د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۲

خبرونه

نن جمعه په ۱۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورو اټکل

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپیژندنې اداره نن جمعه د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورو اټکل کړی دی.

دې ادارې د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د غور، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز، تخار، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشیر او پروان ولایتونو په مختلفو برخو کې د باران اندازه د لسو نه تر ۲۵ ملي مترو او د واورې کچه له لسو نه تر۲۵ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.

همدارنګه د سالنګونو په ګډون په مرکزي ولایتونو کې د تیزو بادونود پیښیدو احتمال شته چې د سرعت کچه یې په بیلابیلو سیمو کې په ساعت کې له پنځوسو نه تر۷۵ کیلومترو پورې اټکل کیږي. دې ادارې د افغانستان په ګرمسیرو سیمو کې د سیلابونو اټکل کړی دی.

د طالبانو حکومت: روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو دوه سوه افغان کډوال ازاد او افغانستان ته ستانه شول

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت وایي، روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو څخه دوه سوه افغان کډوال ازاد او بیرته هیواد ته ستانه شول.

دې وزارت د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې دغه کډوال چې له یوې ورځې نه نیولې تردوو میاشتو پورې یې په بند کې تیره کړې، د کندهار د سپین بولدک د لیږد په امریت کې ترثبت او د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مینو ته ولیږدول شول. دې وزارت تیره اونۍ هم د پاکستان له زندانونو د ۷۵ افغان کډوالو د خوشې کیدو او هیواد ته یې د ستنیدو خبر ورکړی و. پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې په هغه هیواد کې پرافغان کډوالو فشارونه زیات کړي او په ټولو ایالتونو کې یې په تیره د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو بهیرګړندۍ کړی دی.

عراقچي: هیواد یې د هرډول احتمالي ځمکني یرغل لپاره چمتو دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پنجشنبې په ورځ وویل چې هېواد یې د هر ډول احتمالي ځمکني یرغل لپاره چمتو دی او زیاته یې کړه چې داسې یو اقدام به د اسلامي جمهوریت د دښمنانو لپاره "ناورین" وي.

په داسې حال کې چې متحده ایالات او اسرائیل پر ایران خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، عراقچي امریکایي رسنۍNBC News ته وویل: "موږ د هغوی انتظار باسو." او زیاته یې کړه: "موږ ډاډه یو چې له هغوی سره مقابله کولای شو او دا به د هغوی لپاره یو لوی ناورین وي."

تردې مخکې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې پرایران د کرد ډلو د برید ملاتړکوي. ټرمپ له رویترز خبري آژانس سره په خبروکې وویل: "زه فکر کوم دا ډېره ښه ده چې هغوی غواړي دا کار وکړي، زه یې په بشپړه توګه ملاتړ کوم." خو نوموړي په دې اړه چې ایا متحدو ایالتونو د کرد ډلود برید لپاره مرسته یا هوایي پوښښ چمتوکړی، له څه ویلو ډډه وکړه.

یوشمیررسنیو په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره کړل چې د ایراني کردانو ملیشې ځواک په وروستیو ورځو کې له متحدو ایالاتو سره په دې اړه چې څنګه او آیا کولای شي د ایران په لویدیځو سیمو کې د اسلامي جمهوریت پر امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړي، مشورې کړې دي.

هند د کرکټ د شل اوریز جام پای لوبې ته ووت

د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام په دوهمه نیمه پایلوبه کې د پنجشنبې په ورځ د مارچ په پنځمه هند انګلستان ته د اوو منډو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووت. هند لومړی بیټنګ وکړ او د ۲۵۴ منډو هدف یې وټاکه چې انګلستان د اوو لوبغاړو په سوځیدو په شلو اورونو کې ۲۴۶ منډې وکړې.

د دغه جام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې چې د چهارشنبې په ورځ د نیوزلنډ او جنوبي افریقا د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، نیوزیلنډ په ۹ ویکټو وګټله او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام پایلوبه به د راتلونکې یکشنې په ورځ د مارچ په اتمه ترسره شي.

ابراهیم ځدراڼ د افغانستان د ملي لوبډلې د شل اوره سیالیو کپتان وګومارل شو

ابراهیم ځدراڼ
ابراهیم ځدراڼ

د افغانستان کرکټ بورډ د نامتو لوبغاړي راشدخان پر ځای ابراهیم ځدراڼ د ملي لوبډلې د شل اوره سیالیو کپتان وټاکه.

کرکټ بورډ دا پرېکړه نن په یوه خبري کنفرانس کې د سرېلانکا پر وړاندې سیالیو ته د لوبډلې د اعلان په ترڅ کې اعلان کړه.

له څه مودې راهیسي د کرکټ بورډ له لوري د راشدخان پر ځای د ابراهیم ځدراڼ د کپتانۍ په اړه اوازې خپرېدې.

په دې کنفرانس کې کرکټ بورډ د سرېلانکا پر وړاندې راتلونکو لوبو ته د دواړه فارمټونو لپاره لوبډلې هم اعلان کړې.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او سریلانکا لوبډلې درې شل اوره او درې یو ورځینۍ مسابقې وکړي. دا سیالۍ د مارچ په دیارلسمه پیلېږي.

ټرمپ وایي هر څوک چې د ایران مشر شي، وبه وژل شي

په داسې حال کې چې د امریکا او اسراییل له خوا پر ایران د بریدونو شپږمه ورځ پوره کېږي او د دې احتمال په اړه خبرې کېږي چې ښايي مجتبی خامنه‌يي د خپل پلار ځای ونیسي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ټینګار کړی چې امریکا او اسراییل په دې جګړه کې په ډېر قوي دریځ کې دي او هر څوک چې د ایران د اسلامي جمهوریت مشر وټاکل شي، وبه وژل شي.

له بلې خوا د چهارشنبې په ورځ د امریکا د متحدوایالتونو سناجرګې هغې طرحې ته مثبتې رأیې ورنه کړې چې هدف یې پر ایران د امریکا د پوځي عملیاتو د دوام مخنیوی و.

دا طرحه د ډیموکرات ګوند د سناجرګې د اقلیت مشر چاک شومر په نوښت د سناتورانو ټیم کین او اډم شیف او او همداراز د جمهوريپال سناتور رنډ پال له خوا وړاندې شوې وه.

د دې طرحې هدف دا و چې د ډونالډ ټرمپ حکومت اړ کړي څو پر ایران روان پوځي عملیات ودروي، خو د طرحې له رد کېدو سره د ټرمپ ادارې ته په رسمي ډول دا فرصت برابر شو چې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

د امریکا ولسمشر د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د ټکنالوژۍ د شرکتونو له یو شمېر مدیرانو سره د لیدنې پر مهال وویل:

«موږ اوس په ډېر قوي موقف کې یوو او د هغوی (ایران) مشري په چټکۍ سره له منځه ځي. هر څوک چې داسې ښکاري چې غواړي مشر شي، بالاخره به ووژل شي.»

ډونالډ ټرمپ دا هم وویل چې د تهران د بالستیک توغندیو زېرمه په چټکۍ سره له منځه وړل کېږي او د ایران پوځي وړتیا ورځ تر بلې کمزورې کېږي.

ایټالیا د خلیج هېوادونو ته د هوايي دفاع مرستې لېږي

د ایټالیا صدراعظمه
د ایټالیا صدراعظمه

د ایټالیا صدراعظمې اعلان کړی چې هېواد یې غواړي د ایران د احتمالي هوايي بریدونو د مقابلې لپاره د فارس خلیج سیمې هېوادونو ته د هوايي دفاع په برخه کې مرستې ولېږي.

جورجا مېلوني دا موضوع د پنجشنبې په ورځ (د حوت ۱۴مه) له آر ټي ایل راډیو سره په مرکه کې وکړه.

مېلوني ویلي چې ایټالیا هم د بریتانیا، فرانسې او جرمني په څېر غواړي د فارس خلیج هېوادونو ته مرستې واستوي، په تېره بیا د دفاعي تجهیزاتو او په ځانګړې توګه د هوايي مدافع سیستمونو په برخه کې.

د ایټالیا صدراعظمې زیاته کړه:

«دا کار یوازې د دې لپاره نه کوو چې دا هېوادونه زموږ دوستان دي، بلکې تر ټولو مهم دلیل دا دی چې لسګونه زره ایټالیايي وګړي په دې سیمه کې اوسي.»

د هغې په وینا، شاوخوا ۲۰۰۰ ایټالیايي پوځیان هم په دې سیمه کې مېشت دي.

م.م. د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نښتو کې د ملکي افغانانو ژوند ته د پاملرنې غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانو نښتو په ترڅ کې په افغانستان کې د ملکي وګړو د ساتنې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

هغه د چهارشنبې په ورځ (د حوت ۱۴مه) په یوه خبري غونډه کې وویل:

«په افغانستان کې راپورونه ښيي چې د سرحدي سیمو د توپچي بریدونو او هوايي حملو له امله عام ولس ته مرګ ژوبلې او د خلکو کورونو ته زیان اوښتی دی.»

دوجاریک زیاته کړه چې باید د ملکي وګړو او ملکي زیربناوو ساتنه وشي او جګړه باید د بې‌ګناه خلکو ژوند له خطر سره مخامخ نه کړي.

د ملګرو ملتونو ویاند وویل چې د وضعیت خرابېدو د افغانستان د کونړ ولایت بې‌ځایه شوي خلک هم سخت اغېزمن کړي دي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د وروستیو زلزلو له امله بې‌کوره شوي او اوس په موقتي سرپناوو کې اوسي.

د افغانستان او پاکستان د شخړو په اتمه ورځ پر کندهار د پاکستان د بمبارۍ هڅه شوې

په کندهار کې پر قول اردو د پاکستان د هوايی بریدونو په اړه د خبرونو له خپرېدو وروسته طالب چارواکي وايي چې ځواکونو یې په بلوچستان ایالت کې د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه کړي دي.

د افغانستان ملي راډیو تلویزیونو چې د طالبانو تر کنترول لاندې دی، نن سهار (پنجشنبه) وویل چې د پاکستان جنګي الوتکو تېره شپه هڅه وکړه چې په کندهار کې پر قول اردو بمباري وکړي خو له عکس العمل سره مخامخ شوې او په خپله هڅه کې ناکامې شوې.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې نن اتمه ده. تر دې مخکې د دواړو خواوو د نښتو او بمباریو ډېر تمرکز د افغانستان په ختیځ او کابل کې و خو له پرون راهیسي د کندهار او بلوچستان ترمنځ نښتو زور اخیستی دی.

په دې جګړه کې په تېره بیا په افغانستان کې لسګونه ملکیان هم وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت د لومړنیو شمېرو پر اساس، د سې شنبې تر ورځې د ۴۲ تنو ملکیانو وژل کېدا او د ۱۰۴ نورو ټپي کېدا تایید شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د وحشي بولیو ویروس په خپرېدو دی

د ملګروملتو د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د وحشي پولیو ویروس لا هم په خپرېدو دی او د هېواد په جنوبي سیمو کې تر ټولو ډېرې پېښې ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ په خبرپاڼه کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د وحشي پولیو یا WPV1 پنځه نوې پېښې ثبت شوې دي او د هېواد په جنوبي او ختیځو سیمو کې د ویروس د خپرېدو کچه زیاته لیدل شوې ده.

د دې ادارې په وینا، په جنوبي سیمو کې د پولیو د خپرېدو یو مهم لامل د واکسین کم پوښښ او د واکسین د کور په کور کمپاینونو پر ترسره کولو کې محدودیتونه دي.

د پولیو د بېړني کمېټې غړو هم د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړ چې دا ستونزه کوچنیو ماشومانو ته، په ځانګړي ډول په محافظه‌کاره ټولنو کې، د واکسین د رسیدو مخه نیسي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې افغانستان او پاکستان د پولیو له پلوه یو واحد اپیډیمولوژیکي بلاک ګڼل کېږي او د پولیو دوامداره لېږد د دې خطر زیاتوي چې ویروس نورو سیمو ته هم خپور شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG