د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

"پنځوس فیصده افغان سوداګرې خپلې راتلونکې ته خوشبینه دي"


د ښځو د اقتصادي مشارکت په اړه یو تازه راپور ښيي، چې د افغانستان څه باندې پنځوس فیصده سوداګرې میرمنې خپلې راتلونکې ته خوشبینه دي.

سره له دې چې دا مهال په افغانستان کې د ښځینه سوداګرو او کارکوونکو په وړاندې یو شمېر ستونزې موجودې دي، خو بیا هم اکثره سوداګرې میرمنې د خپل راتلونکې په اړه مثبت نظرونه لري.

ناامني، فساد، ښوونې او روزنې ته د ښځو نه لاس رسۍ او د سوداګرۍ لپاره د سرمایې نه موجودیت هغه اساسي ستونزې دي چې؛ په افغانستان کې ښځینه سوداګرې او کارکونکې ورسره مخامخ دي.

د ښځو د اقتصادي مشارکت په نوم یوه راپور چې؛ د څوارلس سوه ښځینه سوداګرو نظرونه په کې اخیستل شوي ښیي، چې څه باندې نیمې پوښتل شوې سوداګرې میرمنې د خپلې راتلونکې په اړه ډاډه دي.

دا راپور د مارکیټ جوړونې په نوم یوې موسسې له خوا برابر شوی او ددې موسسې ریس بشیر امیری یې د خپریدو پر مهال وویل:

"یوه په زړه پورې موضوع چې موږ په دې راپور کې ولیده هغه دا ده چې، د دوه زره څوارلسم میلادي کال په اړه له اندیښنو سره سره بیا هم شاوخوا اته پينځوس فیصده ښځو تر یادي نیټې وروسته هم خوشبیني ښولې او وایې چې؛ د ۲۰۱۴ میلادي کال وضعیت ښایې د دوي پر سوداګرۍ ډير تاثیر ونه لري."

نوموړي دغه راز وویل، اکثره دغو پوښتل شویو ښځو ویلي، چې دوي د سوداګرۍ په برخه کې د خپلو کورنیو ملاتړله ځان سره لري.

د راپور له مخې سوداګري، لاسي صنایع، ترانسپورټ او لوژستیک، ساختماني چارې، رسنۍ، ښونه او روزنه، معلوماتي ټکنالوژي او روغتیا هغه عمده سکټورونه دي چې افغان میرمنې پکې کار کوي.

اخوا په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کننګهم په دې اړه جوړي شوي غونډي ته وویل، چې امریکا به تر دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته هم په افغانستان کې له ښځینه سوداګرو او کارکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د ځینو سوداګري شرکتونو خاوندانې په اقتصادي برخه کې د ښځو ګډون ګټور ګڼي.

دوو ښځینه سوداګرو فوزیې ګیلاني او لیزا غوثي په دې اړه آزادي راډیو ته وویل :

"موږ نشو کولای ښځې له نارینه وو څخه بیلې و ګڼو. دوی کولای شي په اقتصاد کې موثره او پر ځای رول و لوبوي.

تاثیر یې ډير دی، زما په نظر کله چې یوه میرمن یو کوچینی تجارت و لري، کولای شي له خپلې کورنۍ سره مرسته و کړي او کله چې د کورنۍ اقتصاد ښه وي، د هیواد اقتصاد ښه کیږي. نو دوی ډیر رول لري."


د ښځو د اقتصادي مشارکت په نامه راپور چې په تیر یوه کال کې جوړ شوی، په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د ښځو د یوې لسیزې فعالیتونه په کې ځای شوي.

خو د راپور له مخې د ښځو اقتصادي او سوداګري فعالیتونه تر ډيره په کابل او د یو شمیر ولایتونو په مرکزونو کې متمرکزدي چې عمده لامل یې په لرو پرتو سیمو کې نا امني په ګوته شوې.
XS
SM
MD
LG