د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۸ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۴۶

خبرونه

ابراهیم ځدراڼ د افغانستان د ملي لوبډلې د شل اوره سیالیو کپتان وګومارل شو

ابراهیم ځدراڼ
ابراهیم ځدراڼ

د افغانستان کرکټ بورډ د نامتو لوبغاړي راشدخان پر ځای ابراهیم ځدراڼ د ملي لوبډلې د شل اوره سیالیو کپتان وټاکه.

کرکټ بورډ دا پرېکړه نن په یوه خبري کنفرانس کې د سرېلانکا پر وړاندې سیالیو ته د لوبډلې د اعلان په ترڅ کې اعلان کړه.

له څه مودې راهیسي د کرکټ بورډ له لوري د راشدخان پر ځای د ابراهیم ځدراڼ د کپتانۍ په اړه اوازې خپرېدې.

په دې کنفرانس کې کرکټ بورډ د سرېلانکا پر وړاندې راتلونکو لوبو ته د دواړه فارمټونو لپاره لوبډلې هم اعلان کړې.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او سریلانکا لوبډلې درې شل اوره او درې یو ورځینۍ مسابقې وکړي. دا سیالۍ د مارچ په دیارلسمه پیلېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

علي بلال د امریکا د پټسبورګ پرو نایب اتل شو

علي بلال
علي بلال

د اندام د ښکلا افغان لوبغاړي علي بلال د امریکا د پټسبورګ پرو نایب اتل شو.

ښاغلي بلال په خپله انسټاګرام پاڼه په یوه پیغام کې ویلي چې د سړیو د فیزیک د سپينو زرو مډال یې وګاټه.

بلال کایرون هیدون ته مبارکي ورکړه چې د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.

علي بلال بیا ژمنه وکړه چې له پخوا لا زحمت باسي او د المپيا سیالیو لپاره به ښه چمتووالی ونیسي.

علي تر دې نږدې دوه اوونۍ مخکې په نیویارک پرو کې اتلولي ګټلې وه.

علي بلال د ارنولډ کلاسیک اتلولي او د المپیا دوه وار نایب اتلولي هم په خپل نوم کړې ده.

د هند د پوځ د لوی درستیز هغه ګواښ چې پاکستان به له جغرافیې لرې کوي د اسلام اباد کلک غبرګون پارولی

د هند د پوځ لوی درستیز
د هند د پوځ لوی درستیز

د هند د پوځ د لوی درستیز ګواښ چې پاکستان به له جغرافیې لرې کوي د اسلام اباد کلک غبرګون پارولی.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې ای اس پي ار دا خبرې «لیونتوب او جنګ غوښتنه» بللې او ویلي یې دي چې له جغرافیې حذفول به دوه اړخیز وي او پراخ عواقب به ولري.

د هند د پوځ مشر جنرال اوپندرا دویویدي د شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې که پاکستان داسې کار وکړي چې هند بیا سندور عملیاتو ته اړ باسي څه غبرګون به وښيي؛ وویل چې «پاکستان به له جغرافیې لرې کړي.»

جنرال اوپندرا ویلي چې «که پاکستان له ترهګرۍ ملاتړ ته دوام ورکړي او د هند ضد فعالیتونو څخه لاس وانخلي نو تصمیم دې ونیسي چې غواړي په جغرافیه او تاریخ کې پاتې شي که نه.»

هند او پاکستان څو واره لویې او خونړۍ جګړې کړي.

هند تېر کال مې میاشت په پاکستان باندې توغندیز بریدونه وکړل.

هند هغو بریدونو ته د «سندور» عملیاتو نوم ورکړ.

هندي پوځ هغه عملیات د جمو کشمیر په پهلګام سیمه کې د ۲۶ هندي ملکیانو د وژنې په غچ کې وکړل.

د پهلګام د سیمې برید د لشکر طیبې ډلې وکړ چې هند وايي د پاکستان له ملاتړ برخمنه ترهګره ډله ده.

قالیباف د چین په چارو کې د ایران ځانګړی استازی ټاکل شوی

د ایران د پارلمان ریس محمد باقر قالیباف د چین په چارو کې د ایران د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.

د ایران تسنیم خبري آژانس د باخبره سرچینو له قوله خبرورکړی چې نوموړی د ایران د ولسمشرمسعود پزشکیان په وړاندیز او د سترمشرایات الله مجتبی خامنه یي په تایید پردغه دنده ګومارل شوی دی. ویل شوي چې نوموړی به د ایران او چین ترمنځ په مختلفو سکټورونو کې همغږي رامنځته کوي. د راپورونو له مخې تردې مخکې دغه دنده د ایران د ملي امنیت سلاکار علي لاریجاني چې د مارچ په اولسمه د امریکا او اسراییل په بریدونو کې ووژل شو، مخته وړله. قالیباف د اپریل میاشتې په یولسمه او دولسمه د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د امریکا د مرستیال ولسمشرجې ډي وینس په مشرۍ پلاوي سره خبرو کې د ایران د مرکچي پلاوي مشري کوله. دغو خبرو کومه نتیجه ورنکړه خو د دواړو لورو ترمنځ د کړکیچ له دوام سره، نافذ شوی نازک اوربند هم دوام لري.

امریکا د روسیې د تیلو پرصادراتو معافیت پای ته ورساوه

د امریکا د ولسمشرډونالډ ټرمپ ادارې د روسیې د تیلو د صادراتو هغه لانجمن معافیت پای ته ورساوه چې په موقت ډول یې د هند په څیریوشمیرهیوادونو ته اجازه ورکوله چې له روسیې تیل وپیري. د امریکا د خزانې وزارت د شنبې په ورځ دغه اعلان وکړ. په دغه اقدام سره پرروسیې د امریکا لګول شوي بندیزونه بیرته نافذیږي.

دغه معافیت د ایران د جګړې او په هرمزتنګي کې د نړیوالې انرژۍ د ګډوډیدو د اغیزو د کمیدو لپاره کارول شوی او څوځلې تمدید شوی و. د ایران له جګړې او د هرمز تنګي له تړل کیدو سره د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې ډیرې لوړې شوې او د یوه بیرل بیه یې له سل ډالرو اوښتې.

د کابل ـ کندهار پرلویه لاره په یوه ټرافیکي پیښه کې پنځه کې کسان مړه شوي

آرشیف
آرشیف

د کابل ـ کندهارپرلویه لاره په یوه ټرافیکي پیښه کې پنځه کې کسان مړه او یوکس ټپي شوی.

د راپورونو له مخې دا پیښه د شنبې د ورځې ناوخته هغه وخت رامنځ شوه چې دوو موټرو پردې لاره د میدان وردګ په سیمه کې ټکروکړ. چارواکو کورنیو رسنیو ته د یوه کورولا ډوله موټرد چلونکي بې احتیاطي د دې پیښې د رامنځته کیدو لامل بللی دی. په افغانستان کې د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکي قوانینو نه مراعاتول او د موټرچلونکو بې احتیاطي د ټرافیکې پیښو د رامنځته کیدو عمده لاملونه بلل کیږي.

سبا دوشنبې د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ضد ناروغۍ د واکسین کمپاین پیلیږي

سبا دوشنبې د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ضد ناروغۍ د واکسین کمپاین پیلیږي.

له "پولیو پاک افغانستان بنسټ" پرخپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دغه کمپاین به په شپاړسو ولایتونو کې پیل شي.

د خبرپاڼې له مخې په جنوبې ولایتونو کې دغه کمپاین د سې شنبې په ورځ پیلیږي.

دغه بنسټ له کورنیو غوښتي چې په دغه کمپاین کې خپله ونډه واخلي او خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړي.
له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو دغه کمپاین داسې مهال پیلږي چې افغانستان تراوسه د پولیو د مثبتو پیښو د زیاتیدو له خطره ندی بج شوی. تردې مخکې د روان میلادي کال د اپریل په دیارلسمه د پولیو د واکسین کمپاین د افغانستان په اتلسو ولایتونو کې ترسره شو. د دغه کمپاین په ترڅ کې په ملیونونو ماشومانو ته د پولیو د واکسین څاڅکې ورکړل شول.

پولیو یوه ساري ناروغي ده چې یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.

بلغاریايي سندرغاړې دارا د یوروویژن د ۷۰مې سیالۍ ګټونکې شوه

بلغاریايي ښځینه سندرغاړې دارا د خپلې خوښۍ ډکې سندرې "بانګارانگا" په وسیله د شنبې په ورځ، د غویي ۲۶مه، د یوروویژن د ۷۰مې دورې ګټونکې اعلان شوه.

په سږنۍ سیالۍ کې اسرائیل، چې ګډون یې د غزې د جګړې له امله پراخ جنجالونه او سیاسي بحثونه راپورته کړي وو، دویم مقام خپل کړ.

یوروویژن چې معمولاً د اروپا د پاپ موسیقۍ، رنګارنګه کلتورونو او تفریح یو لوی جشن ګڼل کېږي، سږ کال د غزې د جګړې له امله له بې ساري فشار او کړکېچ سره مخ شو.

د اسرائیل د ګډون پر ضد د اعتراضونو په ترڅ کې، د هسپانیا، ایرلنډ، هالنډ، ایسلنډ او سلوانیا ملي نشراتي شبکو په دې سیالۍ کې د نه ګډون پریکړه کړې وه.

له دې امله د سږ کال د ګډون کوونکو هېوادونو شمېر ۳۵ ته راکم شو چې دا د ۲۰۰۳ کال راهیسې د یوروویژن د ګډونوالو ترټولو کوچنۍ دوره وبلل شوه.

سنتکام: د ایران لور ته او له ایرانه تلونکې ۷۸ بیړۍ یې ګرځولي

په خلیج کې امریکایي ځواکونه- ارشیف
په خلیج کې امریکایي ځواکونه- ارشیف

د امریکا د متحد ایالتونو مرکزي قومانداني، سنتکام د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د اوبو له لارې یې د ایران د محاصرې له پیله تر اوسه اته اویا کښتۍ مجبوره کړې دي چې بیرته په شا شي او مسیر تغییر کړي.

دې قومانداني تر دې مخکې ویلي و چې د سمندر له لارې یې پنځلس بیړۍ چې بشري مرستې پکې وې پرې ایښي دي.

د فبروري له اته ویشتمې راپه دې خوا چې اسراییل او امریکا پر ایران برید کړی دی، ایران د هرمز تنګي لاره بنده کړې ده او له اوربند وروسته، امریکایي ځواکونو د اپریل په دیارلسمه د سمندر له لارې د ایران محاصره پيل کړه.

د حماس یو چارواکی په غزه کې ووژل شو

د غزې ښار
د غزې ښار

د اسراییل پوځ وایي، د حماس د پوځي څانګې قوماندان عزالدین الحداد یې په غزه کې وواژه.

حماس ته امریکا او اروپایي ټولنه د یوې ترهګرې ډلې په سترګه ګوري.

د اسراییل د پوځ د بیان له مخې، الحداد د جمعې په ورځ، د می په ۱۵مه د هوایي برید په ترڅ کې ووژل شو.

د فرانسې خبري اژانس په وینا، د حماس دوو چارواکو هم تایید کړه چې د حماس قوماندان د اسراییلو له لورې د استوګنې پر یوې ودانۍ او یوې نقلیه وسیلې د برید پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د اسراییل د پوځ په وینا عزالدین الحداد هغه څوک دی چې د دوه زره درویشتم کال د اکتوبر پر اوومه یې پر اسراییل د برید پلان جوړ کړی و او بیا یې وروسته د اسراییلیانو د یرغمل کیدو په پېښه کې لاس درلود.

په اسراییل کې دننه د دوه زره درویشتم کال د اکتوبر پر اوومه نژدې دولس سوه تنه ووژل شول او وسله والو شاوخوا دوه سوه پنځوس تنه برمته کړل.

تر دې پېښې وروسته اسراییلي ځواکونو په غزه کې خونړي عملیات وکړل چې د لسګونو زره کسانو د وژلو سبب شول.

په کافا سیالیو کې د فوټبال له شل کلونو کم عمره افغان لوبډله له سیالۍ قرغزۍ لوبډلې سره مسابقه کوي

د فوټبال له شل کلونو کم عمره افغان لوبډله
د فوټبال له شل کلونو کم عمره افغان لوبډله

ټاکل شوې ده چې یکشنبه( د مې ۱۷ مه) د افغانستان د فوټبال له شل کلونو څخه کم عمره ملي لوبډله له قرغیزستان سره لوبه وکړي.

دا لوبه د منځنۍ اسیا د « کافا ۲۰۲۶» سیالیو په لړ کې ترسره کیږي چې په تاجکستان کې روانې دي.

د دې سیالیو په ترڅ کې افغان ټیم تر اوسه له کوربه تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه ماتې خوړلې دي.

د کافا ۲۰۲۶ سیالیو کې د افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان، قیرغزستان او تاجکستان له شل کلونو څخه کم عمره ملي لوبډلو برخه اخیستې ده چې پایلوبه یې د سې شنبې په ورځ ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG