خبرونه
اسراییل په یمن کې د حوثي یاغیانو اړوند سیمې په نښه کړې
د اسراییل پوځ خبر ورکړ چې په یمن کې یې مختلفې سیمې ویشتلې دي. اسراییل وایي چې دا بریدونه یې د ایراني پلوه حوثي یاغیانو د بې پيلوټه الوتکو او د توغندیو د بریدونو په ځواب کې کړې دي.
د اسراییل پوځ نن په یوه بیان کې څرګنده کړه چې سهار وختي یې هغه سیمې په یمن کې په نښه کړې چې له هغو ځایونو یاغیان پوځي عملیات کوي.
د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې، د اسراییل د پوځ بیان وروسته تر دې خپور شو چې یمني رسنیو خبر ورکړ چې پر صنعا او بندري ښار حَدیده بریدونه شوې دي.
د دې بریدونو په ترڅ کې د اوښتو تلفاتو په اړه تر اوسه څه نه دې ویل شوي.
دا حملې وروسته تر دې وشوې چې د اسراییل پوځ وویل چې یو توغندی یې چې حوثیانو د اسراییل په لور ویشتلی و، خپل هدف ته تر رسیدو مخکې په هوا کې شنډ کړ.
د یمن حوثیانو تر اوسه پر اسراییل د توغندیو او بې پيلوټه الوتکو د بریدونو مسوولیت نه دی منلی.
سوریه کې تر بدلون وروسته د ازادو انتخاباتو غوښتنه
د سوریې لپاره د ملګرو ملتو استازي په دغه هېواد کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو غوښتنه وکړه.
ګېر پیدرسن پرون په دمشق کې خبریالانو ته وویل، ډېرې هیلې شته چې په سوریه کې د یوه نوي پېلامې شاهدان واوسو، د داسې سوریې چې هلته نوی اساسي قانون وي او د انتقالي دورې له پای ته رسېدو سره انتخابات وشي.
ښاغلي پیدرسن په ورته وخت کې له سوریې سره د سملاسي بشري مرستو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې هیله مند دی چې پر سوریې ټول لګېدلي نړیوال بندیزونه چې د بشار الاسد د رژیم په وخت لګېدلي و، لرې شي.
ملګري ملتونه: په نړۍ کې تر یمن وروسته د کولرا ناروغۍ ډېرې پېښې افغانستان کې ثبت شوي
د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي دي چې سږکال په افغانستان کې د کولرا یو لک پنځه شپېته زره شپږ سوه نهه وېشت پېښې ثبت شوې دي.
د دې نړیوال سازمان په راپور کې چې پرون خپور شو، راغلي دي چې په نړۍ کې د کولرا تر ټولو ډېرې پېښې په یمن کې، بیا په افغانستان او ورپسې په پاکستان کې ثبت شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په خپل میاشتني راپور کې هیله ښکاره کړې ده چې د کولرا د واکسین په برخه کې پرمختګ شوی دی او د نومبر په میاشت کې یې درې نیم میلیونه ډوزه واکسین زېرمه کړی دی، خو په نړۍ کې د اوس لپاره لږ تر لږه پنځه میلیونه ډوزه واکسین ته اړتیا شته.
کولرا پروسږکال د افغانستان په شمول د نړۍ په پنځه څلوېښت هېوادونو کې د څه باندې څلور زره کسانو ژوند واخیست.
ایران؛ د یو افغان په شمول شپږ تنه اعدام کړل
د بشري حقونو یوه سازمان په ایران کې د یوه افغان په شمول د شپږو تنو د اعدام خبر ورکړ.
په ناروې کې مېشت د هنګاو په نوم د بشري حقونو سازمان په خپلې ویبپاڼې کې دا خبر خپور کړی دی چې دا کسان د چهارشنبې په ورځ د کرج ښار په قزل حصار زندان کې اعدام شوې دي.
د دې راپور له مخې اعدام شوی افغان عبدالباري پکوهي نومېږي.
د ایران د بشري حقونو د سازمان په وینا د شاوخوا یوې میاشتې په ترڅ کې په ایران کې لږ تر لږه اوولس افغانان اعدام شوي دي.
په ایران کې اکثر افغانان د مخدر موادو په تور اعدام محکومېږي او د بشري حقونو د ډلو په وینا اکثر وخت دا تورن کسان مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه لري.
پاکستاني چارواکو د بلوچستان په ناکراره ایالت کې د پولیو واکسین وځنډاوه.
یوشمېر پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې دا کمپاین د دې لپاره ځنډېدلی چې روغتیايي کارکوونکو د روغتونونو د خصوصي کولو له وړاندیز سره مخالفت وکړ او په اعتراض یې لاس پورې کړ.
اسوشیتد پریس اژانس د بیړنیو چارو د مرکز د یوه مسول انوار الحق په وینا بیا ویلي دي چې د ښه مدیریت د رامنځته کېدو لپاره دا کمپاین د دې میاشتې تر اخره ځنډېدلی دی.
په پاکستان کې د دوشنبې په ورځ د پنځه څلوېښت میلیونه ماشومانو د پولیو د واکسین عمومي کمپاین پیل شو.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، پاکستان او افغانستان یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو ناروغي له منځه نه ده تللې.
په پاکستان کې سږکال د پولیو درې شپېته پېښې ثبت شوې دي چې شپږ وېشت یې په بلوچستان کې دي.
کرکټ؛ افغانستان او زیمبابوې دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي
ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې په پلازمینه هرارې کې یوه ورځنۍ لوبه وکړي.
زیمبابوې ته د افغان لوبډلې د دې سفر په ترڅ کې دا د پنځوس اورونو دویمه لوبه ده، درېیمه مسابقه به د شنبې په ورځ ترسره شي. لومړۍ لوبه د سې شنبې په ورځ د باران د ورېدو له امله مساوي شوه.
په پام کې ده چې افغان لوبډله له کوربه هېواد سره دوه ټېسټ لوبې هم وکړي.
تر یو ورځنیو لوبو مخکې افغان لوبډلې له زیمبابوې سره د دې لړۍ په ترڅ کې د شل اورونو درې لوبې وکړې چې دوه د یوه په وړاندې افغان ټیم بریالی شو.
د نړیوالو له غبرګونونو سره، طالبانو تازه په پکتیا کې اته کسان په درو وهلي
طالبانو په پکتیا ولایت کې اته کسان په دورو وهلي دي.
په پکتيا کې د چهرشنبې په ورځد (ډیسمبر۱۷مه) د طالبانو د سترې محکمې په حکم اته کسان په دورو وهل شوي دي.
دغې محکمې په یوه اعلامیه کې ویلي، "دغه کسان په" غلا، قتل، سړي تښتونې او نامشروع اړیکو "تورن وو چې په عام محضر کې په ۳۹ دورو وهل شوي، او له دوو څخه تر لسو کلونو پوري په بند هم محکوم شوي دي".
تر دې مخکې تیره ورځ په پروان ولایت کې ځايي چارواکو د دریو ښځو په ګډون پر پنځو تنو "د نامشروع اړیکو " په تور په عام محضر کې په دورو د وهلو حکم عملي کړی و.
نړیوال بنسټونه او د بشري حقونو ډلې بدني سزاګانې د بشري حقونو سرغړونه بولي او په ځلونو يې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د دا ډول سزاګانو ودروي، خو د طالبانو حکومت لاهم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر تورنو کسانو دا ډول سزاګانو تطبیقوي.
اروپايي ټولنه: هر افغان وګړی د خوندي کور او ژوند مستحق دی
اروپايي ټولنه وايي له داخلي بې ځایه شویو، راستنېدونکو او افغان کډوالو سره مرسته کوي.
اروپايي ټولنې دا خبره د چهارشنبې په ورځ (دسمبر ۱۸) د مهاجرینو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپل ایکس پاڼې یا پخواني ټویټر لیکلي او ویلي دي، "هر وګړی د خونديتوب او خوندي کور او ژوند مستحق دی".
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په نړۍ کې تر ټولو زیات کډوال لري.
شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د کډوالې نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي وو، له ۲۰۲۰ کال راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
اروپايي ټولنې پر روسیې د بندیزونو ۱۵مه کڅوړه تصویب کړه
پر مسکو د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه پر اوکراین د روسیې د تیري په تړاو تصویب شوي دي .
په هغه راپور کې چې اروپا کمیسیون د سه شنبې په ورځ (اګست ۲۷) په خپله ویب پاڼه کې خپور کړ، ویل شوي چې په نویو بندیزونو کې له پنځوسو څخه زیات کارګو کښتۍ او د تیلو ټانکرونه او شاوخوا نهه کسان یا شرکتونه شامل دي.
پر روسیې د اروپايي ټولنې په دې نویو بندیزونو کې یو شمېر ایراني شرکتونه او په هند، متحده عربي اماراتو، هانګ کانګ او چین کې ثبت شوي څو شرکتونه او همدارنګه د شمالي کوریا دوه چارواکي هم په نښه شوي دي.
د بندیزونو نوې کڅوړه شپږ چینایي وګړي او له هغو څلور چینایي شرکتونو نه چې د روسیې پوځ ته د ډرون پرزو په قاچاق کې ښکیل دي یو چینایي شرکت هم په نښه شوي دي.
روسیې تر اوسه د دغو نویو بندیزونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.