د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۵

خبرونه

دعراق په شمال کي داشتباهي بمبار له امله لږترلږه اتلس کردي جنگيالي وژل شوي دي ٠

دعراق په شمال کي داشتباهي بمبار له امله لږترلږه اتلس کردي جنگيالي وژل شوي دي ٠
____________________________________________________________________

کردي چارواکي وايي پرون دعراق په شمال کي دکردي جنگياليو او امريکايي ځانگړو ځواکونو په يوګډ کاروان باندي دامريکايي الوتکو داشتباهي بمبار له امله لږترلږه اتلس کسه کردي جنگيالي مړه او پنځه څلويښت کسه نور ټپيان شوي دي ٠
دکردستان دديموکراتيک گوند وياند هوشيار زيباري وويل په دي پيښه کي اتلس کردي جنگيالي وژل شوي دي ٠
خودامريکايي سرتيرو دمرگ ژوبله نه ده څرگنده شوي ٠
دغه راز هوشيار زيباري وويل چه دکردي مشر مسعود بارزاني ورور وجيه بازراني هم په دي پيښه کي سخت ټپي شوي دي ٠
دامريکايي ځواکونو مرکزي قومانداني په يو بيان کي ويلي دي چي کيداي شي د ايتلافي هوايي ځواکونوبمبار دموصل ښار شمال ته دامريکايي ځانگړيو ځواکونو او کردي دوستو ځواکونوسيمي ته غځيدلۍ وي ٠
په يو بله جلا پيښه کي په عراق دروسي ديپلوماتانو په يو کاروان باندي چه په بغداد کي دروسي سفيرهم په کي وو ،، له ښار نه دوتو په مهال ډزي شوي دي ٠
دروسي دبهرنيو چارو وزارت وياند الکسندر ياکووينکو وويل په دي پيښه کي پنځه کسه ټپيان شوي دي ٠
درپوټونو له مخي پخپله سفير ويلاديمير تيتورينکو نه دۍ ټپي شوۍ ٠
دانه ده څرگنده چي په کاروان باندي ډزي دچا لخوا شوي دي ٠
يو روسي ژورنالست چه په دغه کاروان کي وو ويلي دي چي کاروان دعراقي قواوو او امريکايي ځواکونو ترمينځ په ډزو کي راگيرشوي وو او له پيښه څو شيبي وروسته دامريکايي ځواکونو يو کاروان دروسي ديپلوماتانو دموټرو ترڅنگ تير شو ٠
امريکايي پوځي چارواکو ويلي دي چي دوي په دي هکله څيړني پيل کړي دي خو په دي ټينگار کوي چي ددغي پيښي په مهال په دي سيمه کي ايتلافي ځواکونه نه وو ٠

دمتحده ايالاتو بهرنيو چارو وزير کولين پاول دروسي بهرنيو چارووزير ايگور ايوانوف سره په يو تلفوني تماس کي ددغي پيښي په هکله خواشيني څرگنده کړي ده ٠

افغاني ځواکونو دطالبانودوه جنگيالي وژلي او اوه کسه نوريي نيولي دي ٠
افغان چارواکي وايي دافغانستان دحکومت ځواکونو دهيواد په جنوب کي دپټي په يو ځاي باندي دبريد په نتيجه کي دطالبانو دوه شکمن جنگيالي وژلي او اوه کسه نوريي نيولي دي ٠
دافغانستان يو پوځي قوماندان حاجي احمد شاه خان پرون وويل دغه عمليات پرون شپه دسپين بولدک ښار شمال ته ديرش کيلومتره ليري شوي دي ٠

ايران او ترکيه د خپلواکه کردي دولت فکر ردوي ٠

دايران بهرنيو چارو وزير کمال خرازي پرون دترکي په پايتخت انقره کي دهيواد بهرنيو چار وزير عبدالله گل سره دخبرو په پاي کي وويل چه له جگړي وروسته عراق کي ښايي د گاونډيو هيوادونو ښيگڼو ته پاملرنه وشي ٠

دايران بهرنيو چارو وزير وويل دغه هيواد دعراق دويش او په شمال کي دکردي دولت دتاسيس کلک مخالفت کوي ٠
بلي خواته دترکي بهرنيو چارو وزير عبدالله گل وويل چي دعراق په شمال کي دپرمختگونو په هکله تهران او انقره يو شان انديښني لري ٠

ايران او ترکيه دواړه دا انديښني لري چي که چيري کردان دعراق په شمال کي نفتي ښار کرکوک ونيسي په دي سره به دخپلواکي لپاره ددوي هلي ځلي پياوړي شي او په ترکيه او ايران کي چي هلته هم کردان اوسي ناکراري رامينځ ته شي ٠

دغه راز دايران بهرنيو چارووزير په عراق کي روانه جگړه کي دايران دلاس وهني په هکله امريکايي گواښونه رد کړل او وي ويل چي دا څه نوي خبره نه ده ٠

دمتحده ايالاتو دفاع وزير دونالد رمسفيلد تيره مياشت ايران په دي تورن کړ چي دننه په عراق کي دځينو وسله والو ډلو ملاتړ کوي او گواښ يي وکړ چه تهران به ددغو اعمالو له پايلو سره مخامخ شي ٠

دمتحده ايالاتو دملي امنيت مشاوره له مسکوڅخه خپله ليدنه پاي ته رسوي
___________________________________________________________

دمتحده ايالاتو دملي امنيت مشاوره کوندوليزا رايس نن له مسکو څخه خپله ليدنه پاي ته رسوي چي دهغي په ترځ کي دامريکا او روسي ترمينځ مرستي څيړل کيږي ٠
ميرمن رايس چي پرون مسکو ته رسيدلي _ ټاکل شوي ديو شمير روسي لوړ پوړو چارواکو سره وگوري ٠
په مسکو کي دامريکا دسفارت يو وياند دا ومنله چي په عراق کي دجگړي له امله دروسي او امريکا په اړيکو کي يو څه کړکيچ رامينځ ته شوۍ ، خو ده څرگنده کړه چي واشنگتن په دي ولاړ دي چي له روسي سره داوږدي مودي ستراتيژيک گډون ولري ٠
مسکو په عراق کي دامريکا په مشري جگړي کلک مخالفت کړي دۍ ٠
خو دروسي جمهور رئيس ويلاديمير پوتين تيره اوني خپل دريځ يو څه نرم کړ او وي ويل چي په عراق کي دامريکا ناکامي به دمسکو په ګټه نه وي ،او ژمنه يي وکړه چي له متحده ايالاتو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي ٠

دژغورني لپاره دملگرو ملتونو موسسي گواښ کوي چه دبغداد پنځه مليونه اوسيدونکي به له روغتيايي ستونزوسره مخامخ شي ٠

دروغتيا دنړيوالي موسسي وياند څرگنده کړه چي دپرله پسي بمبار او داساسي خدماتو شبکي دويجاړي او مرگ ژوبلي له امله کيداي شي په بغداد کي داوسيدونکو دروغتيا حالت ناوړه شي ٠

دملگرو ملتونو چارواکو ويلي دي چي داتلسو کلونو راهيسي جگړو له امله دعراق داساسي خدماتو دشبکي ويجاړي دټپيانو ددرملني او مرستي مخي ته يو لوي خنډ ګڼل کيږي ٠

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د سویس د همکارۍ سازمان استازي له طالب چارواکو سره د بندیانو د حقونو په اړه خبرې وکړې

د سویس بیرغ
د سویس بیرغ

په افغانستان کې د سویس د همکارۍ سازمان استازي، د طالبانو د محبسونو د چارو ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو له مرستیال سره په کتنه کې د بندیانو د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د رعایت او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

یادې ادارې پرون (چهارشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د محابسو د پالیسۍ مرستیال ادعا کړې چې زندانونه په «اصلاحي او تعلیمي» مرکزونو بدل شوي او بندیانو ته د دیني، عصري او مسلکي زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

په همدې حال کې، د طالبانو د محبسونو اداره وايي چې د سویس د همکارۍ سازمان څخه یې غوښتنه کړې چې د بندیانو د خوړو د ښه‌والي، د روغتیايي تجهیزاتو د برابرولو، د درملنې د مرکزونو د جوړولو، د متخصصو ډاکټرانو د ګمارلو، د ښځینه بندیانو لپاره د ورزشي اسانتیاوو د برابرولو او همدارنګه په زندانونو کې د لمریزې برېښنا د سیستمونو د جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د سویس د همکارۍ سازمان استازي اریک مارکله، ژمنه کړې چې دا غوښتنې به وڅېړي.

تر اوسه د سویس د همکارۍ سازمان په رسمي ډول د دې کتنې په اړه څه نه دي ویلي.

د روسیې او تاجکستان ولسمشرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

ارشیف
ارشیف

د روسیې او تاجیکستان ولسمشرانو د دوه‌اړخیزو همکاریو، سیمه‌ییزو مسایلو او د افغانستان د وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

کرملین ماڼۍ پرون (چهارشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د تاجیکستان ولسمشر امامعلي رحمان په ټلیفوني خبرو کې د سیمې پر موضوعاتو او امنیتي مسایلو خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د خپلو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیک مشارکت او اتحاد د لا پیاوړتیا لپاره پر متقابلې ژمنتیا هم ټینګار کړی دی.

که څه هم په خبرپاڼه کې د افغانستان په اړه د خبرو جزییاتو ته اشاره نه ده شوې، خو ویل کېږي چې د ټلیفوني تماس اصلي محور د افغانستان وضعیت او د سیمې لپاره د هغه امنیتي پایلې وې.

دا خبرې په داسې حال کې شوې دي چې تاجیکستان په دې وروستیو کې د افغانستان له خاورې د ناامنۍ د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

په ایران کې پرون (چهارشنبې) د اعتراضونو څلورمه ورځ وه

د ایران په پلازمېنه او څو نورو ښارونو کې د پیل شویو اعتراضونو پرون (چهارشنبې) څلور ورځې پوره شوې.

د اعتراضونو دا نوې لړۍ په ازاد بازار کې د ډالر د ارزښت د بې‌ساري لوړېدا پر ضد پیل شوې ده.

د چهارشنبې په ورځ د فارس ولایت له (فسا) ولسوالۍ څخه داسې ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې چې پکې ګڼ شمېر معترضان د ولسوال د دفتر مخته ښيي.

ویل کېږي چې په دې ښار کې امنیتي ځواکونو پر معترضانو اوښکې بهیوونکی ګاز کارولی او په ځینو تصویرونو کې لیدل کېږي چې معترضان د ولسوالۍ د دفتر د ودانۍ لور ته ډبرې ورغورځوي.

په همدې حال کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ګواکې معترضانو د فسا ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی دی.

د ملګرو ملتو یوشمیر مرستې د پاکستان لورته په تورخم کې د لارې پرانیستو ته انتظار دي

تورخم
تورخم

د پاکستان د ګمرک چارواکي وایي، نن د خوړو نړیوالې ادارې له لورې شاوخوا نهه موټر تورخم ته رسیدلي دي او د اداري کارونو له خلاصیدو وروسته به اجازه ورکړي چې د افغانستان لور ته واوړي.

په دې موټرو کې خوراکي مواد بار دي.

په تورخم کې د پاکستان د ګمرک یوه چارواکي صدیق اکبر نن( د ډسمبر ۳۱ مه) د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوالې ادارې له لورې دوی ته ویل شوې دي چې تر هغو دا موټر مه پریږدئ چې د افغانستان د لورې اجازه یې نه وي ترلاسه کړې.

د افغان طالبانو له لورې تر اوسه د دې موټرو د ورپریښودو په اړه څه نه دې ویل شوي.

پاکستان په اکتوبر کې له افغانستان سره تر جګړې وروسته دا لارې بندې کړې، بیا افغان طالبانو وویل چې له پاکستان سره به تجارتي لارې تر هغو بندې وي چې اسلام اباد بشپړ تضمین نه وي ورکړی چې دا لارې به بیا د سیاسي شخړو له امله نه تړي.

د کرکټ نړیوال جام ته افغان لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ نن د نړیوال جام لپاره د راشد خان په مشرۍ لوبډله اعلان کړه.

په دې لوبډله کې عبداله احمدزی او اسحاق رحیمي هغه څیرې دي چې په ملي لوبډله کې ډير کله نه دې لوبیدلي.

ټاکل شوې ده چې د کرکټ د شل اورونو نړیوال جام د فبرروي په اوومه د هند او سریلانکا په کوربتوب پيل شي او یوه میاشت دوام وکړي.

په دې جام کې د نړۍ شل لوبډلې په څلورو ګروپونو کې لوبیږي، له افغانستان سره په ګروپ کې نیوزیلنډ، جنوبي افریقا، متحده عربي امارات او کاناډا یوځای شوې دي.

نړیوال جام ته د تیاریو په لړ کې به افغان لوبډله د جنوري له شلمې وروسته له ویسټ اینډیز لوبډلې سره د شل اورونو درې لوبې وکړي.

د ترکیې امنیتي ځواکونو د داعش د غړیو د نیولو خبر ورکړ

د داعش د مشکوکو غړیو پرضد د ترکي پولیسو عملیات-ارشیف
د داعش د مشکوکو غړیو پرضد د ترکي پولیسو عملیات-ارشیف

ترکیې د اسلامي دولت( داعش) د لسګونو مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړ.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا پر ایکسپاڼه لیکلي چې یوسل او پنځه ویشت داعشیان نن سهار په ترکیه کې نیول شوې دي.

د ترکیې د کورنیو چارو د وزیر په وینا دا کسان د ترکیې په پنځه ویشت ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د هممهاله عملیاتو په ترڅ کې توقیف شوې دي.

ترکیې اونۍ مخکې هم د داعش د یوسل او پنځلس کسانو د نیولو ادعا کړې وه او ویلي یې و چې دې کسانو غوښتل د کرسمس او نوي میلادي کال د مراسمو پرمهال په ترکیه کې بریدونه وکړي.

په فراه کې لسګونه کسان ژغورل شوي

په فراه کې سیلونه-ارشیف
په فراه کې سیلونه-ارشیف

د فراه په سیلونو کې یوشمیر ایسار کسان ژغورل شوې دي.

په فراه کې د طالبانو چارواکو نن وویل چې د مرکز په قرغ زرد او دزدک سیمو کې یې شاوخوا دوسوه کسان ژغورلي او خوندي ځایونو ته لیږدولي دي.

د فراه په ولایت کې د سې شنبې په شپه د سیلونو له امله د یوه کس د مړینې، د څلورو نورو د ټپي کیدو او خلکو ته د مالي زیانونو د اوښتو خبرونه خپاره شوې وو.

د سیلونو له امله د فراه په لرې پرتو سیمو کې هم د سر او مال د زیان د اوښتو خبرونه خپاره شوې دي خو تر اوسه له رسنیو سره دقیقې شمیرې نه دې شریکې شوي.

د بریتانیا په یوه روغتون کې له برید وروسته یو افغان نیول شوی

 د نومبر په دوهمه، ۲۰۲۵، د انګلستان په هنټینګډن کې د اورګاډي په یوه تمځي کې پر چاقو له یوه برید وروسته، پولیس-ارشیف
د نومبر په دوهمه، ۲۰۲۵، د انګلستان په هنټینګډن کې د اورګاډي په یوه تمځي کې پر چاقو له یوه برید وروسته، پولیس-ارشیف

د بریتانیا پولیس د یوه شل کلن افغان د نیولو خبر ورکوي او وایي چې د بریتانیا په شمال لویدیځ کې یې د (نیوټن لي ویلوز) په روغتون کې سې شنبې ناوخته د اورسپنې پر یوې الې پنځه کسان برسیرن ټپيان کړې دي.

پولیسو ویلي دي چې مشکوک کس روغتون ته له ډاکټر سره د لیدو لپاره تللی و خو کله چې یې غوښتنه رد شوه په قهر شو، یو میز یې مات کړ بیا پر خلکو حمله وکړه.

په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو چارواکو ۹۹ بهرني سفرونه کړي

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

د طالبانو ویاند وایي، په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د دوی د حکومت او نړیوالو اړیکي پراخ شوي دي.

ذبیح الله مجاهد نن د دوه زره پنځه ویشتم کال په وروستۍ ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د دې کال په ترڅ کې روسیې د دوی حکومت په رسمیت وپیژانده او د دوی د کابینې غړیو د ریاست الوزرا د مرستیالانو په شمول نهه نوي بهرني سفرونه کړې دي چې د دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا سبب شوې دي.

د طالبانو حکومت په تیرو څه باندې څلورو کلونو کې چې کابل یې نیولی دی، له بهرنیو هیوادونو سره د اړیکو د ټینګیدو هڅې کړې دي، خو نړیوالو د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی او پر دوی انتقاد کوي چې بشري حقونه، په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقوق یې نه دې ورکړي. طالبان بیا دا خبره ردوي او ټینګار کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې دا حقوق رعایت کړې دي.

د ایران په پلازمینه او شمیر ښارونو کې د حکومت ضد لاریونونه

په کرمانشاه کې د لاریونه دریمه ورځ-سه شنبې د ډسمبر ۳۰ مه
په کرمانشاه کې د لاریونه دریمه ورځ-سه شنبې د ډسمبر ۳۰ مه

په ایران کې لاریونونه له پلازمېنې تهران څخه نورو ښارونو ته غځیدلي دي. دا اعتراضونه د انفلاسیون او د پیسو د ارزښت د کمیدو له کبله له پلازمینې تهران څخه نورو ښارونو ته خپاره شوې دي.

اعتراضونه د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه پيل شول چې د امریکایي ډالر پر وړاندې د ایراني ریال بیه تر بل هر وخت ټیټه شوه، نو همهغه و چې د تهران په لوی بازار کې دوکاندارانو اعتصاب وکړ.

د راپورونو له مخې له تهرانه پرته، په کرج، همدان، ملارد، قشم، کرمانشاه، شیراز، اصفهان او یزد کې هم مظاهرې شوې دي.

پولیسو په ځینو سیمو کې د لاریونوالو د خورولو لپاره له اوښکي بهوونکي ګازه کار اخیستی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG