د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

د کندهار ښځینه سوداګرې د خپلو لاسي صنایعو لپاره بازار غواړي


په کندهار کې د لاسي صنایعو د یوه نندارتون د پرانیستنې پر مهال د دغه ولایت ښځینه سوداګرو له دولت وغوښتل چې؛ د دوی لاسي صنایعو ته په داخل او بهر کې بازار پیدا کړي.

د لاسي صنایعو دغه نندارتون د کندهار د ښځو چارو ریاست له خوا د درو ورځو لپاره پرانیستل شوې.

یو شمېر هغه ښځېنه سوداګرې چې؛ په دغه نندارتون کې يې لاسي صنایع ننداري ته ایښي وايي چې، د دا ډول نندارتونو جوړیدل دلاسي صنعت د ودې لپاره کفایت نه کوي .

دوي وايي چې؛ په کندهار کې تر اوسه هم د لاسي صنایعو د خرڅولو لپاره معلوم ځای نه لري.

دوی د ازادي رادیو سره په خبرو کې له دولته وغوښتل چې لاسي صنایعو ته يې مارکیټ پیدا کړي.

فریبا درانۍ د کندهارۍ خزانې مسووله وايي:

"زموږ غوښتنه دا ده چې د لاسي صنایعو لپاره دې په نورو ولایتونو کې او په نورو سیمو کې مارکیټونه جوړ شي."

یو بله میرمن سهیلا وايي:

"زموږ لاسي صنایع د افغانستان د نورو سیمو خلک خوښوي، خو زموږ دولت تر اوسه په دې برخه کې هیڅ نه دي کړي."

د ښځو د اقتصادي خوندیتوب د ټولنې مشره مرسل احمدزی وايي، کندهار ډیر مشهوره لاسي صنایع لري او دولت ته په کار ده چې، د دغه صنایعو د پرمختګ او ودې لپاره په داخل او بهر کې بازار مونده وکړي:

"موږ ډیرې بېوزله میرمني لرو د دوی د لاسي صنایعو لپاره بازار مونده د دوي پر اقتصاد ښه اغیز کولای شي."

بل خوا د کندهار والي ډاکټر توریالی ویسا د لاسي صنایعو د دغه نندارتون څخه د لیدنې پرمهال وویل چې؛ د ډیرو لاسی صنایعو ګټه اوس مهال ښځو ته په مستقیمه توګه نه رسیږی او یوه ښځه چې په ډیري خوارۍ سره میاشتي میاشتي یوه خامکي غاړه جوړوي اصلي ګټه نه سي ترلاسه کولای .

د کندهار مشهوره لاسي صنایع خامکي غاړي دي چي په نړیواله کچه خورا زیات مینوال لري .

محمدصادق رښتینی
XS
SM
MD
LG