خبرونه
په افغانستان کي دوسله والو ډلو مشرانو دزرگونو گوندي جنگياليو پرځاي په هيواد کي ديوي ملي اردودرامينځ ته کولو داړتيا په هکله موافقه کړي ده ٠ دعراق دنسکور شوي رژيم دپنځه پنځوسو هغو غړو څخه چي دايتلافي ځواکونو له خوا يي دنيولو لپاره هلي ځلي کيږي _ دوه تنه نورهم دامريکايي ځواکونو گوتو ته ورغليدي ٠ امريکايي متقاعد جنرال چي دعراق د بيارغوني هلو ځلو په څارنه ټاکل شوۍ بغداد ته دتلو لپاره تياري نيسي ٠ په غزه او لويديځه غاړه کي دنويو نښتو له امله شپږ کسه فلسطينيان او يو اسرائيلي عسکر وژل شوي دي ٠ داندونيزيا جمهور رئيسه ميگاواټي سوکارنو پوتري نن په کرملين کي دروسيے جمهور رئيس ويلاديميرپوتين سره خبري کوي ٠ سلطان محمد سرور
دغه اعلان په کابل کي دهغي دوه ورځنۍ غونډي په پاي کي شوۍ چي په هغي کي د افغانستان دبيلابيلو وسله والو ډلو مشرانو، حکومتي چارواکو او په هيواد کي ميشته امريکايي ځواکونو قوماندانانو برخه اخيستي ٠
دافغانستان ولس مشر حامد کرزۍ هلي ځلي کوي چي اويا زره کسيزه يوه ملي اردو تر دوه زره نهم کاله پوري په هيواد کي دمحلي مليشو ځاي ونيسي ٠
دعراق دنسکور شوي رژيم دپنځه پنځوسو هغو غړو څخه چي دايتلافي ځواکونو له خوا يي دنيولو لپاره هلي ځلي کيږي _ دوه تنه نورهم دامريکايي ځواکونو گوتو ته ورغليدي ٠
چارواکي وايي دعراق دپخواني رژيم دلوړو زده کړو وزير عبدالخالق عبدالغفار او دصدام حسين زوم جمال سلطان تکريتي ديکشنبي په ورځ نيول شوي د ي ٠
دعراق ملي کانگرس ويلي دي چي دصدام حسين زوي او دهغه يو شخصي ساتونکۍ له سوري څخه هيواد ته ستانه شوي چه دوي ته ځانونه تسليم کړي ٠
جمال سلطان چه ښايي امريکايي ځواکونو ته وسپارل شي دصدام حسين کورنۍ ته نژدي لومړي کس دۍ چي نيول کيږي ٠
په دي سره دعراق دپخواني رژيم دپنځه پنځوسو هغو غړو څخه چي دنيولو لپاره يي هڅي کيږي اوه کسه دامريکايي ځواکونو لاس ته ورځي ٠
له بلي خوا دامريکا جمهور رئيس جورج بوش ويلي دي چي داسي مثبتي نښي ليدل کيږي چي سوري امريکايي هغو غوښتنو ته پاملرنه کړي چه دصدام حسين درژيم غړو ته دي په هيواد کي پنانه ورکوي ٠
دغه راز دامريکا جمهور رئيس ويلي دي چي دځينو عراقيانو له خوا امريکايي ضد مظاهري ده ته دانديښني وړ نه دي ٠
جورج بوش وايي : ٠٤٢٠١٥
زه انديښنه نه لرم ، آزادي ښکلي ده او کله چي خلک آزاد وي ،دوي کوالي شي خپل نظر څرگند کړي ٠ عراق ته زمونږ له ورتگ نه دمخه دوي نه شو کولاي خپل نظر څرگند کړي ، اوس يي کولاي شي ٠ ماتل داويلي چي ديموکراسي به پياوړي وي ٠ له غلامۍ نه آزادي ته اوښتل آسانه نه بريښي خو دا کاربه ځکه ترسره شي چي آزادۍ دبشر غريزه ده ، دوي غواړي چه آزاد اوسي ٠
نو طبيعي خبره ده چي ځيني خلک خپل نظر څرگندوي او مونږ ددي هرکلۍ کوو ٠
دغه راز ديکشبني په ورځ دملگرو ملتونو له خوا دخوراکي موادو دمرستي لومړۍ کاروان له اردن څخه له څلور ورځنۍ سفر نه وروسته بغداد ته ورسيده ٠
دپنځوسو لاريو دغه کاروان کي يو زرو څلورسه متريک ټنه اوړه بغداد ته رسول شوي دي ٠
امريکايي ځواکونو اعلان کړۍ چي ديوي اونۍ په ترځ کي به دبغداد هوايي ډگر دمرستو رسوني الوتنو لپاره بيا پرانيستل شي ٠
امريکايي متقاعد جنرال چه دجورج بوش داداري له خوا دعراق بيا رغوني دکارونو دڅارني لپاره ټاکل شوي بغداد ته دتگ لپاره تياري نيسي ٠
دواشنگتن پوست ورځپاڼه وايي : متقاعد ډگر جنرال جاي گارنر به نن دخپل دفتر له چارواکوسره له کويټ نه دبغداد په لور وخوځيږي ٠
درويتر خبري آژانس هم دامريکايي چارواکو په حواله ددي خبر ټينگار کړۍ دۍ ٠
جنرال جاي گارنر ټاکل شوۍ چي دعراق دبيارغوني او بشري مرستو اداري مشري وکړي ،چه دغه اداره دعراق دبياآبادۍ او په پاي کي دعراقيانو له خوا يولنډمهالي حکومت جوړولو ته زمينه برابر ه کړي ٠
جنرال جاي گارنر دامريکايي څلورسوه کسيزي يوي پوځي او ملکي اداري مشري کوي چه په عراق کي يوه لنډمهالي اداره رامينځ ته کړي اوعراق ديوخپلواک او ډيموکرات هيواد لور ته وخوځوي ٠
دغه راز _ دغه اداره دادنده هم په غاړه لري چي بشري مرستي سمبال کړي او دعراق اقتصاد ورغوي ٠
په غزه او لويديځه غاړه کي دنويو نښتو له امله شپږ کسه فلسطينيان او يو اسرائيلي عسکر وژل شوي دي ٠
پرون شپه دغزي د تړانگي رفح په سيمه کي دمصر پولو ته نژدي دکډوالو په يو کمپ باندي داسرائيلي ځواکونو ديرغل په ترځ کي پنځه کسه فلسطينيان او يو اسرائيلي عسکر وژل شوي دي ٠
په لسگونه نور کسان په دغو نښتو کي ټپيان شوي دي ٠
اسرائيلي ځواکونه نن سهار له دغي سيمي وتي دي ٠
داسرائيلو اردو ويلي دي چي ددوي ځواکونو په سيمه کي دفلسطيني يومليشه کورنړولۍ او دوه هغه تونلونه تړلي دي چه ويل کيږي له پولي پوري غاړه دمصر له لوري دوسلو په قاچاق کي ورڅخه کار اخيستل کيده ٠
په يوه بله پيښه کي په لويديځه غاړه کي اسرائيلي ځواکونو يو هغه فلسطيني تنکۍ ځوان وژلۍ چه غوښتل يي په اسرائيلي موټرو دپترولو بم غوځارکړي ٠
دفلسطيني مرکچيانو مشر صائب عريقات ويلي دي چي درقح په سيمه داسرائيلو داردو يرغل _دسولي کړنلاره له گواښونو سره مخاخ کړي ده ٠
داندونيزيا جمهور رئيسه ميگاواټي سوکارنو پوتري نن په کرملين کي دروسيے جمهور رئيس ويلاديميرپوتين سره خبري کوي ٠
اټکل کيږي چي په دي خبرو کي به داندونيزيا دپوځ په نوښت کي دروسي مرستي وڅيړل شي ٠
روسي خبري آژانسونه وايي توقع کيږي چي داندونيزيا چارواکي به دڅلورو روسي سوخوي ډوله جنگي الوتکو رانيولو لپاره يوه معامله لاس ليک کړي ٠
په دي هکله دروسي چارواکو له خوا په رسمي توگه کومه تبصره نه ده شوي ٠
دغه راز اټکل کيږي چي داندونيزيا او روسيے مشران به دتروريزم په وړاندي جگړه کي ددواړه هيوادونو ترمينځ مرستي او په عراق کي وضع وڅيړي ٠
دروسيے او اندونيزيا حکومتونو په عراق کي دجگړي په وړاندي مخالفت څرگند کړۍ ٠
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو چارواکو ۹۹ بهرني سفرونه کړي
د طالبانو ویاند وایي، په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د دوی د حکومت او نړیوالو اړیکي پراخ شوي دي.
ذبیح الله مجاهد نن د دوه زره پنځه ویشتم کال په وروستۍ ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د دې کال په ترڅ کې روسیې د دوی حکومت په رسمیت وپیژانده او د دوی د کابینې غړیو د ریاست الوزرا د مرستیالانو په شمول نهه نوي بهرني سفرونه کړې دي چې د دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا سبب شوې دي.
د طالبانو حکومت په تیرو څه باندې څلورو کلونو کې چې کابل یې نیولی دی، له بهرنیو هیوادونو سره د اړیکو د ټینګیدو هڅې کړې دي، خو نړیوالو د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی او پر دوی انتقاد کوي چې بشري حقونه، په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقوق یې نه دې ورکړي. طالبان بیا دا خبره ردوي او ټینګار کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې دا حقوق رعایت کړې دي.
د ایران په پلازمینه او شمیر ښارونو کې د حکومت ضد لاریونونه
په ایران کې لاریونونه له پلازمېنې تهران څخه نورو ښارونو ته غځیدلي دي. دا اعتراضونه د انفلاسیون او د پیسو د ارزښت د کمیدو له کبله له پلازمینې تهران څخه نورو ښارونو ته خپاره شوې دي.
اعتراضونه د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه پيل شول چې د امریکایي ډالر پر وړاندې د ایراني ریال بیه تر بل هر وخت ټیټه شوه، نو همهغه و چې د تهران په لوی بازار کې دوکاندارانو اعتصاب وکړ.
د راپورونو له مخې له تهرانه پرته، په کرج، همدان، ملارد، قشم، کرمانشاه، شیراز، اصفهان او یزد کې هم مظاهرې شوې دي.
پولیسو په ځینو سیمو کې د لاریونوالو د خورولو لپاره له اوښکي بهوونکي ګازه کار اخیستی دی.
د اوکراین په اودیسا ښار کې د روسیې په بریدونو کې درې ماشومان ټپیان شوي
اوکرایني چارواکي وايي، "پر اودیسا ښار د روسیې په بریدونو کې د دریو ماشومان په ګډون څلور کسان ټپیان شوي دي".
ددغه ښار پوځي مشر نن چهارشنبې پر خپل تلګرام کې لیکلي، "د روسیې بې پیلوټه الوتکو زموږ کورونه، لوجستکي او د انرژي د تولید سیمې په نښه کړې دي".
دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه دي چې د اوکرایین د ولسمشرۍ دفتر د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر استوګن ځاي د بې پیلوټه الوتکو بریدونه رد کړل او مسکو يې د غلطو معلوماتو په خپرولو تورن کړ.
کرملین پرون سه شنبې ادعا کړې وه چې،"بې پیلوټه الوتکو د نووګورود په سیمه کې چیرته چې د پوتین استوګن ځای دی برید کړې دی".
وړاندې راغلي و چې دا برید پر "پوتین برید دی" دی.
بل پلو، تمه ده د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د جنوري په شپږمه په فرانسه کې له خپلو لویدیزو متحداین سره له روسیې سره د سولې د خبرو اترو په اړه وګوري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ ویلي و، اوکرایین او روسیه د بل هر وخت پرتله سولې ته نژدې شوي دي.
نن د خالدې ضیا د جنازې مراسم په ډاکه کې ترسره کیږي
نن د بنګله دیش د پخوانۍ صدراعظمې خالدې ضیا د جنازې مراسم دي.
هغه چې د بنګله دیش لومړنۍ ښځینه صدراعظمه وه پرون سهار د ۸۰کلنۍ په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړه شوه.
د محمد یونس په مشرۍ د بنګله دیش موقت حکومت په دې هېواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی او تمه ده چې د خالدې ضیا د جنازې لمونځ د پارلمان د باندې وشي.
د هغه مړی به د بنګله دیش د پخواني ولسمشر او د هغې د خاوند ضیالرحمن ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي.
موقت حکومت اعلان کړی چې په ټولو امنیتي پوستو کې به بیرغ نیمه ځوړند وي.
د خالدې ضیا د جنازې په مراسمو کې به د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران هم ګډون ولري.
اغلې ضیا چې درې ځلې د بنګله دیش د صدارعظمه په توګه ټاکل شوې وه، په ۲۰۱۸کال کې د شیخ حسینې په حکومت کې په مالي فساد تورنه او نورو هېوادونو ته له تګ څخه راوګرځول شوه.
د کډوالو نړیوال سازمان؛ طبیعي افتونو افغانان بشري مرستو ته اړمن کړي
د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) وايي، د طبیعي پېښو له کبله له ۲۷زرو څخه زیاتو زیانمنو شویو کورنیو سره يې مرستې کړي دي.
دغه سازمان د سه شنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، په مرستو شویو توکو کې نقدې پیسې، اضطراري سرپناه، غیرخوارکي توکې، اوبه او روغتیايي خدماتونه شامل دي.
ای او ایم وايي، له دغو زیانمن شویو څخه نژدې ۱۵زره کورنیو مالي مرستې او خیمې ترلاسه کړي دي.
د دغه سازمان په ټکو، افغانستان له طبیعي افتونه لکه زلزلې او سیلابونه سره مخ هېواد دی او اقلیمي بدلونو دغه ستونزه لا پسې ډیر کړې ده.
ای او ایم خبرداری ورکړی چې اقلیمي بدلون او په افغانستان طبیعي پېښې بشري مرستو ته د خلکو اړتیا لا پسې زیاتوي.
دغه سازمان له دې وړاندې ویلي چې د روان کال په لومړیو څلور میاشتو کې څه باندې ۳۰۰ زره افغانان د اقلیمي بدلون، وچکالۍ، داخلي کډوالۍ او له نورو هېوادونو څخه له اخراج سره مخ شوي چې عاجلو بشري مرستو ته اړمن دي.
سږکال د تیر پرتله پاکستان کې امنیتي پېښې شل سلنه زیاتې شوي
په پاکستان کې د شخړو او امنیت څیړنیز مرکز وايي، په ۲۰۲۵کال کې په دې هېواد کې د وسله والو په بریدونو کې ۱۷سلنه زیاتوالی راغلی دی.
دغه مرکز په خپل کلني راپور کې چې د ډیسمبر په ۲۹مه خپور شوی ویلي چې د تیر کال پرتله په امنیتي بریدونو کې اوښتې مرګژوبله ۷۳سلنه لوړه شوې او له ۲۰۱۵کال راهیسې دا کال تر ټولو خونړی کال یاد شوی دی.
په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۵کال کې تر ټولو ډیر ځانمرګي بریدونه شوي او ډیر مرګژوبله يې ملکیانو ته اړولې ده.
د راپور له مخې، اکثره دغه امنیتي پېښې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.
په راپور کې وړاندې راغلي چې سږکال په ټول پاکستان کې څه باندې زر امنیتي پېښې ثبت شوي، خو په ۲۰۲۴کال کې د ورته پېښو شمیر ۹۰۸ ته رسیده.
د راپور په ټکو، دغو امنیتي پېښو کې له ۳۳زرو ډیر کسان وژل شوي دي.
د افغانستان واورین سړي د معلولو کسانو د ملاتړ په موخه د ورزشي حرکتونو لړۍ پیل کړې
عبدالقاسم فردوسي چې د "افغانستان د واورین سړي" په نوم مشهور دی د غور ولایت په مرکز کې د معلولیت لرونکو د ملاتړ په موخه د ورزشي حرکتونو لړۍ پیل کړې ده.
فردوسي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، " د دغو ورزشي حرکتونو موخه يې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د مالي ملاتړ او کاري فرصتونو برابرولو ته د خلکو پام وراړول دي".
فردوسي چې بوکسر دی، نژدې لس کاله کیږي چې په عامه ځایونو کې ورزشي حرکتونه ترسره کوي.
هغه میاشت وړاندې د کابل ـ غور لویې لارې د جوړیدو په موخه په عامه ځایونو کې ورزشي حرکتونه ترسره کړي وو.
په کراچۍ کې د وژل شوې افغانې ښځې خاوند نیول شوی
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو جنرال قنسوال عبدالجبار تخاري وايي، هغه سړی نیول شوی چې وړمه ورځ یې د دې ښار په سهراب ګوټ کې د ښځې او ماشومانو مړي موندل شوي وو.
د تخاري په خبره، پولیسو د فاطمې خاوند چې نجیب الله نومیږي او په خټه پاکستانی دی، نیولی دی.
د کراچۍ پولیسو پاکستاني رسنيو ته وړمه ورځ ويلي و چې "د ۳۰کلنې فاطمې او د هغې د درېيو ماشومانو مړي د کراچۍ ښار د سهراب ګوټ سيمې په يوه کور کې موندل شوي دي".
پوليسو ویلي چې د ټولو قربانيانو په غاړه کې د رسيو يا زندۍ کېدو نښې ليدل شوي دي.
پولیسو وړاندې ویلي و، په ماشومانو کې يوه اووه کلنه نجلۍ او دوه هلکان دي چې عمرونه یې دوه او څلور کاله ښودل شوي دي.
تراوسه معلومه نه ده چې دا ښځه او ماشومان يې چا وژلي دي، خو د طالبانو جنرال قنسول وايي، عاملانو ته به يې سزا ورکړي.
بدخشان کې ترافیکې پېښې د ۷ کسانو ژوند اخیستی دی
د بدخشان په مایمي ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۷ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د دې ولایت د امینې قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار رسنیو ته نن سه شنبې ویلي، "پېښه د مایمي ولسوالۍ په ورفک سیمه کې د فولډر موټر د چپه کیدو له کبله رامنځته شوې ده".
د کامګار په خبره، ټپیان نژدې روغتون ته انتقال شوي دي.
په افغانستان د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي اصولو نه رعایت د ډیرو ترافیکي پېښو اصلي لامل ګڼل کیږي.
د ترکیې پولیسو نژدې څلور سوه کسان داعش ډلې د اړیکو په تور نیولي دي
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وايي، د داعش ترهګرې ډلې پر ضد عملیاتو کې يې نن سې شنبې ۳۵۷ شکمن کسان نیولي دي.
دا شکمن کسان په داسې حال کې نیول شوي چې پرون دوشنبې د ترکیې په شمال لویدیځ کې په یوه وسله واله نښته کې درې پولیس وژل شوي او شپږ وسله وال کسان ټپیان شوي وو.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وايي چې دا عملیات د ترکیې په ۲۱ولایتونو کې شوي دي.
له دې وړاندې د استانبول لوی څارنوالی اعلان کړی و چې پولیسو د دې ښار په ۱۱۴ سیمو او دوو نورو ولایتونو کې ډیر شمیر اسناد او ډیجیټالي مواد ضبط کړي دي.
اوونۍ وړاندې د ترکیې پولیسو له سلو ډیر کسان له داعش ترهګرې ډلې سره د تړاو په تور نیولي وو.
پولیسو هغه مهال ویلي وو، " دې کسانو د کریسمس پر مراسمو د برید پلان درلوده".