د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

ښځینه سوداګرې وايي لازمې اسانتیاوې ورته نه دي برابرې شوي


یو شېمر افغان سوداګرې اومتشبثې ښځې وايي، تر اوسه هم د دوی لپاره لازمې اسانتیاوې نه دي برابرې شوي.

دوی دا خبرې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا د پراختیایي نړیوالې ادارې USAID د "فایده "د پروګرام لخوا په یوې مشورتې ناستې کې وکړې.

د فایده پروګرام غواړي چې افغان سوداګرې او متشبثې ښځې د خپلو فعالتیونو لپاره، مالي منابعو ته لاس رسی ومومي.

د افغانستان د سوداګرو ښځو د فدراسیون اجرایي رئیسې ګل جان زمري وویل چې په وروستیو کلونو کې د سوداګریزو فعالیتونو لپاره، د افغان مېرمنو ظرفیتونه لوړ شوي خو مالي منابعو، د بانکو پورونو، زیربناو ، د خرڅلاو مارکېټونو او داسې نورو ته لازم لاسرسی نه لري.

هغې زیاته کړه:

دوې وايي دا اسانتیاوې کافي نه دي او ګڼې ستونزې لاشته چې د دی د فعالیتونو مخه نیسي.
دوې وايي دا اسانتیاوې کافي نه دي او ګڼې ستونزې لاشته چې د دی د فعالیتونو مخه نیسي.

"تجارت له پانګې پرته نا ممکن دی، د ښځو لپاره د پانګې اچونې په برخه کې ډېرې ستونزې موجودې دي، کله چې یوه متشبثه ښځه له کوم بانک څخه پور غواړي بانک ترې د ځمکې، کور او داسې نورو ضمانتونه غواړي، حال دا چې په افغانستان کې ډېرې ښځې په خپل نوم جایداد نه لري، د دې او داسې نورو ستونزو له امله ښځې لازم تجارتي فعالیتونه نه شي کولي، هیله ده مرستندویې ادارې د سوداګرو ښځو دغه ستونزې په پام کې ونیسي او اوارې یې کړي."

په دغه ناسته کې د ښځو چارو وزارت د سوداګرو ښځو د څانګې مشرې سپوږمۍ وردګ وویل، د هېواد د سوداګرو او متشبثو ښځو غوښتنې، ستونزې، اړتیا او نظریات د منظمو پروګرامونو له لارې له کورنیو او بهرنیو مرستندویو ادارو سره شریک کړي او په دې برخه کې یې د هغو مرستې غوښتي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت مرستیال عبدالباري رحمان وویل، مالي منابعو ته یې د افغان سوداګرو ښځو د لاسرسي لپاره

د داسې پلانونه په جوړولو کارکوو چې له یوې خوا له دوی سره مالي مرستې وشي
د داسې پلانونه په جوړولو کارکوو چې له یوې خوا له دوی سره مالي مرستې وشي

او له بلې خوا بانکونه او یا نورې مرستندوېې ادارې زیان ونه مومي.

هغه زیاته کړه:

"موږ باید د پالیسو له لارې اسانتیاوې را منځته کړو، بانکونه چې پور ورکوي خپل معیارونه هم لري، په پورونو کې خطرات هم وي، نو کوم بانک چې خطرته غاړه دي نو ټکټانه لوړوي، موږ داسې پالیسي جوړوو چې له یوې خوا پوراخیستونکی پور تر لاسه کړي او له بلې خوا د بانکونو خطرات کنټرول شی، موږ غواړو دا پروسه ګړندۍ او ساده کړو."

که څه هم په وروستیو شاوخوا ۱۴ کلونو کې افغان سوداګرو او متشبثو ښځو د فعالیتوبونو لپاره د حکومت او ځینو بهرنیو موسسو لخوا څه ناڅه اسانتیاوې برابرې شوي خو دوی وايي چې دا اسانتیاوې کافي نه دي او ګڼې ستونزې لاشته چې د دوی د فعالیتونو مخه نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت مشرانو د دوی په خبرو کې په تاکید سره ویلي چې د افغان سوداګرو ښځو ملاتړ یې په لومړیتوبونو کې دی.

د سودا ګریزو ښځو د غونډې په پاې کې د صنعتګرو ښځو ځینې لاسي تولیدات هم نندارې ته وړاندې شول.

یوې صنعتګرې امنیې ازادي راډیو سره په خبرو کې له حکومته وغوښتل چې لاسې صنایعو او تولیداتو ته یې د خرڅلاو مارکېټونه ومومي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG