د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

د سره صلیب نړیوال فدراسیون: د افغانستان بشري وضعیت د لا بدتریدو خوا ته روان دی


کابل - ارشیف
کابل - ارشیف

داسې مهال چې په افغانستان کې د بشري وضعیت لپاره اندېښنې په زیاتېدو دي، د سره صلیب او سرې میاشتې فدراسیون IFRC خبرداری ورکوي چې په دې هېواد کې بشري وضعیت د لا خرابېدو په حال کې دی.

په یوه بیان کې چې پرون دې فدراسیون خپور کړ راغلي دي چې وخت او بودیجه دواړه په ختمېدو دي نو ځکه یوې نوې تګلارې ته اړتیا لیدل کېږي.

په بیان کې راغلي دي چې دا فدراسیون او د افغاني سرې میاشتې ټولنه له افغانستان سره د بشري مرستو د څرنګوالي د تګلارې سمدستي ستراتیژیک سمون غواړي.

بیان زیاتوي چې له داسې اقدام پرته به د دې بحران د عواملو جرړې په دایمي ډول ونه موندل شي او دا ستونزه به لیرې نه شي.

په بیان کې د IFRC د آسیا پاسیفیک د برخې د سیمه ایز مشر الکستاندر متیو له قوله راغلي چې نوموړی وايي، دې تګلارو ته د بیاکتنې وخت رارسېدلی.

نوموړی زیاتوي چې باید د افغاني سرې میاشتې په څېر د افغانستان پر کورنیو ادارو چې د ده په وینا هلته دایمی رول لري، ډېر تمرکز وشي.

دی وايي چې باید د افغانستان بر خلکو باندې پانګونه وشي.

ډېر افغانان د بشري مرستو له کمېدو شکایت لري
ډېر افغانان د بشري مرستو له کمېدو شکایت لري

متیو همداراز یادونه کوي چې زده کړو او کار ته د خلکو محدود لاسرسي ته په پام سره په کار ده پر ځوانانو، مسلکي او حرفوي زده کړو او نورو هغو فرصتونو تمرکز وشي چې په خلکو کې اعتماد او امید پیاوړی کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونو د خونې د مشرتابه پلاوي غړی آذرخش حافظي وايي چې د وضعیت د خرابېدو د مخنیوي لپاره باید د یوه رسمي سیاسي چاپېریال د رامنځ ته کولو هڅه وشي:

" د دې لپاره چې افغانستان له دې حالت څخه وژغورل شي یوه مناسب سیاسي بستر ته اړتیا شته چې رسمیت ولري او په نړۍ کې د افغانستان د خلکو له ګټو څخه دفاع وکړي. اوس مهال د ملګروملتونو او انجیوګانو مصارف ډېر زیات دي چې باید په هغه کې یوڅه سپما وشي، د مرستو کچه باید لوړه وساتل شي او په توزیع کې شفافیت وي."

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان سره د نړیوالو په بشري مرستو کې د پام وړ کموالی راغی. بل خوا ډېری مېرمنو خپلې دندې له لاسه ورکړي او حتی د یوشمېر دولتي ادارو نارینه کارکوونکي هم وزګار شوي دي.

په عین حال کې داسې راپورونه هم شته چې بشري مرستې مستحقو خلکو ته نه رسېږي. د آزادۍ راډیو یو شمېر اورېدونکي د هېواد په ځینو سیمو کې مستحقو خلکو ته د نړیوالو د مرستو د نه رسېدو خبره کوي:

" زه د کندهار ولایت له معروف ولسوالۍ څخه خبرې کوم. دلته چې کوم شی راځي یا د مهاجرو په نوم یا د بېوزلو په نوم، مستحقو خلکو ته نه رسېږي. یا یې ماړه خلک وړي یا یې د واسطو والا خلک."

" زه عبدالرحمان د غزني ولایت له ګېلان ولسوالۍ څخه خبرې کوم. د مرستو دا انجنیران او نور مسوولان ډېری غریبانو ته مرستې نه رسېږي. کوم وکیلان چې دوی ټاکلي دي، خلکو ته مرستې نه ورکوي. کارتونه واخلي د یوه په نامه خوري یې دوی، هغه خبر هم نه وي."

د خوړو نړیوال سازمان د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې د خپلو ډېرو مرستندویو پروګرامونو د درېدو خبر ورکړی
د خوړو نړیوال سازمان د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې د خپلو ډېرو مرستندویو پروګرامونو د درېدو خبر ورکړی

د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP ویلي دي چې په بودیجه کې د خورا ډېر کمښت له کبله به له روانې میلادي میاشتې وروسته دې ته اړ وي چې افغانستان ته د غذایي مرستو رسول بند کړي.

په افغانستان کې د WFP ویاند ضیاالدین ساپي آزادۍ راډیو ته وویل، په روانه مې میاشت کې به یوازې دوه نیم میلیون افغانانو ته بشري مرستې ورسېږي. WFP له تېر میلادي کال راهیسې له افغانستان سره د مرستو د کمېدو خبر ورکړی و. دې مرستندویې ادارې تېرکال ویلي و چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو خلکو شمېر نژدې دېرش میلیونو ته رسېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG