د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۲

امریکا او بریتانیا:د اصولو سره سم د قذافي په نښه کولو کې څه ستونزه نشته


د امریکا او بریتانیا دفاع وزیران وایي، له اصولو سره سم څه ستونزه نه شته چې د لیبیا د مشر معمرالقذافي دفتر په نښه شي.

دا خبره د دغو دو هېوادو دفاع وزیرانو یوه ورځ وروسته تر دې وکړه چې د ناټو الوتکو دغه ځای وړمه ورځ بمبارد کړ.

د امریکا په دفاع وزارت کې د بریتانیا له دفاع وزیر (لېم فاکس) سره د خبرو پرمهال د امریکا دفاع وزیر ( رابرټ ګېټس) وویل، د بمبارۍ سربیره هدف دا نه دی چې قذافي وویشتل شي:

« موږ د قوماندې او کنټرول ټولو مرکزونو ته پام کړی څو له اصولو سره سم اهداف په نښه کړو او هرځای مو دا اصول دي.

دا هغه مرکزونه دي چې هغو پوځیانو ته قومانده ورکوي چې یو شمېر بشري ضد کارونه ترسره کوي، لکه په مصراته کې چې یې کوي. نو موږ دا له اصولو سره سم اهداف ګڼو.

موږ په مشخص ډول قذافي نه په نښه کوو، خو موږ چې د قوماندې او کنټرول مرکزونه ومومو، له اصولو سره سم یې ولو.»

د بریتانیا دفاع وزیر لېم فاکس بیا د امریکا د دفاع وزیر خبرې تایید کړې او زیاته یې کړه چې ډیر ژر به ډګروال قذافي دا ومني چې نوره نو لوبه نن سبا پای ته رسیږي.

د بریتانیا دفاع وزیر زیاته کړه، چې قذافي خپلو خلکو او هېواد ته مسوول دی او هرڅومره چې ژر دا ومني هغومره په کې خیر دی.

په دې خبرو کې د امریکا او بریتانیا لوی درستیزان اډمیرال مایک مولن او جنرال ډیویډ ریچرډز هم وو.

تیره اونۍ اډمیرال مولن خبرداری ورکړ، چې د دې سربیره چې ایتلافي الوتکو د قدافي مځکني ځواکونه له دیرشو تر څلویښت فیصدو پورې ځپلي دي خو بیا هم وضعیت یو ډول په ټپه ولاړ دی.
XS
SM
MD
LG