خبرونه
په برازیل کې د الوتکې نسکورېدو په پېښه کې لس مسافر مړه او لس نور ژوبل شوي دي
د برازیل د ملکي دفاع اداره وايي، پرون پر یوه سیاحتي ښار د یوې کوچنۍ الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د الوتکې ټول ۱۰ تنه مسافر او عمله مړه شوې او څه باندې ۱۰ نور کسان پر مځکه ژوبل شوي دي.
د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د خبر له مخې، دغې ادارې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې الوتکه لومړی د یوه کور له دودکش، بیا د یوې ودانۍ له دویم پوړ او بالاخره د ګرځنده ټلیفونونو له یوه دکان سره لګېدلې ده.
دغه پېښه د ګرامادو ښار د استوګنې پر ساحه شوې ده. د الوتکې د نسکورېدو علت لا مشخص نه دی. محلي رسنیو راپور ورکړی، چې د الوتکې مسافر د یوې کورنۍ غړي وو، چې د ریوګرانده دوسول ایالت له یوه ښار څخه سایوپایولو ایالت ته روان وو.
د اسرایل صدراعظم د حوثي یاغیانو پر ضد د اقداماتو خبرداری ورکړ
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون یکشنبه د یمن د حوثي یاغیانو په وړاندې د ځوابي اقدام ګوتڅنډنه وکړه.
دا څرګندونې یې وروسته له هغې وکړې چې دغو یاغیانو پر تل ابیب یو توغندی وویشت.
نتنیاهو خبرداری ورکړ، چې اسرائیل به هغه څه چې ده «د ایران د شرارت د محور» وروستی مټ بللی، په نښه کړي.
حوثي یاغیانو د شنبې په ورځ د اسرائیل یوه تجارتي ساحه په هغه راکټ وویشتله چې دغو یاغیانو بالیتسک توغندی بللی دی. په پېښه کې ۱۶ کسان ټپیان شول او ګڼ کسان اړ شول له خپلو کورونو ووځي.
له پاکستان او ایرانه، افغانستان ته ۶۱ کورنۍ ستنې شوې دي
له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د ۶۱ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.
باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، نن دوشنبه خبر ورکړی، چې پرون «د تورخم له لارې ۱۳ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۱ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.»
په دغه خبر کې نه دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په جبر افغانستان ته ایستل شوي دي. پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نومبر لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج پیل کړی، ورسره له ایرانه هم د افغان کډوالو اخراج روان دی.
سره میاشت ټولنه: د زړه د سوري ۴۳ نور ماشومان وړیا عملیات کیږي
افغان سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې د زړه په سوري ۴۳ نور ماشومان د درملنې او عملیاتو لپاره په کابل کې شپږو روغتونونو ته ورپېژندل شوي دي.
دغې ټولنې پرون یکشنبه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د دغو ماشومانو د درملنې او عملیاتو مالي لګښت د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا ورکول کېږي.
هر کال لسګونه افغان ماشومان چې د زړه په سوري اخته هغه هم په کې شامل وي، د درملنې لپاره جرمني ته هم لېږل کېږي، چې هلته یې "د سولې کلي" په نوم بنسټ درملنه کوي.
د طالبانو مالیې وزارت له تقاعد شویو غوښتي چې د خپلو حقونو د اثبات لپاره ځانګړو محکمو ته عریضه وکړي
د طالبانو مالیې وزارت په افغانستان کې د دې ډلې تر حاکمیت مخکې تقاعدشویو کسانو غوښتنه کړې، چې د خپلو حقونو د اثبات لپاره د تقاعد ځانګړو محکمو ته عریضه وکړي.
دغه وزارت د یکشنبې په ورځ یوه اعلامیه کې ویلي، چې د تقاعد شویو غوښتنه د شرعي اصولو له مخې د مالیې وزارت او اړوندې ادارې د ګډو کړنلارو پر اساس څېړل کېږي. د طالبانو مشر ملا هبت اله اخندزاده په یوه اته ماده يي فرمان کې د تقاعد شویو د حقوقو معاشونو ورکړه د متقاعدینو اختصاصي محکمو ته سپارلې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د دغه فرمان متن د شنبې په ورځ خپور کړ. اخندزاده د سږکال په وري/ حمل میاشت کې سپارښتنه کړې وه، چې د دولتي کارکوونکو له معاش څخه دې د تقاعد پیسې نه ګرځول کېږي.
په افغانستان کې د دولتي کارکوونکو د تقاعد سن ۶۵ کاله دی، یا هم چې چا څلوېښت کاله په دولت کې کار کړی وي. څه باندې درې کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د تقاعد شویو معاشونه نه دي ورکړل شوي، دوی وايي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.
له پولیو پاک افغانستان بنسټ: خلک دې خپله ونډه تر سره کړي
له پولیو د پاک افغانستان بنسټ له خلکو غوښتنه کړې، چې له پوليو ناروغۍ څخه د افغانستان په خلاصولو کې خپله ونډه ترسره کړي.
د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین نن دوشنبه د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې پیل شو. د طالبانو روغتیا وزارت ویلي، چې دغه درې ورځنی کمپاین په کابل، کندهار، هلمند، ارزگان، زابل، ننگرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هرات او کندوز کې تطبیقېږي، چې شا و خوا ۴ ملیونه او ۸۰۰زره ماشومان به چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، واکسین شي. په افغانستان له څه مودې راهیسې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین کور پر کور نه عملي کېږي او ماشومان تر ډېره په جوماتونو کې واکسینېږي.
شا و خوا میاشت مخکې د ۵ ملیونو او ۳۰۰زره ماشومان د واکسین لپاره دغسې یو کمپاین د افغانستان په څو ولایتونو کې عملي شو.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې سږ میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۲۵ او پاکستان کې ۶۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې ګوزڼ یا پولیو لا هم په کې ختمه شوې نه ده.
پولیو یا ګوزڼ یوه وایروسي او ساري ناروغي ده، چې درملنه نه لري خو واکسین کولی شي ماشومان ترې خوندي کړي. دغه وایروس د ماشوم په ملا کې مهمه عصبي رشته په نښه کوي، چې د ماشوم د فلج کېدو سبب کېږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت د بیاپرانیستلو هرکلی وکړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت د بیاپرانیستلو هرکلی وکړ.
د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په دې اړه نن دوشنبه ملي راډیو ټلویزیون ته چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، په یوه صوتي پیغام کې وویل: «موږ خوشبین یو چې د سفارت بیاپرانیستل به د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې او همکارۍ پراخې کړي، دغه راز به وکړای شي په سعودي عربستان کې د مېشتو افغانانو ستونزو او غوښتنو پر وخت رسېدنه وشي او په ښه ډول ورته خدمات اماده شي.»
د کابل لپاره د سعودي عربستان سفارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، "د سفارت د بیاپرانیستلو دا اقدام یې افغانانو ته د خدمتونو وړاندې کولو او د افغانستان او سعودي ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه کړی دی".
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې سفارت خدمتونه له پرون یکشنبې راهيسې پیل شوې دي.
د کابل پیروزي ځوانانو ټیم د عدالت فراه ټیم مات کړ
د کابل پیروزي ځوانانو ټیم وتوانیده د عدالت فراه ټیم مات کړي.
د افغانستان د فوټبال د قهرمانانو په لیګ کې د یکشنبې په ورځ دوې لوبې ترسره شوې، چې د کابل پیروزي ځوانانو، د عدالت فراه ټیم ته دوه د یوه پر وړاندې ماتې ورکړه او په دویمه لوبه کې سرسبز یا شلرفاریاب ټیم د خدیم اف سی بلخ سره مساوي لوبه پای ته ورسوله.
په لومړی لوبه کې سید ذکریا سادات او محمد هارون نصیري ګولونه ووهل.
نن دوشنبه د دغه لیګ وروستۍ لوبې د فراه د ابومسلم او د کندهار د عینو مینې ټیمونو ترمنځ او دویمه لوبه کې د هرات صرافان د هرات د خوافي ټیم پر وړاندې د لوبې میدان ته ښکته کیږي.
د بشري حقونو د څار سازمان: فلسطینیان له تیرکال راهیسې په غزه کې اوبو ته لاسرسی نه لري
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، فلسطینیان له تیرکال راهیسې په غزه کې اوبو ته لاسرسی نه لري.
د دې ادارې په خبره، فلسطینیان اوبو ته له لاسرسي څخه اسراییلي چارواکو محروم کړي دي.
دغې ادارې د یکشنبې په ورځ د (ډیسمبر۲۲مه) پر خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر په یوه ویډیو پیغام کې ویلي، د اسراییلو دغه اقدام د بشریت ضد جنایت او نسل وژنه حسابیږي.
وړاندې په پیغام کې راغلي، اسراییلو په قصدي ډول غزې ته غځیدلي د ګازو، برق او اوبو د انتقال نل لیکې او لینونه ویجاړ کړي دي.
د دې سازمان په خبره، د اسراییلو دې اقداماتو په غزه کې ساري ناروغۍ ډیرې کړي چې د زرګونو کسانو ژوند یې اخیستی دی.
په غزه کې یوه رضا کاره وايي:
"موږ هره ورځ داسې ماشومان وینو چې د اوبو د نه موجودیت له کبله مري. هیڅ پاکې اوبه نشته چې میندې ورڅخه خپلو کوچینو ماشومانو ته شیدې جوړې کړي. د هغو ښځو لپاره چې نوي ماشومان يې پیدا شوي دي، هم د څښلو اوبه نشته چې ماشومانو ته شیدې ورکړي".
دې سازمان وړاندې ویلي، نړۍ باید په غزه کې د نسل وژنې مخه ونیسي او په دې سیمه کې دې د ملکیانو د ساتنې لپاره موثر او اغیزناکه اقدامات وکړي.
د پاړه چنار اعتراض کوونکو د حکومت د وسلو ټولولو پرېکړه رد کړه
د کورمې په پاړه چېنار کې پرلتوال د حکومت هغه پریکړه نه مني، چې له مخې يې له عامو خلکو وسلې ټولوي.
دغو پرلتوالو ویلي، وسلې به هغهمهال حکومت ته وسپاري چې دوی ډاډ ترلاسه چې حکومت خلکو ته امن برابرولی شي.
د دغو پرلتوالو په خبره، حکومت له یوې خوا د شعیه او سني مشرانو ترمنځ جرګې جوړولي او له بلې خوا یو اړخیزې پریکړې کوي.
د خیبرپښتونخوا د اپېکس کمیتې په کورمه سیمه کې چې په دې وروستیو کې د شعیه او سني وګړو ترمنځ د وسله والو نښتو شاهده وه، د سولې او ثبات د برقرارۍ په موخه د ډیسمبر په شلمه پریکړه وکړه چې له عامو خلکو به وسلې په ځانګړې توګه درنې وسلې راټولوي.
دغه پریکړه چې په خیبرپښتونخوا کې په یوې غونډه کې شوې په کې ویل شوي، "په سیمه کې دوامداره سوله ترهغې نشي راتلی څو مورچې او وسلې له منځته لاړې نشي" .
خو د سیمې خلکو د ازادي راډیو مشال څانګې سره په خبرو کې ویلي، "موږ وسلې ځکه ساتو چې حکومت مو امنیت نشي نیولی" .
په تیرې نومبر میاشت کې د کورمې په مندوریو او ډډکمر سیمه کې د مسافرو د موټر پر یوه کاروان په برید کې شاوخوا ۴۶ شعیه او څلور سنیان وژل شول.
له دې پېښې وروسته په سیمه کې د شعیه او سنیانو ترمنځ نښته پیل شوه، چې د ۱۲۴ کسان د وژل کیدو او د څه باندې ۲۰۰ نورو په ټپي کیدو پای ته ورسیده.