د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۴

وردک: سږکال د هستوګنې ۵۰ زره نمرې پر ښوونکو ویشو


د پوهنې او ښاري پراختیا وزارتونه له ښوونکو سره د کورونو په جوړولو کې د مرسته یو میکانیزم جوړي.
د پوهنې او ښاري پراختیا وزارتونه له ښوونکو سره د کورونو په جوړولو کې د مرسته یو میکانیزم جوړي.

په افغانستان کې ښوونکو ته د هستوګنې د ځمکو د ویش د لړی په دوام، د پوهنې وزارت چارواکې وایي، چې په کابل کې یو شمیر نمرې د ویش لپاره په بشپړ ډول تیارې دی.

د پوهنې وزارت چارواکې وایي، په کابل کې ښوونکو ته د هستوګنې څه باندې یوولس سوه نمرې د ۲۶ ام د دلوې په ښارګوټې کې د ویش لپاره تیاری دی.

د پوهنې وزیر ډاکتر غلام فاروق وردک چې د سې شنبې په ورځ یې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې وویل، چې تر دې دمه یې ښوونکو ته د هستوګنې دېرش زره نمرې ویشلي او په پام کې لري په روان کال کې پنځوس زره نورې نمرې ښوونکو ته وویشي.

ښاغلي وردک زیاتوي، چې د مرستو داسې یو میکانیزم یې هم په پام کې نیولی څو ښوونکو سره د کورونو په جوړولو کې مرستې وکړي.

دی د مرستو د میکانیزم په اړه وایي:

واجب شرایط شرکتونه

″د مرستې هغه میکانیزم چې له معلمینو سره د کورونو په جوړولو کې کیږي، زه او د ښاري پراختیا محترم وزیر په ګډه ورباندې کار کوو، چې د یوې شفافې پروسې په نتیجه کې، واجب شرایط شرکتونه پیدا کړو، چې د ۲۶ امې دلوې په ښار ګوټي کې په امتحاني ډول ښوونکو ته کورونه جوړ کړي.

څه پیسې به یې له خپلې ټولې بودجې نه ورکوو او پاتې پیسې به یې په خپله د ښوونکو له تخواوو څخه قسطوار ګرځوو او شرکتونو ته به یې قسطوار ورکوو.″

د پوهنې وزیر وړاندې وایي چې په لومړې سر کې مستحقو او هغو ښوونکو ته د هستوګنې لپاره ځمکه ورکوي، چې د پوهنې په لار کې یې قربانۍ ورکړي او په دغه برخه کې یې ډېره موده کار کړی وي.

دی همداشان وایي، چې ټول مستحق ښوونکي ورته د ښوونکو د ټولنو له خوا ورپیژندل کیږي.

په لومړي فاز کې یولس سوه یو نمرې، چې د کانالیزاسیون، سړکونو، اوبو رسونې او نور ټول اساسي بنسټیز کارونه یې بشپړ او د پوهنې وزارت ته تحویلیږي.

حصاري
په ورته وخت کې د ښاري پراختیا وزارت سرپرست سلطان حسین حصاري وای، چې د دلوې د ۲۶ ام ښارګوټي کار ۹۵ سلنه بشپړ او په دوو برخو کې د پوهنې وزارت ته تسلیمیږي.

ښاغلی حصاري وایي، چې لومړی فاز یا برخه یې بشپړ او دویم فاز به یې په نژدې راتلونکي کې دغه وزارت ته وسپارل شي.

″هغه نمرې مو چې د ۲۶ ام د دلوې په ښارګوټي کې د ښوونکو لپاره ځانګړې کړې وې، ټول ضروري او ناضروري کارونه یې بشپړ شوي دي او د تسلیمي او ویش لپاره تیاري دي.

په لومړي فاز کې یولس سوه یو نمرې، چې د کانالیزاسیون، سړکونو، اوبو رسونې او نور ټول اساسي بنسټیز کارونه یې بشپړ او د پوهنې وزارت ته تحویلیږي."

په ۲۵ ولایتونو کې د هستوګنې نمرې

د ښاغلي حصاري په وینا په دویم فاز کې له پنځه سوه ډیرې د هستوګنې نمرې شاملې دي.

دمګړي په افغانستان کې یولکو نوې زره ښوونکي په څوارلس زره ښوونځیو کې په دندو بوخت دي.

په افغانستان کې د ښوونکو یو له اساسي ستونزو څخه کم معاش، د کورونو نشتوالی او د لوړو کرایو ورکول دی، خو د پوهنې وزارت ډاډ ورکوي، چې ټولو هغو ښوونکو ته چې مستحق دی، د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د هستوګنې نمرې ورکړي.

رپورټ: مخفی عزیزي - کابل
XS
SM
MD
LG