نړۍ
حزبالله د اسراییل په شمال کې پر څو سیمو تر ۱۰۰ زیات توغندي ویشتلي
د لبنان حزبالله نن سهار وختي د اسراییل په شمال کې پر څو سیمو تر ۱۰۰ زیات توغندي وویشتل.
دې ډلې، چې د متحدوایالتونو لهخوا یوه تروریستی ډله بلل کېږي، وویل چې ځینې توغندي یې د حیفا ښار ته نږدې لګېدلي دي.
داسې ښکاري چې د جګړې ښکېل اړخونه د تاوتریخوالي له زیاتوالی وروسته د بشپړې د پراخې جګړې په لور روان دي.
د تېرې شپې له توغندويي برید وروسته د اسراییل په شمال کې د هوایي بریدونو لپاره د خطر زنګ ووهل شو او په زرګونه خلک پناه ځایونو ته ولېږدول شول.
د اسراییل پوځ ویلي چې توغندي د ملکي سیمو په لور ویشتل شوي دي.
د اوکراین هوایي ځواک د روسیې د ۷۱ پیلوټه الوتکو د ویشتلو خبر ورکړ
د اوکراین هوایي ځواک نن یکشنبې وویل چې هوایي دفاعي سیستمونو یې تېره شپه د روسیې له ۸۰ بې پیلوټه الوتکو څخه ۷۱ ویشتلي دي.
د اوکراین هوایي ځواک دا هم ویلي چې روسیې د اوکراین له لوهانسک سیمې څخه دوه توغندي ویشتلي دي.
خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې توغندي چېرته لګېدلي او آیا د سر او مال تاوانونه یې اړولي او که نه.
په ورته وخت کې د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د هوایي دفاع ځواکونو یې تېره شپه د اوکراین ۱۵ بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړي دي.
د ایران په یوه کان کې چاودنې لږترلږه ۳۰ کسان وژلي
د ایران د خراسان جنوبي ولایت په طبس ښار کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله لسګونه کسان وژل شوي دي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، په دې چاودنه کې چې د میتان ګازو د لیک له امله شوې، لږترلږه ۳۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
چاودنه د شنبې په شپه شوې ده.
په پیل کې، ایراني رسنیو د يوه تن د مړينې او په تونل کې د کارګرانو د راګير پاتې کېدو راپورونه ورکړي وو.
اسراییلي ځواکونو په رامالله کې د الجزیرې شبکې پر دفتر یرغل وروړ او د هغه د تړلو امر یې وکړ
د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړ چې اسراییلي ځواکونو نن سهار د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په رامالله کې د دې شبکې پر دفتر چاپه اچولې او کارکوونکو ته یې ویلي چې خپل دفتر بند کړي.
اسوشېټېډپرېس اژانس راپور ورکړی چې الجزیرې پر خپل دفتر د اسراییلي پوځیانو د حملو ژوندي تصویرونه خپاره کړل.
د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، اسراییلي ځواکونه، چې په وسلو سمبال وو او ماسکونه یې پرمخ وو، د تلوېزیون د ژوندۍ خپرونې په ترڅ کې دفتر ته ورننوتل او امر یې وکړ چې دا دفتر دې د اوس لپاره تر ۴۵ ورځو پورې بند وي.
اسراییلي ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د چک جمهوریت په پارلماني ټاکنو اپوزیسیون مخکښ بلل شوی
په چک جمهوریت کې د پارلماني ټاکنو د خپرو شویو لومړنیو پایلو له مخې، د واکمن ګوند اپوزیسیون یا "اېایناو" ډېرې رایې ترلاسه کړي دي.
د چک جمهوریت د احصايي ادارې پرون ویلي، د اپوزیسیون اصلي ګوند په تېرو دوو ورځو کې له ۱۳ سیمو څخه په لسو سیمو کې سیالۍ وکړې او دا رایې يې ترلاسه کړې دي.
د راپورونو پر بنسټ، د ټاکنو پایلې د اپوزیسیون ګوند څخه د چک د خلکو ملاتړ ښکاره کوي.
هاریس د اکټوبر په ۲۳مه په تلوېزیوني مناظره کې د ګډون وړاندیز ومانه
د امریکا د ولسمشر مرستیالې او د ډیموکرات ګوند کاندیدې کاملا هاریس د سيایناین CNN تلوېزیونې شبکې هغه وړاندیز ومانه چې د اکټوبر په ۲۳مه به په یوې مناظره کې ګډون کوي.
د هاریس ټاکنیز کمپاین د شنبې په ورځ ویلي وو، د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ هم باید په دې مناظره کې ګډون وکړي.
له دې وړاندې د سيایناین په ورته مناظره کې د روان کال په جون میاشت کې ډونالد ټرمپ ګډون کړی و چې یوه بریالۍ مناظره يې بللې وه.
ټرمپ د هغې مناظرې د تنظیموونکو او د سيایناین د مدیرانو ساتینه هم کړې وه.
د جون په ۲۷مه ټرمپ له بایډن سره په یوې مناظره کې ګډون کړې و چې بایډن په کې په ښه توګه له خپل دریځ څخه دفاع ونه کړای شوه او په پایله کې کاملا هاریس د هغې پر ځای د راتلونکو ټاکنو لپاره کاندیده شوه.
په لاهور کې د عمران خان د خوشې کېدو په پار رابلل شوې ناسته پای ته ورسېده
په لاهور کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یا پيټيآی هغه ناسته پای ته ورسېده چې د پخواني صدراعظم عمران د خوشې کېدو په پار د هغه د پلویانو لهخوا رابلل شوې وه.
د دې ګوند مشر ګوهرعلي خان پرون شنبې د سپټمبر۲۱مه ویلي، د پنجاب له حکومت سره د ټاکلو شرایطو له مخې يې ناسته پای ته رسولې ده.
د پېښور په ګډون د پاکستان له ډېرو ښارونو د پيټيآی د زرګونو پلویانو کاروانونه له تېرې ورځې راهیسې لاهور ته روان وو.
په اسلامآباد کې د مشال راډیو خبریال وايي، د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور چې د نیولو امر يې شوی دی، ونه توانېده چې دې ناستې ته ورسېږي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، که څه هم دې ناستې ته ډېر خلک ورغلي وو، خو د دې هېواد د اطلاعاتو او نشراتو وزیر ویلي چې پيټيآی د خپلو پلویانو په راټولو کې پاتې راغلی دی.
د زنداني عمران خان پلویانو له دې وړاندې هم د هغه د خوشې کېدو په پار وړاندې ناستې او لاریونونه ترسره کړي دي.
په لبنان کې د اسراییلو د هوايي برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷ ته رسېدلی
د لبنان روغتیا وزارت ویلي چې په بیروت کې د اسراییلو د هوايي برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷ ته رسېدلی دی.
په وژل شویو کې ۳ ماشومان او اوه ښځې هم شاملې دي.
د اسراییلو پوځ بیا ویلي چې د جمعې په ورځ یې په بیروت کې د حزبالله ډلې یوه غونډه هدف ګرځولې چې ۱۶ کسان یې پهکې وژلي دي.
د لبنان حزبالله ډلې تایید کړې چې په دې برید کې د دوی یو بل جګپوړی قومندان احمد محمود وهبي هم وژل شوی دی.
مخکې په دې برید کې د احمد عقیل وژنه هم تایید شوې وه.
د حزبالله په خبره چې وهبي د تېر کال له اکټوبر راهیسې د اسراییل پر ضد د پوځي عملیاتو مشري په غاړه درلوده.
په پاکستان کې درې نور ماشومان ګوزڼ وهلي
په پاکستان کې درې نور ماشومان ګوزڼ وهلي دي.
د پولیو مخنیوي پروګرام په یوه بیان کې ویلي چې تازه پېښې په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سند ایالتونو کې ثبت شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې سږ کال د پولیو دا لومړۍ پېښه ده.
په پاکستان کې تېر ۲۰۲۳م کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي وو.
په پاکستان سربېره، افغانستان کې هم د پولیو پېښې ثبت شوي دي.
افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس په کې لا ژوندی دی.
سږ کال بیا په جنګ ځپلې غزه کې هم د پولیو مثبتې پېښې راپور شوي.
د امریکا په ځینو ایالتونو کې د حضوري رایې ورکولو پروسه پیل شوه
د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو شاوخوا شپږ اوونۍ مخکې، د دغه هېواد په ځینو ایالتونو کې د حضوري رایې ورکولو پروسه پیل شوه.
یو شمېر رایو ورکوونکو د جمعې په ورځ په ویرجینیا کې تر اصلي انتخاباتو مخکې خپلې رایې صندوقونو ته واچولې، دې ته ورته په مینیسوټا او جنوبي ډکوټا کې رایې واچول شوې.
د امریکا د ۵۰ ایالتونو په اکثرو کې تر وخت مخکې رایې ورکولو دود شته.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جمهوریپال ګوند د کاندید دونالډ ټرمپ له هغو شکونو سره سره چې مخکې یې څرګند کړي وو، د دغه ګوند ملي کمېټې سږ کال د دې ډول رایې اخیستنې هرکلی وکړ.