د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

په کابل کې ښځو ته د سوداګرۍ په برخه کې زده کړې ورکړل شوې


په کابل کې د امریکا د متحده ایالتونو د نړېوالې پرمختیایي ادارې یو ایس اې ای ډي (USAID)په مالي مرسته لسګونو ښځو ته د سوداګرۍ په برخه کې زده کړې ورکړل شوه.

دغه ښځې د سې شنبې په ورځ د ظرفیت لوړونې، کاري شغل او ښځو ته د سوداګریزو فرصتونو برابرولو په اړه له یوه لس ورځني کورس څخه فارغ شول.

فارغ شوي کسان خوښې څرګندوي چې؛ د سوداګرۍ په برخه کې له ښو تجربو څخه برخمن شوي او په راتلونکي کې به ترې ګټه واخلي.

د امریکا د متحده ایالتونو د نړېوالې پرمختیایي ادارې یو ایس اې ای ډي (USAID) چارواکي ژمنه کوي چې؛ د ښځو د کاري ظرفیتونو د لوړولو او هغوي ته د سوداګرۍ د ور زده کولو په برخو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په همدې اړه ښځو چارو وزارت، د اتصالاتو مخابراتي شبکې له خوا د یو اس اې ای ډی په مالي مرسته یوه پروژه دوام لري، چې د سې شنبې په ورځ یې یو سلو پنځه شپیتو کسانو ته له یوه روزنیز کورسه د فراغت سندونه ورکړل.

په کابل کې د یو ایس اې ای ډي ادارې یوې چارواکې ټرې ډې ډیل وویل، چې دا اداره به د اوږده وخت لپاره د ښځو د ظرفیت لوړونې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي:

« USAIDله تیرو ۱۲ کلونو راهیسې د افغانستان د اقتصادي پراختیا په برخه کې همکار و او ژمنه کوو چې خپلو همکاریو ته به دوام ورکوو، افغان ښځې په تیرو لسو کلونو کې د ژوند په بېلابېلو برخو کې ډیرې لاسته راوړنې لرې د مثال په ډول،ښوونه، صحت او نورو بېلابېلې برخې، اقتصادي پراختیا او دې هدف ته د رسیدو لپاره د ښځو له همکاریو پرته ممکن نه دی.»

د دوي په وینا دغه پروګرام به د لسو میاشتو لپاره په کابل کې دوام وکړي او یو زره پنځه سوه ښځې به په بېلابېلو برخو کې زده کړې تر لاسه کړي.

د دې پروګرام له مخې به ښځو ته د کار پیدا کولو، حقونو او سوداګرۍ په برخو کې زده کړې ورکړل شي.

د اتصالاتو مخابراتي شرکت د مسولینو په وینا له دغو یو زره پنځه سوه ښځو څخه چې؛ په یوه کال کې به وروزل شي، شاوخو زر تنو ته به یې وظیفې ورکړي.

د یاد ښوونیز پروګرام اکثره ګډونوالې له دولسم ټولګي څخه فارغانې دي چې له دې پروګرام څخه خوښي څرګندوي.

افغان ښځو ته د سوداګرۍ په برخه کې د دوي د ظرفیت لوړونې په اړه دغه اقدام په داسې حال کې کیږي چې؛ دا مهال ښځینه سوداګرې له یو شمېر ستونزو شکایت کوي.

دوي د امنیت او د کار د بازار نشتوالی او د ښځینه سوداګرو ودې ته د دولت کمه پاملرنه له دغو مهمو ستونزو څخه بولي.

ښځینه سوداګرې وايي، که چیري د دوي د ظرفیت لوړونې لپاره دا ډول پروګرامونه ډير شي او ورته د کار زمنیه برابره شي، نو ښځې به په کم وخت کې ډيرې لاسته راوړنې ولري.

راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG