د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

په افغانستان کې د ښځو وضعیت


ډیپلومات خپرونه په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه په یو مطلب کې لیکي، دا بیخي واضح ده چې د افغانستان نوی ولسمشر به یو سړی وي خو لږ تر لږه راتلونکې به یې د دې هېواد یوه برخه ښځې ټاکي.

ډیپلومات لیکي، د طالبانو د واکمنۍ له نسکوریدو وروسته په څه باندې دولسو کلونو کې ښځو د افغانستان په حکومت او مدني ټولنه کې فعاله ونډه اخیستې ده.

اوس د پخوا په نسبت ډیرې ښځې د پارلمان غړې، وکېلانې، حرفوي ورز شکارې، سوداګرې او سندرغاړې دي چې د ځوانو نجونو د نوي نسل لپاره یو مثال دي.

خپرونه وړاندې لیکي:

د جمهوري ریاست د کاندید زلمي رسول دوهمه مرستیاله حبیبه سرابي وه، چې د دغې څوکۍ لپاره یې د بامیان د ولایت له مقامه استعفا ورکړې وه.

د ديپلومات په وینا که څه هم تر اوسه پورې په افغانستان ډیرې ښځې په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي خو ټولې ښځې د دغه وضعیت قرباني نه دي.

ډیرې ښځې سره له دې چې په دغې عنعنوي ټولنه کې چې د جنسیت رول تعین شوی، له ځورونې او ګواښونو سره مخامخ دي، د مشرتابه او د قدرت پوستونه په لاس کې لري.

د ډیپلومات په وینا له چلنجونو، خطرونو او هدفي حملو سره سره یو شی روښانه دی او هغه دا چې د ښځینه رهبرانو یوه یې هم نه غواړي چې تر لاسه کړي پرمختګونه له لاسه ورکړي.


هندي دیکن هرالد ورځپاڼې، هند په افغانستان کې د خپلو ډیپلوماتیکو نمایندګو د امنیت په اړه له سره غور کوي، په یوه مطلب کې لیکي:

هند د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات پر خپلې قونسلګرۍ د تروریستي حملې یوه ورځ وروسته یوه ډله افغانستان ته استولې چې په دې هېواد کې د خپلو ډیپلوماتیکو نمایندګیو امنیت وڅیړي.

د ورځپاڼې په وینا په دغه ډله کې چې د شنبې په ورځ یې له نوي ډیلي د افغانستان پر لوري حرکت وکړ، د استخباراتي ادارو او د ملي امنیت ګارډ لوړ پوړي چارواکي او هم د هند او تبت سرحدي پولیس چې په افغانستان کې د هند د ډیپلوماتیکو نمایندګو د امنیت لپاره دې هېواد ته استول شوي، شامل دي.

دیکن هرالد ورځپاڼه لیکي، دغه ډله به پر دې سربیره چې د افغانستان د حکومت له چارواکو سره کارونه هماهنګ کوي لومړی هرات ته لاړه شي چې د خپلې قونسلګرۍ امنیت وڅیړي او د جمعې د ورځې حملې ته په پام سره به د امنیت د ټینګښت لپاره خپلې سپارښتنې وړاندې کړي.

د ورځپاڼې په وینا د هرات حملې چې څلور واړه برید کوونکې په کې ووژل شول هند یې دې ته وهڅاوه چې په کابل کې د خپل سفارت او په مزار شریف، جلال اباد او کندهارکې هم د خپلو قونسلګریو امنیتي چارې یو ځل بیا وڅیړي.
XS
SM
MD
LG