د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

د کابل په مارکېټونو کې د ښځینه دکاندارانو شمېر زیات شوی


د کابل ښار په یو شمېر مارکیټونو کې د نارینه و ترڅنګ یو شمېر ښځینه دکاندارانې هم لیدل کیږي چې؛ په لیوالتیا سره خپل کارونه پرمخ وړي.

یو شمېر دغه ښځې وايي، مخکې تر دې په کور ناستې وې او اوس مهال خوشحاله دي چې؛ له خپلې کورنۍ سره د اقتصادي ستونزو په هوارولو کې مرسته کوي.

په کابل ښار کې یو شمېر ښځینه دکاندارانو له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل:

"۱- دې برخې سره مې ځکه ډېره مینه پیدا شوه چې؛ ما وليدلې ښځې په مارکیټونو او پلورنځیو کې ډیرې نه لیدل کیدې؛ همدا ډول چې نارینه کار کولای شي؛ ښځې هم باید خپلې کورنۍ سره اوږه په اوږه کار وکړي او خپل اقتصاد تقویه کړي، موږ دلته کالي خرڅو او ښځو سره دکالو په اخیستلو کې مرسته کو. ‏

۲- کله چې ښځې راځي نو له موږ نه ډير په ارامي سره کالي اخستی شي؛ نظر دې ته چې له یوه نارینه نه کالي اخلي او موږ هم خوشهاله یو، زموږ مشتریان هم ښځې او هم نارینه دي، د دې محیط خلک موږ سره ډير ښه سلوک کوي."


ګل بهار سنټر، روشن پلازا او رضايي سنټر هغه مارکیټونه دي چې؛ یو شمېر ښځې په کې ماشومانو ته د لوبو د څیزونو او د ښځو او ماشومانو د کالیو دکانونه لري.

دغه ښځې وايي چې په خپل کاري چاپیریال کې له هیڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ او خلک ورسره ډير ښه چلند کوي.

له بلې خوا د افغانستان د سوداګری او صنایعو وزارت چارواکي وايي چې؛ دا مهال۱۷۰۰ ښځې د پانګوني لپاره جواز لیکونه تر لاسه کړې دي.

د دې وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل د پنجشنبي په ورځ ازادۍ راډيو وویل چې؛ دوی غواړي د ښځینه سوداګرو د پرمختګ لپاره ځینې خاص پروګرامونه تطبیق کړي:

"دغه وزارت په راتلونکي کې پلان لري چې، ښځینه سوداګرو ته له نړیوالو قرضي واخلي، دوی مسلکې وروزې، ترڅو دوي په سوداګرې کې فعاله ونډه واخلي."

خو د راپورونو له مخې په تجارت او پانګونه کې د ښځو دا ونډه تر ډیره په لویو ښارونو پورې محدوده ده.

په ځینو ولایتونو او لرو پرتو سیمو کې د ناامنیو او یا هم د ناسمو دودونو له امله ښځو ته ستونزمنه ده چې؛ په اسانۍ سره تجارت او یا سیاسي فعالیت وکړي.

د ښځو د حقونو ځینو فعالانو تل ټینګار کړی چې؛ حکومت او نړیواله ټولنه باید د ښځینه سوداګرو د تقويې او پرمختګ لپاره لا ديرې هڅې وکړي او د کاز زمینه ورته مساعده کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG