د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

په مزارشریف ښار کې د "خدیجةالکبرا" سوداګریز مرکز تړل شوی


ارشیف: د مزارشریف په خدیجة‌الکبرا سوداګریز مرکز کې تر ډېره د ښځینه‌وو اړوند سوداګریز توکي شتون درلود.
ارشیف: د مزارشریف په خدیجة‌الکبرا سوداګریز مرکز کې تر ډېره د ښځینه‌وو اړوند سوداګریز توکي شتون درلود.

په مزارشريف ښار کې د خدیجةالکبرا سوداګريز مرکز يو شمېر پلورونکې وايي چې د دغه مرکز خاوندانو له شنبې ورځې راهيسې ياد مرکز د دوى او پېرودونکو پر مخ تړلی دی.

د بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار کې د خدیجةالکبرا په نوم د ښځو دویم سوداګريز مرکز د هټيوالو او پېرودونکو پرمخ وتړل شو.

د دغه سوداګريز مرکز يو شمېر پلورنکي وايي، نه دي توانېدلي د خپلو پلورنځيو کرايه او د برښنا او اوبو لګښت ورکړي چې له امله يې د ياد مرکز مسوولانو د دې مرکز د تړلو پرېکړه کړې ده.

د خدیجةالکبرا سوداګریز مرکز ښځينه پلورونکو ازادي راډيو ته وویل چې دا مرکز د شنبې له ورځې راهیسې د دوی او د دوى د پلورونکو پرمخ تړل شوی او د ياد سوادګريز مرکز مالکینو یې په یوه اطلاعيه کې پلورونکو ته ویلي چې د کرایې په بشپړ ډول ورکولو او د پورونو د پرې کولو تر وخته به دغه مرکز تړلی وي.

د ځینو ښځينه پلورونکو په وینا، د دوی د پلورنځيو د هرې مياشتې کرايه ٢٧٠٠ افغانۍ ده، نو دا چې د دوی پلور ډېر لږ دى نه‌شي کولى کرايه او نور لګښتونه پوره کړي.

د خدیجةالکبرا سوداګريز مارکېټ یوې پلورونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "د شاوخوا ٢٨٠ زرو مې مال درلود، خو اوس له سقوط سره مخ يم، د دکان کرايه نه‌شم ورکولى ځکه زمونږ ډېرى پېرودونکي ښځې وې، حتى ډېرى سم معلومات نه لري چې خريدارۍ ته راشي."

ارشیف: په افغانستان کې د ښځینه‌وو د سوداګریزو توکو د بو بازار انځور. د تېر جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د سوداګرو مېرمنو کاروبار ډېر زیانمن شوی دی.
ارشیف: په افغانستان کې د ښځینه‌وو د سوداګریزو توکو د بو بازار انځور. د تېر جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د سوداګرو مېرمنو کاروبار ډېر زیانمن شوی دی.

د دغه مرکز یوې بلې پلورونکې ترینا کریمي چې ياد مرکز کې د سيمساري او سينګار پلورنځي لري ازادي راډيو ته یې وویل چې د ياد سوداګريز مرکز هر هټیوال د کرایې له درکه له ۱۰ زره تر ۱۵ زره افغانیو پوروړى دی.

هغه وايي: "په لومړي سر کې موږ سره مال نه و او يو دفتر له اختره مخکې له موږ سره مرسته وکړه. بازار و او موږ پېر او پلور درلود، خو اوس خلک څوک نه درک کوي او د کرايې د نه ورکړې له امله یې بازار پر مونږ وتاړه. که مونږ کار ونه کړو، پيسې ونه ګټو، عايد ونه لرو کرايه به څنګه ورکړو؟"

ترینا وايي، که دا سوداګریز مرکز همداسې بند پاتې شي، د خپلې کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو په برخه کې به له ستونزو سره مخ شي.

نوموړې زياتوي چې يو شمېر بنسټونو ورسره د پلورنځيو د کرايې په ورکولو کې د مرستې ژمنه کړې وه او اوس هيله منه ده چې ياده مرسته ورسره وشي، څو د دوى د ګټې يوازېنۍ سرچينه د دوى پر مخ تړلې پاتې نه شي.

ازادي راډیو د ډېرو هڅو سره سره ونه توانيده چې د خدیجةالکبرا سواداګريز مرکز له مالکینو سره په دې اړه خبرې وکړي.

د دغه مرکز یو شمېر ښځينه پلورونکو څه موده وړاندې ازادي راډيو ته ويلي وو چې د سخت اقتصادي وضعیت او د بازار د نشتوالي له امله یې خپل دوکانونه تړلي.

تر دې مخکې یو شمېر ښځینه سوداګرو او پلورونکو له ازادي راډیو سره په مرکه کې د دوى د توليداتو د نه ملاتړ او ورته د سم بازار له نشتوالي شکايت درلود.

له رابعه بلخي مارکېټ وروسته د خدیجةالکبرا سوداګريز مرکز د ۲۰۰ پلورنځيو په درلودلو سره په مزارشریف کې دوهم لوی سوداګریز مارکېټ دی چې ښځې پلورونکي په‌کې لاسي صنایع، د سينګار سامان، جامې او محلي خواړه پلوري.

دا مرکز مخکې د "نور" مارکېټ په نوم یادېده چې په ۱۴۰۱ کال کې د طالبانو د حکومت له خوا د خدیجةالکبرا سوداګریز مرکز په نوم ونومول شو او د ښځینه سوداګرو او پلورونکو لپاره یې ځانګړی کړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG