو اقتصادي پیاوړتیا، اقلیمي بدلون او نور مسایل یاد کړي، چې باید پام ورته وشي.
نړیوالو سازمانونو ویلي، په تېرو څه باندې دوو کلونو کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بشري بحران پراخ شوی دی.
د ملګرو ملتونو متخصصان: په سوډان کې جنسي زور زیاتی د قومي انګېزې له مخې شوی

د ملګرو ملتونو په لسګونو متخصصانو پرون پنجشنبه وویل په جګړه ځپلي سوډان کې له جنسي زورزیاتي د جګړې د ابزار په توګه کار اخیستل کېږي.
د دغو متخصصانو په وینا، په ځینو مواردو کې دغه جنسي زور زیاتی د قومي انګېزې له مخې شوی دی.
د ملګرو ملتونو دغو متخصصانو غوښتنه کړې چې له عاملانو سره باید حساب کتاب وشي.
له اپرېل میاشتې د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان ته وفادار ځواکونه چې دا مهال پر سوډان واکمني کوي او د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم د ملېشهوو ترمنځ چې مشري یې محمد حمدان دقلو کوي جګړه روانه ده.
د ځینو شمېرو له مخې په دې جګړه کې تر ۱۰زرو ډېر کسان وژل شوي او ملګرو ملتونو ویلي چې ۶ میلیونه او درې لکه نور کسان له خپلو کورونو کډې کولو ته اړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو خپلواکو متخصصانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، دوی ته د جګړې د ابزار په توګه د جنسي ځورونې په ګډون د جنسیت پر اساس د زور زیاتي راپورونه رسېدلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د برلاسۍ حاصلولو، د دوی د ډارولو او مجازاتو لپاره کارول شوي دي.
د افغانستان ازادۍ جبهې په کاپیسا کې د څلورو طالبانو د وژلو ادعا کړې

د طالبانو یوه عمده مخالفه ډله، د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان په خم زرګر سیمه کې تېره شپه د دوی وسلهوالو د طالبانو پر یوه پوسته حمله کړې چې وروسته په وسلهواله نښته کې ۴ طالبان وژل شوي او ۲ تنه یې ټپیان شوي دي.
د ازادۍ جبهې نن په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی ته یوه اندازه وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي دي.
طالبانو د دې موضوع په باب تبصره نه ده کړې.
چارواکي: د عراق ختیځ کې د چاودنې او ډزو له کبله لږترلږه ۱۱ ملکیان وژل شوي

د عراق دوو امنیتي چارواکو نن جمعه ویلي، د دغه هېواد په ختیځ کې د یوې چاودنې او ډزو له کبله لږترلږه ۱۱ ملکیان وژل شوي دي.
د دیاله والي مثنی التمیمي د پروني ماښام د دې پېښې مسوول د یوې افراطي ډلې وسلهوال بللي دي.
د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د حملې هدف هغه میني بس موټر و چې ملکیان یې د انتخاباتو په اړه له یوې غونډې راستنول.
دغه غونډه د دغو ملکیانو د خپلې قبیلې د کاندیدانو له خوا تنظیم شوې وه.
د دیالي والي دا د اسلامي دولت ډلې د افراطي وسلهوالو کار بللی دی.
مثنی التمیمي په خپل فېسبوکپاڼه کې له امنیتي ځواکونو غوښتي چې د افراطي وسلهوالو د شبکو په وړاندې لا شدید اقدامات وکړي.
د اسلامي دولت ډلې یا داعش لا د دې حملې مسوولیت نه دی منلی.