د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۳

خبرونه

فوټبال: افغانستان او سوریه مخامخېږي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په خپله وروستۍ سیالي کې د آسيا جام د غوراوي سياليو په چوکاټ کې نن شپه د سوریې د فوټبال له ملي لوبډلې سره مخامخ شي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې دا لوبه به د سې‌شنبې په شپه (۱۱ حمل) د کابل په وخت د ماښام ۸:۴۵ بجې په شهزاده عبدالله الفیصل لوبغالی کې، چې په جدې ښار کې موقعيت لري، پيل شي.

د افغانستان ملي لوبډلې تېره لوبه د پنجشنبې په ورځ (۶ حمل) پر میانمار ۲ -۱ بایللې وه.

د تورخم لار افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو لپاره پرانیستل شوه

د تورخم دروازه نن غرمه له پاکستان څخه خپل هیواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره پرانیستل شوه.

په ننګرهار کې طالب چارواکو هم تایید کړه چې د تورخم دروازه د کډوالو پر مخ بېرته پرانېستل شوې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر قريشي بدلون ويلي چې دا لاره نن سې‌شنبه (۱۱ حمل) يوازې هغو کډوالو ته پرانیستل شوې چې له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه کېږي.

د تورخم دروازه د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ هم د کډوالو د ستنېدو لپاره پرانیستل شوې وه، خو په نامعلوم علت څو ساعته وروسته بېرته د پاکستان له لوري وتړل شوه.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لارې، چې تورخم هم پکې شامل دی، له څو مياشتو راهيسې د ترانزيټ او د مسافرو د تګ راتګ پر مخ بندې دي.

په کاپیسا کې سېلونو ۴۰ کورونه ویجاړ کړي

په کاپيسا ولايت کې د طالبانو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رئيس محمد صابر احمد ويلي چې د وروستيو سېلونو له امله په دې ولايت کې شاوخوا ۴۰ کورونه او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه ویجاړه یا زيانمن شوې ده.

د هغه په وينا، دغه کورونه د مرکز کاپيسا په شاوخوا کليو لکه کوز بلوچ‌خېل، بر بلوچ‌خېل، چوني، محمودخېل، قصابان، هروکي او کره‌تاز کې يا په بشپړ ډول ويجاړ شوي او يا هم جزوي زيان ورته اوښتی دی.

نوموړي زياته کړې چې د کورونو تر څنګ، په دې ولايت کې په بېلابېلو ولسواليو کې سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه او لسګونه د اوبو ويالې هم له منځه تللې دي.

په وروستۍ کابو یوه اوونۍ کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې شدید بارانونه اورېدلي او له کبله یې د سرومال تاوانونه اوښتي دي.

د لومړنيو شمېرو له مخې، په تېرو پنځو ورځو کې د سختو بارانونو، سېلابونو، د مځکې ښوییدو او تندر له امله په بېلابېلو ولايتونو کې لږ تر لږه ۲۸ تنه مړه او ۴۹ نور ټپيان شوي دي.

امریکا په اصفهان کې د مهماتو پر زېرمتون سنګرماتوونکي بمونه وغورځول

په داسې حال کې چې د اصفهان ولايت د امنيتي چارو مرستيال والي اعلان وکړ چې «امريکايي او اسرائيلي جنګي الوتکو» د اصفهان، نجف‌آباد، مبارکه، کاشان او شهرضا ښارونه د دوشنبې په ماښام بمباري کړي، په ټولنيزو رسنيو کې خپرو شوو ګڼو ويډيوګانو ښودلې چې بمبارۍ د سې‌شنبې په سهار وختي هم په اصفهان کې په شدت دوام درلود.

د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د بمباري شوي ځای ويډيو د سې‌شنبې په سهار له کوم وضاحت پرته په خپل ټولنيز پلاتفورم ټروت سوشل کې خپره کړه.

په همدې وخت کې، وال سټريټ ژورنال د سې‌شنبې په سهار راپور ورکړ چې «يوه رسمي چارواکي ويلي، امريکا د ۲۰۰۰ پونډه سنګر ماتوونکو بمونو په وسیله د ايران د اصفهان ښار د مهماتو یو لوی زېرمتون په نښه کړی دی.»

امریکا ډاډه نه ده چې ایراني مرکچیان دې پوره صلاحیت ولري

سي‌این‌این تلویزیوني چاینل د ايران او متحدو ايالتونو ترمنځ د خبرو په اړه د څو امريکايي چارواکو او د خليج د هېوادونو له قوله راپور ورکړ چې امريکا «پوره ډاډه نه ده» چې هغه حکومتي څېرې چې د پاکستان او ترکيې له لارې پيغامونه ترلاسه کوي، د سولې د هر ډول تړون د تاييد يا نتیجې لپاره «وروستی صلاحيت» لري که نه.

په داسې حال کې چې د امريکا ولسمشر وايي خبرې په ښه ډول روانې دي او نوي مذاکره کوونکي نسبتاً «معقول‌» بولي، د يوې خبرې سرچينې په وينا، چې له وضعيت سره بلده ده، د ايران د حکومت ځينې کسان پر امريکا «باور نه لري»، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د ديپلوماتيکو هڅو پخواني پړاوونه د امريکايي بريدونو له امله ناکام شول.

دا راپور زياتوي چې اوس مهال، د ايران د حکومت د «ډېرو برخو د غيرفعال کېدو» له امله دا روښانه نه ده چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هر ډول تړون وروستۍ پرېکړه به څوک کوي.

ترکیه وايي یو بل ایرانی توغندی یې هم شڼډ کړی

بوسفورس تنګی ، د ترکیې بیرغ ، ارشیف
بوسفورس تنګی ، د ترکیې بیرغ ، ارشیف

ترکیې ویلي چې څلورم ایراني توغندی یې شنډ کړی دی.

د ترکیې د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ د حمل په ۱۰مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې یو بالستیک توغندی چې له ایران څخه توغول شوی و، له منځه وړل شوی دی.

د اعلامیې له مخې، ددغه توغندي مخه د ناټو د هوايي او توغندیز دفاعي سیستم له لارې، چې د مدیترانې ختیځ کې ځای پر ځای دی، نیول شوې ده.

ترکیه د ناټو غړی هېواد دی.

دا څلورم ایراني بالستیک توغندی دی چې د ترکیې په فضا یا د هغې په لوري د تګ پر مهال شنډېږي.

تر دې مخکې، ترکي چارواکو د ایران له لوري د توغندیزو بریدونو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې وه او د هغو د بندېدو غوښتنه یې کړې وه.

تر اوسه د شنډ شوي توغندي د مسیر او د نسکوریدو د دقیق ځای په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت غواړي له روسیې دکال ۲ ملیونه ټنه د سون مواد وپیري

په مسکو کې دافغانستان سفارت چې واک یې طالبانو ته سپارل شوی دی .
په مسکو کې دافغانستان سفارت چې واک یې طالبانو ته سپارل شوی دی .

په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز ویلي چې د طالبانو حکومت غواړي هر کال له روسیې څخه دوه میلیونه ټنه سون توکي واخلي.

روسي رسنیو د دې مرکز د مشر رستم خبیبولین له قوله راپور ورکړی چې دا تړون به ډیر نږدې وخت کې د کازان ښار کې لاسلیک شي، خو دقیقه نېټه یې ښودلې نه ده.

ویل شوي چې د دې تړون له مخې به افغانستان د روسیې له سترو نفتی شرکتونو څخه مایع ګاز او پټرول اخلي.

تر دې مخکې، د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو چې د طالبانو حکومت له روسیې څخه د سون توکو اخیستلو ته لېوالتیا لري او د انرژۍ صادرات د دواړو خواوو د خبرو اترو په اجنډا کې شامل دي.

روسیه یوازینی هېواد دی چې په افغانستان کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی دی.

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن د سوریې ټیم سره لوبه کوي

دافغانستان د فوټبال ملي ټیم ، سعودي عربستان کې د تمرینونو په مهال ، ارشیف
دافغانستان د فوټبال ملي ټیم ، سعودي عربستان کې د تمرینونو په مهال ، ارشیف

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن سه‌شنبه د وري په ۱۱مه د سوریې له ټیم سره لوبه وکړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې دا لوبه د آسیا جام د مقدماتي پړاو په چوکاټ کې ترسره کېږي او د افغانستان په وخت د شپې ۸:۴۵ بجې به پیل شي.

د یاد فدراسیون په وینا، د افغانستان ملي ټیم لوبغاړو د دې لوبې لپاره خپله لومړۍ تمریني ناسته د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان د جده ښار کې ترسره کړې ده.

تر دې مخکې، د افغانستان ټیم د آسیا جام د مقدماتي سیالیو په لړ کې تېره پنجشنبه خپله لوبه د میانمار ټیم ۱-۲وبایلله.

ټرمپ ګواښ کوي چې که خبرې نتیجه ورنکړي نو د ایران د انرژۍ تاسیسات به له مینځه یوړل شي

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که له ایران سره مذاکرات نتیجه ورنکړي ، نو واشنګټن به د هغه په وینا د ایران ټول برېښناکوټونه، د تېلو څاه‌ګانې او د خارک ټاپو له منځه یوسي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ د وري په ۱۰مه په خپلې ټولنیزې شبکې «تروت سوشیل» کې لیکلي چې هغه د یو «نوې او معقول رژیم» سره ایران کې د پوځي عملیاتو د پای ته رسولو لپاره لګیا دی«جدي خبرې اترې» کوي.

خو ایراني چارواکو له امریکا سره د هر ډول خبرو اترو راپورونه رد کړي دي.

ټرمپ تر دې مخکې د یکشنبې په ماښام له «فایننشل ټایمز» سره په مرکه کې ویلي وو چې د خارک ټاپو د نیولو او د ایران د تېلو د کنټرول ترلاسه کولو احتمال ارزوي.

په همدې حال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ له «ABC» ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې پرته له جزییاتو وویل چې د امریکا حکومت د هرمز په تنګي د ایران د دایمي کنټرول د مخنیوي لپاره څو لارې او وسایل لري.

وروستیو اونیو کې ځینو ایراني چارواکو ویلي وو چې غواړي د هرمز تنګي څخه تېرېدونکو نړیوالو بیړیو نه فیس واخلي، چې دا خبره د واشنګټڼ له سخت غبرګون سره مخ شوه.

شاوخوا ۶۰۰ افغان کډوالو د یکشنبې په ورځ له ایران او پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه شوي

شاوخوا ۶۰۰ افغان کډوالو د یکشنبې په ورځ له ایران او پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډيو تلویزیون پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،"۴۶۵ کډوال د سپین بولدک له لارې له پاکستانه او ۱۰۰ نور کډوال د هرات ولایت د اسلام قلعه بندر له لارې له ایرانه بیرته هېواد ته راستانه شوي دي".

په ایران کې د جګړې له پیل راهیسې په زرهاوو افغانې کورنۍ بیرته افغانستان ته راستنې شوي.

بل پلو، د پاکستان حکومت د پلازمینه اسلام اباد په ګډون د دې هېواد له ټولو ښارونو د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.

افغان کډوال په داسې حال کې له پاکستانه افغانستان ته اخراج کیږي چې لا هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه روانه ده او د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG