د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

د پراختیا لپاره د افغان سوداګرو ښځو ټولنې رسما په کار پیل وکړ


د افغانستان د پراختیا لپاره د سوداګرو ښځو ټولنې یا(لیډ) نن رسما په کار پیل وکړ.

د لیډ ټولنې مسولین د دې ټولنې د جوړیدو هدف د عدالت غوښتنه او په اقتصادي برخو کې د ښځو د رول پیاوړتیا بولي.

دا ټولنه په کابل کې د سوداګرو ښځو په مرسته جوړه شوه.

د افغانستان د سوداګرې او صنایعو خونې مسولین وايي چې؛ د دې ټولنې په جوړیدو سره به په اقتصادي برخو کې د ښځو ونډه لا پراخه شي.

د افغانستان د پراختیا لپاره د سوداګرو ښځو ټولنه وايي چې؛ د دې ټولنې په جوړیدو سره دوي غواړي د ښځو رول په ملي او نړېواله سطح د هېواد په اقتصادي برخه کې زیات کړي.

د دې ټولنې مسولین وايي، د عدالت غوښتنې له لارې غواړي څو ښځو ته د اقتصادي فعالیتونو ډیره زمینه برابره کړې .

د افغانستان د پراختیا لپاره د سوداګرو ښځو د ټولنې مشرې فرشتې حاذق د چهارشنبې په ورځ په کابل خبریالانو ته وویل چې؛ د دې ټولنې په فعالیت سره به د هېواد په اقتصادي برخه کې د ښځو برخه لا زیاته شي:

"په تیرې لسیزې کې چې کوم شرکتونو او سازمانونه جوړ شوي و، هغو تل د ښځو په ټولینزو مسایلو ټينګار کړی، خو د ښځو اقتصادي مساله چې د افغان سوداګرو ښځو په وړاندې یي ستونزې جوړې کړي دي هیڅ وخت د هغو په اړه د عدالت غوښتنه نه ده شوې."

د افغانستان د پراختیا لپاره د سوداګرو ښځو ټولنه د افغان سوداګرو ښځو په مالي مرسته جوړه شوه.

دې ټولنې په داسې حال کې په کار پیل وکړ چې؛ په تیرو دولسو کلونو کې افغان ښځې په سیاسي او ټولنیز برخو کې ښې وځلیدې خو په اقتصادي ډګر کې د دوي رول کم و.

نا امنۍ، د کافي سرمایې نشتوالې، د سوداګرې په برخه کې د ظرفیتونو ټيټوالي او موجوده دودنه هغه عوامل بلل کیږي چې د افغان ښځو د اقتصادي فعالیتونو مخه یې نیولي.

په عین حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولین هم دا مني چې؛ په تیرو دولسو کلونو کې افغان ښځو په مختلفو برخو کې لاسته راوړنې لرلي دي خوپه اقتصادي برخوکې د هغوي ونډه کمرنګه ده.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ریس محمد قربان حقجو په دې مراسمو کې وویل، دوي هڅه کوي چې د ښځو رول په اقتصادي برخو کې زیات کړي:

"موږ شپږ لکه لوی، متوسط او واړو سوداګریز شرکتونه او بنسټونه لرو چې له دې ډلې څخه یوازې دونیم سوه یې ښځینه دي چې دونیم فیصده ډیرټيټ رقم دی موږ غواړو چې د ښځو رول د افغانستان په اقتصادي کې پیاوړي شي. "

د افغانستان د سوداګرې او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې دا مهال په دې هېواد کې دیرش زره افغانې ښځې په اقتصادي برخو کې فعالیت لري.

که څه هم په تیرو کلونو کې په سمبولیک ډول ښځو په اقتصادی برخو کې یوه اندازه لاسته راوړنې درلودې خو په دې وروستیو کې امنیتي ګواښونو او ځینو نورو خنډونو د دوې سوداګریز اواقتصادي فعالیتونه ټکني کړي.

سوداګرې ښځې وايي چې؛ د کار په جریان کې له زیاتو امنیتي ستونزو سره مخامخ دي او دا مسله د دې سبب شوې څو هغوي مهمې سوداګریزې اواقتصادي پروژې له لاسه ورکړي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG