د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

طبیبي: روان وضعیت د افغان مېرمنو تجارتي فعالتیونه له خنډ سره مخ کړي


د افغانستان متشبثو ښځو او د یو شمېر شرکتونو ښځینه مسوولینو د متشبثو ښځو نړېواله ورځ ولمانځله.

دوی وویل، سره له دې چې د هېواد ځینو سیمو کې ښځو اقتصادي او پراختیايي چارې پیل کړي خو دولت له خوا ورسره لازمې مرستې نه دي شوي.

افغان سوداګرې او متشبثې ښځې وايي، سره له دې چې افغان میرمنې سوداګرۍ پراختیا او اقتصادي ودې ته لېواله دي او په وروستیو کلونو کې یې په دې برخه کې ظرفیتونه هم لوړ شوي، خو د حکومت له خوا ورته د فعالیت لازمې اسانتیاوې نه دي برابرې شوي.

دوې دا خبرې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د متشبثو ښځو د نړېوالې ورځې په لمانځ غونډه کې وکړې.

د موبلې ملي عزیز د فابریکې رييسې سیما عزیز طبیبي وویل، په هېواد کې روان امنیتي او اقتصادي وضعیت لامل شوی چې د ښځو اقتصادي او تجارتي فعالتیونه له خنډ او ځنډ سره مخ شي.

طبیب زیاته کړه:

"لویو تجارتونو سقوط کړی، صنعت سقوط او په کرنه کې هم پرمختګ نه دی شوی. په خواشینۍ سره باید ووایم هغه مرستې چې د سوداګرۍ په برخه کې د نړېوالې ټولنې له خوا د افغان مېرمنو په نامه شوي، څه شوې؟، د تجارت د پراختیا او اقتصادي ودې په برخه کې د دولت له خوا افغان مېرمنو سره مرسته نه ده شوې."

د متشبثو ښځو د نړېوالې ورځې د نمانځلو په غونډه کې چې د لیډ په نامه د افغان مېرمنو د ظرفیتونو د لوړولو د موسسې له خوا جوړه شوې وه، د بېلابېلو فابریکو او شرکتونو ښځینه مسوولینو په کې برخه اخیستې وه.

د دې موسسې د معلوماتو له مخې اوس مهال په هېواد کې ۵ سلنه تجارتي او صنعتي چارې د ښځو له خوا پرمخ بېول کېږي او که زمینې ورته برابرې شي افغان متشبثې ښځې دا توان لري چې په دې برخه کې نور پرمختګ هم وکړي.

متشبثو ښځو دا هم وویل، نه یوازې دا چې په وروسیتو کلونو کې یې په تجارت او صنعت کې برخه اخیستې بلکې، په خپلو فابریکو او شرکتونو کې یې په سلګونو ښځو ته، د کار زمېنې هم برابرې کړې دي.

د افغان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د بهرنیو اړیکو مشر اذرخش حافظي له حکومته وغوښتل چې له متشبثو ښځو سره دې مرستې وشي:

حافظي زیاته کړه:

"د ښځو د ظرفیت د لوړولو په لاره کې د نړېوالې ټولنې ډېره مرسته بې ځایه تللې ده، زه له جمهور ريیس او اجراییه ريیس څخه هیله کوم چې په بودجه کې متشبثو ښځو ته مرستې هم ځای کړي او که په دې برخه کې بهرنۍ مرستې کېږي هغه دې هم وڅاري."

په دې اړه د افغانستان جمهوري ریاست د متشبثو ښځو ستونزې منې خو وايي، د دوی د فعالیتونو د پراختیا لپاره ځانګړي پلانونه ترتیب شوي دي.

د جمهور رییس د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي ازادي رادیو ته وویل:

"جمهور ريیس په دې باور دی چې افغان مېرمنې ډېر کار کوي خو لږ مزد اخلي. موږ د دې وضعیت د بدلولو لپاره ځانګړي پروګرامونه لرو، څو په ټولنیزو او اقتصادي چارو کې د ښځو ونډه زیاته شي. جمهور ريیس باوری دی چې د ښځو توانمندي کولای شي پر اجتماعي او اقتصادي چارو مثبت اثر وکړي."

د متشبثو ښځو نړېواله ورځ هر کال د نومبر په نوولسمه د نړۍ په شاوخوا یو سلو څلور څلوېښتو هېوادونو کې لمانځل کیږي.

متشبثو ښځو هیله وکړه چې د دوی غوښتنې دې د کاغذ پرمخ پاتې نه شي او مسوولین دې يې په هکله اقدام وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG