د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

امریکا د افغانستان له سوداګرو مېرمنو سره مرسته کوي


د سوداګرې او صنایعو وزارت چارواکی وایي، چې د امریکا د سوداګرۍ له وزارت سره د نوې تفاهم لیک په اساس به هڅه وشي؛ چې د ځینو نورو اسانتیاوو ترڅنګ د نورو اسیاسيي هیوادونو له ښځو سره د افغان سوداګرو میرمنو اړیکې ټینګې شي.

یاد موافقه لیک په کابل کې د یکشنبې په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ د وزارت د مرستیال او د امریکا د سفارت د یوه مسوول ترمنځ لاسلیک شو.

د افغانستان د سوداګرې وزارت مرستیال مزمل شینواري وویل؛ د دې موافقه لیک پراساس هڅه کیږي چې؛ د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو ظرفیتونه لوړ شي:

"د دې تفاهم لیک هدف د ښځو دې سوداګریز چارو د ظرفیتونو لوړول هفه ګډې هڅې دي چې؛ د افغانستان حکومت او د امریکا حکومت په ګده ورباندې کار کوي، تر څو وکولای شو چې د ښځو د سوداګریزو کارونو ته په ګډه وده ورکړو او بل عمومي هدف د افغانستان د سوداګرې او صنایعو وزارت دا دی چې؛ موږ غواړو د سوداګرې برخې ته وده ورکړو."

افغانستان او امریکا د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه له مخې د تیفا په نوم یوه موافقه په خپلو منځو کې لري چې؛ په ۲۰۰۴ کال کې په واشنګټن کې لاسلیک شوې وه.

د سوداګرې وزارت د چارواکو په خبره چې د دې موافقه لیک په اساس هم هر کال د ښې سوادګرې او د افغانو سوداګرو میرمنو د ستونزو د هواري په اړه غونډې او بحثونه کیږي.

خو د سوداګرې وزارت چارواکې وایي، چې لاهم د سوداګرې به برخه کې د ښځو ونډه کمه ده.

په عبن حال کې د یاد تفاهم لیک د لاسلیک کیدو په وخت د سوداګرۍ په برخه کې په کابل کې د امریکا دسفارت مسوولې مارابور د افغانو ښځو د سوداګرۍ په پراختیا ټینګار وکړ.

مېرمن مارا بور زیاته کړه، دوی کوښښ کوي چې، افغان سوداګرو مېرمنو سره د سوداګرې په برخه کې مرسته وکړي.

"هغه مرسته چې ستاسو د اقتصادي ودې سبب کیږي؛ د نارینه وو او ښځو په ګټه دي.

زموږ په فکر افغانستان دا لېوالتیا لري، چې سوداګرې میرمنې په کې د پانګونې موقع ولري او موږ هیله لرو چې د سوداګرۍ او صنایعو له وزارت سره به زمونږ خبرې روانې وي، موږ به همداسې پرمخ ځو، موږ به له نږدې له یوه بل سره کار کوو ترڅو ثابته کړو چې؛ موږ دا وړتیا لرو چې له سوداګرو میرمنو سره مرسته وکړو."


د افغانستان د سوداګرې او صنایعو وزارت چارواکې وایي؛ چې اوس مهال شاوخوا ۹۵۰ داسې سوداګریز شرګتونه په افغانستان کې فعالیت لري چې؛ یا یې مشري ښځې کوي او یا یې هم مرستیاله ښځه وي.

رپوټونه وایي، چې په ورستیو کلونو کې افغان مېزمنې د لاسي صنایعو، د وچو میوو کارو باراو د قیمتي ډبرو په سوداګرې بوختې دي.

خو سوداګرې ښځې شکایت کوي چې؛ دولت د دوي سوداګریزو فعالیتونو ته لازمه پاملرنه نه کوي او نه هم په بهرنیو هیوادونو کې په مارکیټونو ګې ورته د ګډون زمینه برابر وي.

خو د سوداګرې وزارت صنایعو وزارت چارواکی وایي چې؛ د امریکا د متحده ایالاتو او ځینو نورو هیوادونو په مرسته یې ښځینه سوداګرو ته بیلابیلې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG