د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

ځانګړی راپور

جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳

د مهالوېش پر اساس مشخص کول
مرغومی, ۱۴۰۳
شنبه یکشنبه دوشنبه سه شنبه چهارشنبه پنجشنبه جمعه
۱ ۲ ۳ ۴ ۵ ۶ ۷
۸ ۹ ۱۰ ۱۱ ۱۲ ۱۳ ۱۴
۱۵ ۱۶ ۱۷ ۱۸ ۱۹ ۲۰ ۲۱
۲۲ ۲۳ ۲۴ ۲۵ ۲۶ ۲۷ ۲۸
۲۹ ۳۰ ۱ ۲ ۳ ۴ ۵
ارشیف: د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک ته سپارل شوې د ډالرو کڅوړې
ارشیف: د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک ته سپارل شوې د ډالرو کڅوړې

د نړیوال بانک په باور د افغانستان په اقتصاد کې د ټیټې ودې نښې ښکاري، خو دې بانک په خپل نوي راپور کې چې د ډسمبر په څلورمه یې خپور کړ، خبرداری ورکړ چې دا اقتصاد له ننګونو سره مخامخ دی او راتلونکې یې څرګنده نه‌ده.

نړیوال بانک تر همدې راپور نژدې اوونۍ مخکې په یوه بل راپور کې ویلي و چې، د افغانستان صادرات سږکال له جنوري تر سپتمبر میاشتې پورې د تېرکال همدې مودې په پرتله څوارلس په سلو کې کم شوي دي، چې اصلي علت یې د پاکستان له لوري د افغانستان پر صادراتو د مالیاتو زیاتېدل دي.

نړیوال بانک له پاکستان سره د افغانستان د صادراتو ستونزه د اسلام‌اباد د سوداګرۍ په تګ‌لارو کې بدلون، د پاکستان له‌‌خوا د افغانستان په تازه او وچو مېوو او ټولو زراعتي محصولاتو لوړه مالیه اخیستل ګڼي

د افغانستان د سوداګرۍ د خونو پخوانی مشر اذرخش حافظي چې په ۲۰۰۶ کال کې یې د افغان-پاک د سوداګرۍ ګډه خونه هم جوړه کړه، ازادي راډیو ته وویل چې، له ګاونډیو سره تجارت ډېر ګټور دی، خو شرط یې دا دی چې دا سوداګري عادي روانه وي.

نوموړي وويل: "اول د سوداګرۍ موده لنډیږي، کرایه کمیږي. هغه شیان چې ژر خرابیږي هغه په یوه ورځ کې افغانستان ته واردیږي یا لکه دا تازه مېوې، چې کله له کندهاره پاکستان ته صادریږي یا له شمال څخه پاکستان ته صادریږي، یا له ختیځو ولایتونو څخه؛ دا په ورته ورځ هلته رسیږي او یخچالي کانټینرونو ته هم ضرورت نه پيدا کېږي."

نړیوال بانک له پاکستان سره د افغانستان د صادراتو ستونزه د اسلام‌اباد د سوداګرۍ په تګ‌لارو کې بدلون، د پاکستان له‌‌خوا د افغانستان په تازه او وچو مېوو او ټولو زراعتي محصولاتو لوړه مالیه اخیستل ګڼي او زیاتوي چې، د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته پاکستان ته د افغانستان د صادراتو یو عمده قلم سکاره و چې، اوس پاکستان د افغانستان د سکرو پر ځای له خپلو سکرو استفاده کوي.

د راپور له‌‌مخې پاکستان ته د افغانستان د سکرو صادارت سږکال یو اویا فیصده کم شوې دي او افغانانو له‌‌دې درکه د کال تر دې وروستیو نژدې یو شپېته میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي، حال دا چې پروسږکال پاکستان ته د افغانستان د سکرو ډبرو عواید دوه سوه نهه میلیونه ډالرو ته رسېدلي و.

د اذرخش حافظي په نظر پاکستان هغه وخت د افغانستان پر مالونو تعرفه زیاتوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي کړکېچنې شي.

هغه وايي: "کله چې سیاسي مناسبات ترینګلي شي بیا پاکستانیان د تازه مېوو او سبزیو تعرفې لوړوي او دا تازه مالونه وراسته کېږي، له‌‌منځه ځي. دا اکثر سیاسي سرچینه لري."

د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځ‌لسمې مخکې د جمهوري نظام په وخت هم له پاکستان سره د افغانستان په تجارت کې ستونزې وې.

د دې ستونزو د له‌‌منځه وړلو په خاطر په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان د وخت حکومت د ایران او هند له استازیو سره د متبادلې تجارتي لارې په اړه خبرې وکړې او درې سره لوري موافق شول چې، د چابهار په بندر کې به افغان او هندي سوداګرو ته د تجارت اسانتیاوې برابرې شي.

چابهار بندر
چابهار بندر

د چابهار د بندر له موافقې وروسته افغان حکومت تور پورې کړ چې پاکستان د افغان سوداګرو د ترانزیت مالونو په برخه کې مشکلات زیات کړې دي، هم‌هغه و چې په ۲۰۱۷ کال کې افغان حکومت له هند سره لومړی هوایي دهلیز پرانیست، چې تازه او وچې مېوې هند ته صادرې کړي.

"که پاکستان دا مشکلات جوړوي بیا یې نه تنها خپل اقتصاد ته زیان دی، بلکې افغانستان ته یې هم زیان رسیږي.
تاج محمد تلاش

په بل کال یې د وخت حکومت د لاجورد د لارې د پرانیستو اعلان وکړ چې، د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې ترمنځ تجارتي لاره پرانیستل شي.

د اقتصادي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد تاج محمد تلاش وړاندیز کوي چې، اوسني چارواکي هم باید په متبادلو لارو غور وکړي.

نوموړی وايي: "که پاکستان دا مشکلات جوړوي بیا یې نه تنها خپل اقتصاد ته زیان دی، بلکې افغانستان ته یې هم زیان رسیږي. حکومت ته ضرورت دی چې موږ باید پاکستان ته انحصاري اقتصاد ونه‌لرو، بلکه منځنۍ اسیا ته، ایران ته، ترکیې ته، هند ته، همداراز د چابهار د بندر له لارې نور ترانزیټ مختلفو اسیایي، منځنۍ اسیا او اروپایي هېوادو ته ولرو."

له ښاغلي تلاش سره د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي له‌دې اړخه هم‌‌نظره دی چې، د افغانستان او پاکستان تجارت د دواړو هېوادو لپاره ډېر ګټور دی، خو ښاغلی حافظي وایي چې، یو هېواد د بل ځای نه‌شي نیولی.

هغه وايي: "دا چې ځیني خلک وایي، یو بدیل ورته پيدا کړو، زه په‌دې باور نه‌یم چې دا جغرافیایي جبر بدل کړو او موږ د پاکستان په ځای مثلا له ازبکستان سره مناسبات ټینګ کړو، هغوی ځانته خصوصیات لري او دا ځانته."

د اقتصادي چارو شنونکى اذرخش حافظي
د اقتصادي چارو شنونکى اذرخش حافظي

د دغو ځانګړیو خصوصیاتو په اړه ښاغلی حافظي زیاتوي: "موږ که ورته شیان له بل هېواد څخه راوارد کړو دا ممکنه نه‌ده، په سیمه کې ورته شیان یوازې هند لري او که د هند مالونه د چابهار له لارې وارد شي هغه ګران تمامیږي او وخت پرې ډېر تېریږي، همدغه هندي مالونه هم د ځمکې له لارې د واګې د بندر له لارې افغانستان ته واردېدلی شي."

"موږ که ورته شیان له بل هېواد څخه راوارد کړو دا ممکنه نه‌ده، په سیمه کې ورته شیان یوازې هند لري
اذرخش حافظي

پاکستان له خپلې خاورې د هندي ترانزیټ مالونو له تېرېدو سره مخالفت کوي، کنه دا لاره د افغانستان لپاره ډېره لنډه ده، له تورخمه تر واګې پورې واټن دوه سوه شپيته کیلومتره دی.

اوس سوال دا دی چې له پاکستان سره د افغانستان تجارتي روابط څرنګه ښه کېدای شي؟

په کابل کې مېشت د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ کمېسیون د جوړېدو وړاندیز کوي.

نوموړی وايي: "که چېرته یو ګډ اقتصادي، سیاسي او نظامي کمېسیون جوړ شي، هم د پاکستان له‌‌خوا هم د افغانستان له‌خوا او دا ټول مسایل وخت په وخت وڅیړي او عاجلې پرېکړې کوي، دا به ډېره ګټه وکړي. کمېسیون دې یو وي، هم دي د اقتصاد ابعاد څېړي، هم دې د سیاست څېړي، هم دې نظامي څېړي هم دې استخباراتي څېړي خو اجراات دې عاجل کوي او ښه قوي صلاحیتونه او مسوولیتونه دې، دې کمېسون ته ورکړل شي، زه فکر کوم چې دا به ډېره مؤثره لاره وي."

نوی ډیلی د پاکستان له لارې له افغانستان او بیا منځنۍ اسیا سره د ځمکې له لارې تجارت ته هیله‌من نه‌‌‌دی، نو سره له‌‌‌دې چې په کابل کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، سږکال یې د مې په میاشت کې له ایران سره د چابهار بندر د پراختیا لپاره لس‌کلن تړون لاس‌لیک کړ او ژمنه یې وکړه چې درې سوه اویا میلیونه ډالر به هلته پانګونه وکړي.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو یوه څېړنه ښيي چې یوه بانفوذه او مشهور ایکس چېنل په اروپا کې په غلط ډول د بهرنیو اتباعو په ضد راپورونه ورکړي او د کډوالو ضد احساساتو ته یې لمن وهلې ده.

د اکس شبکې یوه مشهور اکونټ ( حساب) په اروپا کې د کډوالو په اړه ناسم معلومات خپاره کړي او د خپلو پټو چارو د پرمخ بیولو لپاره یې یوشمېر جعلي کسان ګمارلي دي.

د ازادي اروپا/ازادي راډيو څيړنو ښودلې چې د دغه کار یو هدف لږ تر لږه د پيسو ګټل یا مالي ګټه ده.

د ( Europe Invasion) یوروپ اینويژن په نوم دغه جعلي حساب کې چې تر ډيره پر واقعیتونو سترګې پټې شوي، او خلکو ښکیلتیا ته د لومړیتوب ورکولو په خاطر یې پوسټونه خلکو تر ډیره شریک کړي.

دغه اکس اکونټ او ورسره ورته نور اکونټونه داسې مهال راڅرګندیږي چې په اروپا کې په پراخه توګه ښي اړخي افراطي ګوندونه په ټاکنو کې بریالي کیږي. دا هغه ګوندونه دي چې له کډوالو سره جوړ نه دي.

د ازادې اروپا/ازادي راډيو څيړنه د لومړي ځل لپاره د هغو کسانو نومونه یادوي چې له ( Europe Invasion) اکونټ سره په مستقیم تماس کې دي.

دا څيړنه د ناسمو انلاین معلوماتو ریښې او اکثره مبهمې انګیزې رابرسیره کوي، کارپوهان وایي دا ډول ناسم انلاین معلومات او د هغوی پټې انګیزې راپرسیره کوي عمومي افکارو د اړولو، ټولنیزو نانندریو ته د لمن وهلو او د دیموکراتیکو بهیرونو د له منځه وړلو لپاره کارول کیږي.

دا د ازادې اروپا/ازادي راډيو د راپورونو د هغې لړۍ لومړۍ برخه ده چې مشهور اکس اکونټونه، چې د کډوالو ضد احساسات راپاروي، ارزوي.

د اروپا د یرغل په نوم اکس اکونټ د تاوتریخوالي او ورانۍ هغه ویډيوګانې خپرې کړي چې د ادعا له مخې کډوال لاس په کې لري.

دغه اکونټ چې شپږلکه فالورز یا څارونکي لري، په منظم ډول داسې مسایل خپروي چې په هغو کې مسلمانان او افریقایان ټولنې ته د یوه خطر په توګه معرفي کیږي.

په اکتوبر میاشت کې دغه اکونټ اعلان وکړ چې تېرو دریو میاشتو کې ۱ اعشاریه یو میلیارد کسانو د دوی مطالب کتلي دي.

Europe Invasion په اکتوبر کې اعلان وکړ چې، درېیو میاشتو کې یې یو اعشاریه یو میلیارد کسانو مطالب کتلي او څه باندې ۴۰ زره څارونکي یې اضافه شوي دي.
Europe Invasion په اکتوبر کې اعلان وکړ چې، درېیو میاشتو کې یې یو اعشاریه یو میلیارد کسانو مطالب کتلي او څه باندې ۴۰ زره څارونکي یې اضافه شوي دي.

د ازادي راډيو څيړنې موندلې چې یوه ترکي جوړه ( میرت او بیلګین کوک) چې په دوبۍ کې اوسیږي، په مستقیم ډول له ( Europe Invasion ) سره اړیکه لري، که څه هم دوی دغه حساب کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

په تيره سپتمبر میاشت کې د سویډن یوې رسنۍ ( SVT ) د ( Europe Invasion ) حساب له همدغې جوړې سره تړلی بللی و، خو د هغوی نومونه یې نه وو اخیستي.

دغې سویډني رسنۍ ادعا وکړه چې ( Europe Invasion ) اکونټ په یوه بهرني تبلیغاتي اژانس پورې تړلی دی.

له دغه راپور لږ وروسته ( Europe Invasion ) په ډاګه ادعا وکړه چې د دوی څښتن د سټیفن په نوم د مونتينیګرو یو اوسیدونکی دی.

ویل شوي چې سټیفن په خټه صربی دی او هغه غواړي " اروپا بیرته لویه کړي".

د اکتوبر په لومړیو کې بیا دغه اکس حساب له انځور سره یو پوست، چې اوس ډیلیټ شوی، خپور کړ او هغه کس یې ( سټیفن) یاد کړی و.

کله چې ازادي راډیو دغه انځور د څیرې د معلومولو ځانګړي سافټ ویر ته واچوه، دا کس هماغه ترکی وګړی میرت کوک راوخوت.

دغه ترکي وګړي بیا وویل چې د ده له انځوره د ده په بې خبرۍ کۍ استفاده شوې ده.

دغه کس د Europe Invasio په اکونټ کې هر ډول دخالت رد کړ.

ایروپ انویژن حساب ادعا وکړه چې څښتن یې "سټیفن" دی، خو دغه سړی چې انځور یې خپور شوی وایي چې دا عکس د ده په بې‌خبرۍ کې خپور شوی دی. نوموړی په دغه ايکس اکونټ کې دخالت ردوي.
ایروپ انویژن حساب ادعا وکړه چې څښتن یې "سټیفن" دی، خو دغه سړی چې انځور یې خپور شوی وایي چې دا عکس د ده په بې‌خبرۍ کې خپور شوی دی. نوموړی په دغه ايکس اکونټ کې دخالت ردوي.

خو داسې یوشمېر شواهد شته چې له دغه اکس اکونټ سره د میرت کوک او بیلګین کوک تړاو ښيي.

په دغو شواهدو کې د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله هغه ویډيو شامله ده چې بیلګین کوک په کې وایي، افغان کډوال اروپا ته خطرناک دي.

د ایروپ انویژن په نوم اکونټ دغه ویډیو په تیره مارچ میاشت کې خپره کړې ده.

ازادي راډيو له میرت کوک سره اړیکه ونیوله، خو هغه وویل چې دا او میرمنه یې د دې اکونټ څښتنان نه دي.

میرت کوک ادعا وکړه چې دوی دغه اکونټ په مونتينیګرو کې پر یوشمېر نورو کسانو چې ترکان دي، پلورلی دی.

کوک د هغه ټیم او کسانو د نومونو له ښودلو ډډه وکړه چې په وینا یې ده د ایکس دغه اکونټ پرې پلورلی دی.

تراوسه معلومه نه ده چې د ( Europe Invasion ) په نوم دغه اکونټ چې د کرکې پيغامونه خپروي، ایډیولوژيکي او که د پیسو د ګټلو انګیزه لري.

دغه اکونټ خلکو ته د پیسو په مقابل کې ځینې مطالب وړاندې کوي او کله نا کله د مرستې ټولولو لینکونه هم خپروي. یاد اکونټ بیا ویلي، دا هڅې د دې لپاره کوي چې غواړي د یوه یوټیوب چينل په جوړولو سره خپل کارونه پراخ کړي.

د ایروپ انویژن اکونټ په ډاګه د خپل عاید په اړه دغه پوست کړی او ویلې يې دی، د ايکس د راپورونو له لارې عاید ترلاسه کوي.
د ایروپ انویژن اکونټ په ډاګه د خپل عاید په اړه دغه پوست کړی او ویلې يې دی، د ايکس د راپورونو له لارې عاید ترلاسه کوي.

په واشنګټن کې د بروکینګ انسټیټیوټ د حکومتولۍ د مطالعاتو یوه څیړونکي ډارېل ویسټ ازادي راډيو ته ویلي " داسې منظمې شبکې شته چې غلط معلومات خپروي. یوشمېر دغه ارګانونه مالي اهداف لري او د غلطو روایتونو او کیسو په جوړولو سره پیسې ترلاسه کوي."

دغه ایکس چېنل په دوامداره توګه داسې غلطې ادعاوې خپروي چې له مخې یې د تاوتریخوالي او جرمونو په پيښو کې د کډوالو ښکیلتیا ښيي.

په تېره اکتوبر میاشته کې دغه اکونټ وویل چې په بریتانیا کې د جولای میاشتې هغه خونړی برید چې پر یوې ښځې وشو، د "دوو سومالیایي کډوالو" له خوا ترسره شوی و.

دغه قضیه دوه میاشتې مخکې د پولیسو له خوا څیړل شوې وه او پولیسو د کډوالو ضد یوه بل چینل هغه ادعا رد کړې وه چې ګواکې جرم د کډوالو له خوا ترسره شوی دی.

په بریتانیا کې د هغې ښځې د قتل په تور یو ۵۵ کلن انګلیسی وګړی ونیول شو او هغه د قتل په جرم په رسمي ډول محکوم شو.

د ایروپ انویژن اکونټ یو بل غلط پوست تېره جولای میاشته کې د انګلستان په سوټ پورت ښار کې له یوه برید دوه ساعته وروسته خپور شو.

دغه پټ اکونټ هغه مهال په دروغو ادعا وکړه چې "مشکوک کس یو مسلمان کډوال دی".

دغه پوست په دوو ورځو کې د ښې اړخو ټولنیزو شبکو له خوا خپور شو او تر شپږ میلیونو پورې کسانو ولیده. له دغه پوست سره همهاله په ټوله بریتانیا کې د کډوالو ضد حرکتونه وپارېدل.

پولیس د انګلستان په لیورپول کې د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۳مه له اعتراض کوونکو سره مخامخ شول. دغه اعتراض د جولای په ۲۹مه په سوټ پورت کې په چړې د یوې ښځې د وژنې په غبرګون کې پیل شوی و.
پولیس د انګلستان په لیورپول کې د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۳مه له اعتراض کوونکو سره مخامخ شول. دغه اعتراض د جولای په ۲۹مه په سوټ پورت کې په چړې د یوې ښځې د وژنې په غبرګون کې پیل شوی و.

د یوروپ انویژن شبکې په غلط ډول ویلي و چې حمله کوونکی یو " مسلمان کډوال و " خو د لندن د پولیسو مشر ویلي و، د خلکو غوسه او اعتراض " د غلطو معلوماتو پر اساس" پاریدلي وو.

برید کوونکی چې د قتل په جرم محکوم شوی په ریښتیني ډول د بریتانیا تبعه دی a British citizen چې په ویلز کې له روانډایي مور او پلار څخه پیدا شوی و.

څارنوالانو وروسته دغه وګړی د یوه ډول زهري موادو په تولید او د القاعده شبکې د لارښوونې د یادښتونو یا کتابچو په لرلو تورن کړ.

دواړه، د ایروپ انویژن او هغه پورې تړلي بل اکونټ چې ډیلي ریپورټس نومېږي، په اکس چینل یا پخواني ټویټر پورې تړلي دي.

دا اکونټونه له څه باندې یوې لسیزې راهیسې فعالیت کوي او څو ځله یې نومونه سره بدل کړي دي.

د Europe Invasion اکونټ د پخوانیو نومونو یو لېست.
د Europe Invasion اکونټ د پخوانیو نومونو یو لېست.

دواړو اکونټونو پخوا په ترکي ژبه خپله محتوا خپروله، خو دوی د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې د خپلو پوسټونو تاریخچه پاکه کړې ده.

دوی د پخوانۍ تاریخچې له پاکولو وروسته په انګلیسي ژبه لیکنې پيل کړي او ټوله محتوا یې د کډوالو ضد مسایل دي.

په مارچ میاشت کې د ایروپ انویژن اکونټ داسې ویډیو خپره کړې وه چې په هغه کې افغان کډوال د اروپا لپاره "خطرناک " بلل شوي دي.

" که مونږ غواړو چې خپله راتلونکې، خپل مدنیت او خپل ماشومان خوندي کړو، مونږ باید دغه یرغل ( و دروو) " دا د هغې ویډيو محتوا ده چې له نورو ژبو څخه پر متاثرې انګلیسي لهجې خبرې په کې شوي.

د مصنوعي ځیرکتیا هغه ویډيو چې بیلګین کوک په کې د افغان کډوالو په اړه خبرداری ورکوي. دا په مارچ میاشت کې د یوروپ انویژن پر ايکس خپره شوې او ادعا یې کړې چې دا ویډيو د "الیسا" په نوم یوې نجلۍ له‌خوا جوړه شوې.
د مصنوعي ځیرکتیا هغه ویډيو چې بیلګین کوک په کې د افغان کډوالو په اړه خبرداری ورکوي. دا په مارچ میاشت کې د یوروپ انویژن پر ايکس خپره شوې او ادعا یې کړې چې دا ویډيو د "الیسا" په نوم یوې نجلۍ له‌خوا جوړه شوې.

دغه اکونټ په یوه بل تعقیبي پوست کې د یوټیوب یو لینک چې اوس له فعالیته لویدلی دی، شریک کړی دی. د یوټیوب د دغه چینل نوم ویسټ ټو دوبی یا لویدیځ د دوبۍ په لور دی چې د فارس خلیج په اماراتو کې د ژوند په تجربو متمرکز دی.

د یوروپ انویژن شبکې ویلي، د دغه چينل ویډیوګانې د الیسا په نوم د پوهنتون یوه زده کوونکې جوړوي چې د " اروپا د کډوالو د یرغل" په اړه دي.

یوروپ انویژن په تېره مارچ میاشت کې لوېدیځ د دوبۍ په لور یوټیوب چينل اعلان کړ او وې ویل، چلونکې یې "الیسا" ده.
یوروپ انویژن په تېره مارچ میاشت کې لوېدیځ د دوبۍ په لور یوټیوب چينل اعلان کړ او وې ویل، چلونکې یې "الیسا" ده.

د ( SVT ) له څيړنو سره همهاله د دغه یوټیوب چینل پرده توره شوه، خو د یوټیوب د موادو له ډیلیټ کولو مخکې پر دې چینل د دوبۍ د ژوند یوه ویډيو شریکه شوې ده او د ویډيو وړاندې کوونکې ځان " الیسا" معرفي کوي.

الیسا دا ځل د یوټیوب په پرده هم ځان ښکاره کوي.

د ټولنیزو رسنیو د پروفایلونو یوه ارزونه چې د ازادې اروپا/ازادي راډيو له خوا شوې تاییدوي چې هغه میرمن چې په دویمه ویډيو کې ښودل کیږي، الیسا نه نومیږي، بلکې هغه بیلګین کوک ده او د هغې د لینکډلن پروفایل هم څرګندوي چې هغه په دوبۍ کې میشت د هغه شرکت څښتنه ده چې د ترکیې دودیزه شیریني پلوري.

ازادي راډیو د غږ د معلومولو دوه داسې وسیلې وکارولې چې په دغو ویډیوګانو کې ویل شوی غږ چې الیسا ته منسوب و، له هغو غږونو سره پرتله کړي چې بیلګین کوک پورې اړه لري.

دواړوه دغه پروګرامونه څرګندوي چې د بیلګین کوک غږ د " الیسا" په نوم هغه غږ سره ورته والی لري چې په اروپا کې د افغان کډوالو په اړه خبرداری ورکوي.

د الیسا یوټیوب چينل د @alissatells په نوم د اکس شبکې یو حساب هم لري چې څو ځله یې له یوروپ انویژن سره په تعامل کې پوسټونه کړي دي.

د انټرنیټ ارشیف د ایروپ انویژن، کوک او جعلي الیسا ترمنځ مستقیم تماس ښيي.
د انټرنیټ ارشیف د ایروپ انویژن، کوک او جعلي الیسا ترمنځ مستقیم تماس ښيي.


د سټیفن او مونتينیګرو تړاو

د ( SVT ) د خبریالانو له‌خوا په دوبۍ کې مېشت دغې تورکۍ جوړې سره تماس نیول شوی دی، خو هغوی د یوروپ انویژن په اکونټ کې دخالت رد کړی دی.

دغې جوړې ادعا کړې چې په مونتينیګرو کې مېشت یوه تبلیغاتي اژانس د دغه اکس چينل ترشا دی.

خو ازادي راډيو د INV MediaX په نوم چینل چې د سټیفن له‌خوا مخته وړل کېږي او ایروپ انویژن ترمنځ کوم تړاو پيدا نه‌کړ.

د SVT له څيړنو وروسته (Europe Invasion) یو پوست وکړ او ادعا یې وکړه چې د دغې پاڼې څښتن سټیفن دی.

دوی ویلي و چې سټیفن د مونتینیګرو اوسېدونکی او په خټه صربی دی.

دوی وړاندې ویلي و چې سټیفن غواړي د اروپا کلتور او مسیحیت خوندي کړي.

دوی وروسته د یوه ږیرور سړي عکس چې عینکې یې په سترګو کړي او د کافي د څښلو په حال کې دی خپور کړ او وې ویل دغه کس سټیفن او د همدې اکس چینل څښتن دی.

د یوروپ انویژن ايکس اکونټ ادعا شوی څښتن سټیفن چې د یوه ترکي سړي عکس نه یې استفاده کړې، نوموړی وایي، میرت کوک پېژني خو هیڅکله یې د کډوالۍ ضد پروژې په اړه څه نه‌دي اورېدلي.
د یوروپ انویژن ايکس اکونټ ادعا شوی څښتن سټیفن چې د یوه ترکي سړي عکس نه یې استفاده کړې، نوموړی وایي، میرت کوک پېژني خو هیڅکله یې د کډوالۍ ضد پروژې په اړه څه نه‌دي اورېدلي.

د ازادې اروپا/ازادي راډیود سټیفن په مشرۍ د یوروپ انویژن څو عمومي برښنالیکونو سره تماس ونیو.

له ارزونې وروسته معلومه شوه چې @IamStefanK ایمیل او انځور یې له‌‌‌منځه ولاړ او ځای یې X @ContactEI ونیوه.

دغه اکونټ بیا خپلو څارونکو ته اطلاع ورکړه چې د یوروپ انویژن پاڼه د بلې پاڼې له‌‌‌خوا کنټرول شوې ده.

ازادي راډیو له هغې بلې پاڼې سره تماس ونیوه، هغوی ومنله چې د یوروپ انویژن پاڼه، حقونه او نور حسابونه یې زموږ د ټيم له‌‌‌خوا تر کنټرول لاندې راغلي.

دغه ادعا شوی ټيم په وارسا کې موقعیت لري.

له ازادي راډيو سره په تماس کې میرت کوک ویلي: "موږ د یوروپ انویژن څښتنان" نه یو او نه هم د هغو چینلونو چې دغې شبکې سره تړاو لري.

کوک ویلي: "موږ مسلمانان یو، مسلمان هېواد کې اوسیږو، موږ به هیڅکله د داسې یوه چینل څښتنان نه‌‌‌شو چې د مسلمانانو ضد چارې مخته وړي."

هغه په ټينګار سره ادعا وکړه چې هغه او مېرمنې یې خپل اکس اکونټ چې Dubaideyiz نومیږي، په مونتينیګرو کې یوه ټيم باندې پلورلی دی.

وروسته له دې چې ازادي راډيو "سټیفن" ته د مرکې بلنه ورکړه، د هغه اکونټ چې @IamStefanK نومیږي، @ContactEI ته بدل شو او ادعا یې وکړه چې یوروپ انویژن تسخیر شوې ده.
وروسته له دې چې ازادي راډيو "سټیفن" ته د مرکې بلنه ورکړه، د هغه اکونټ چې @IamStefanK نومیږي، @ContactEI ته بدل شو او ادعا یې وکړه چې یوروپ انویژن تسخیر شوې ده.

ازادي راډیو داسې شواهد ترلاسه نه کړل چې د سټیفن په نوم کوم کس چې ادعا کیږي د دغه اکس چینل مشر دی، په واقعي ډول موجودیت لري.

د یوروپ انویژن چینل او ورسره تړلي نور حسابونه داسې غلط او له تعصبه ډک پیغامونه خپروي چې د کډوالو په اړه د عامو خلکو ذهنیت باندې اغیز کوي.

ازادي راډيو د اکس شبکې یا پخواني ټویټر ټیم ته هم یو ایمیل ولېږه، خو هغوی مونږ ته ولیکل چې د اکس شبکې د مرستې مرکز ته مراجعه وکړو، خو هلته د رسنیو د پوښتنو د لیږلو امکانات نه وو.

په سپټمبر میاشت کې یوې خپرې شوې مطالعې وښوده چې پر ایکس پاڼه د کډوالو ضد محتوا د کډوالو د ملاتړ د محتوا پرتله ۶۶ فیصده ګړندۍ خپریږي.

ایټالیوۍ څيړونکې اندریا نسوتو چې د پورتنۍ ذکر شوې مطالعې یوه برخه واله وه ازادي راډيو ته وویل " په کوم سرعت چې ناسم معلومات خپریږي، هغه ډير مهم دي. ځکه که د کرکې یوه خبره وکړې، یوه اونۍ کې هغه خبره له منځه ځي، خو په وړاندې یې مخکې له مخکې خلکو غبرګون ښودلی وي."

ایلن ماسک چې ۲۰۲۲ کال کې یې ټویټر واخیست او بیا یې اکس ته واړوه، هم تر نیوکو لاندې دی. د اکس شبکې د محتوا له څارونکو سره د ماسک چلند هغه څه دی چې د اروپایي ټولنې د ډیجیټل مقراراتو ا اړوندو ادارو هم نیوکه پرې کړې ده.

یوه څیړنه چې په نیویارک کې د میشتې کمپنۍ نیوزګارد له خوا شوې ښيي چې د ماسک له خوا د اکس چینل له اخیستو سره سم د غلطو معلوماتو خپرېدل او د دغو معلوماتو په اړه د لوستونکو غبرګون یا انګیجمینټ زیات شوی دی.

د یوروپ انویژن له خوا د کډوالو ضد کرکجن پيغامونه د خلکو له تعصبه ډکو تبصرو سره هم مخامخ شوي دي.

یوه بلجیم میشته څیړونکې ناتالي ون رامدونک وایي، کرکجنې محتواوې ځکه ډيرې خپریږي چې غبرګونونه او د خلکو غوسه پاروي.

هغې ازادي راډيو ته وویل، که په کومه لیکنه کې د احساساتو او عاطفې ژبه کارول شوي وی، ډېر خلک یې ګوري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG