خبرونه
امریکا په اصفهان کې د مهماتو پر زېرمتون سنګرماتوونکي بمونه وغورځول
په داسې حال کې چې د اصفهان ولايت د امنيتي چارو مرستيال والي اعلان وکړ چې «امريکايي او اسرائيلي جنګي الوتکو» د اصفهان، نجفآباد، مبارکه، کاشان او شهرضا ښارونه د دوشنبې په ماښام بمباري کړي، په ټولنيزو رسنيو کې خپرو شوو ګڼو ويډيوګانو ښودلې چې بمبارۍ د سېشنبې په سهار وختي هم په اصفهان کې په شدت دوام درلود.
د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د بمباري شوي ځای ويډيو د سېشنبې په سهار له کوم وضاحت پرته په خپل ټولنيز پلاتفورم ټروت سوشل کې خپره کړه.
په همدې وخت کې، وال سټريټ ژورنال د سېشنبې په سهار راپور ورکړ چې «يوه رسمي چارواکي ويلي، امريکا د ۲۰۰۰ پونډه سنګر ماتوونکو بمونو په وسیله د ايران د اصفهان ښار د مهماتو یو لوی زېرمتون په نښه کړی دی.»
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په پېښور کې د سولې جرګې له افغانستاان او پاکستانه د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه وکړه
په پېښور کې د سولې يوې جرګې له طالبانو او پاکستان څخه غوښتي چې تاوتريخوالی کم کړي او بېرته خبرو ته را وګرځي.
دا جرګه نن (سې شنبې) په داسي حال کې جوړه شوه چې د دوو هیوادونو ترمنځ د دیورند کرښې په اوږدو کې ترینګلتیا لا هم دوام لري.
له پېښور څخه د ازادي اروپا/ ازادې راډیو د مشال څانګې د خبریال د راپور له مخې، د جرګې ګډونوالو، چې قومي مشران، ديني عالمان، سياسي څېرې او د مدني ټولنې غړیو پکې برخه لرله، له دواړو لورو وغوښتل چې خبرو ته لومړيتوب ورکړي او له نورو پوځي شخړو ډډه وکړي.
د جرګې جوړوونکو وويل چې د پېښور جرګه د خبرو او باور جوړونې لپاره د يوې فضا د رامنځته کولو په هدف دایره شوې ده. دا جرګه د مدني ټولنې له لوري تنظيم شوې وه، چې د پاليسۍ بدلون او ټولنيز يووالی غواړي، او پکې د خيبر پښتونخوا او سرحدي سيمو استازو ګډون کړی و.
د جرګې جوړوونکو له طالبانو هم وغوښتل چې په خپله خوا کې هم ورته جرګه راوبولي، تر څو د تاوتريخوالي د کمولو هڅې پياوړې شي.
د پاکستان امنیتي چارواکي د خپلو ۱۰ وسله والو مخالفانو د وژلو ادعا کوي
د خيبر پښتونخوا په خیبر ولسوالي کې د سرحدي ځواک چارواکي ادعا کوي چې د باړې په اکاخېلو کې پوځ د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ وسلوال وژلي دي.
د سرحدي ځواک (ایف سي) یوه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، نن (د مارچ پر ۳۱مه) د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا بریدونه پرون ماښام شوي دي.
چارواکي ادعا کوي چې وسلوال له تېرو څو اوونیو راهیسې د خيبر په باړه سيمه کې ګرځېدل، پر یوه دولتي روغتون یې قبضه کړې وه او د پولیسو سرتېري او ولسي خلک یې په نخښه کول.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم خپلواکو سرچينو د دې دادعا پخلی کړی دی.
بل پلو، د باړې د سیاسي اتحاد مشران وايي چې د مارچ پر ۳۰مه د پوځ له لوري د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه یو ولسي وګړی وژل شوی او درې ماشومان ژوبل شوي دي.
په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ افغانان په طبیعي پېښو کې مړه شوي
له طبیعي پېښو سره مبارزې ملي اداره وايي چې د بارانونو، سېلونو، د غرونو د ښويېدو او تندر له امله په تېرو څه باندې ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې ۱۴ تنه مړه شوي دي.
دې ادارې نن سېشنبه (۱۱ حمل) په ایکسپاڼه کې په يو پوسټ کې ويلي چې ۱۷ نور کسان ټپيان شوي او شاوخوا ۴۸۰ کورونه په بشپړ او يا جزوي ډول ويجاړ شوي دي.
په خبر کې زياته شوې چې د دغو پېښو له امله تر ۶۰۰ زياتې کورنۍ زيانمنې شوې دي.
طالبانو د دوشنبې په ورځ ويلي و چې په تېرو څلورو ورځو کې لږ تر لږه ۲۸ کسان د سختو بارانونو او سېلونو له امله په ۲۵ ولايتونو کې مړه شوي او ۴۹ نور ټپيان شوي دي.
فوټبال: افغانستان او سوریه مخامخېږي
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په خپله وروستۍ سیالي کې د آسيا جام د غوراوي سياليو په چوکاټ کې نن شپه د سوریې د فوټبال له ملي لوبډلې سره مخامخ شي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې دا لوبه به د سېشنبې په شپه (۱۱ حمل) د کابل په وخت د ماښام ۸:۴۵ بجې په شهزاده عبدالله الفیصل لوبغالی کې، چې په جدې ښار کې موقعيت لري، پيل شي.
د افغانستان ملي لوبډلې تېره لوبه د پنجشنبې په ورځ (۶ حمل) پر میانمار ۲ -۱ بایللې وه.
د تورخم لار افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو لپاره پرانیستل شوه
د تورخم دروازه نن غرمه له پاکستان څخه خپل هیواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره پرانیستل شوه.
په ننګرهار کې طالب چارواکو هم تایید کړه چې د تورخم دروازه د کډوالو پر مخ بېرته پرانېستل شوې ده.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر قريشي بدلون ويلي چې دا لاره نن سېشنبه (۱۱ حمل) يوازې هغو کډوالو ته پرانیستل شوې چې له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه کېږي.
د تورخم دروازه د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ هم د کډوالو د ستنېدو لپاره پرانیستل شوې وه، خو په نامعلوم علت څو ساعته وروسته بېرته د پاکستان له لوري وتړل شوه.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لارې، چې تورخم هم پکې شامل دی، له څو مياشتو راهيسې د ترانزيټ او د مسافرو د تګ راتګ پر مخ بندې دي.
په کاپیسا کې سېلونو ۴۰ کورونه ویجاړ کړي
په کاپيسا ولايت کې د طالبانو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رئيس محمد صابر احمد ويلي چې د وروستيو سېلونو له امله په دې ولايت کې شاوخوا ۴۰ کورونه او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه ویجاړه یا زيانمن شوې ده.
د هغه په وينا، دغه کورونه د مرکز کاپيسا په شاوخوا کليو لکه کوز بلوچخېل، بر بلوچخېل، چوني، محمودخېل، قصابان، هروکي او کرهتاز کې يا په بشپړ ډول ويجاړ شوي او يا هم جزوي زيان ورته اوښتی دی.
نوموړي زياته کړې چې د کورونو تر څنګ، په دې ولايت کې په بېلابېلو ولسواليو کې سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه او لسګونه د اوبو ويالې هم له منځه تللې دي.
په وروستۍ کابو یوه اوونۍ کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې شدید بارانونه اورېدلي او له کبله یې د سرومال تاوانونه اوښتي دي.
د لومړنيو شمېرو له مخې، په تېرو پنځو ورځو کې د سختو بارانونو، سېلابونو، د مځکې ښوییدو او تندر له امله په بېلابېلو ولايتونو کې لږ تر لږه ۲۸ تنه مړه او ۴۹ نور ټپيان شوي دي.
امریکا ډاډه نه ده چې ایراني مرکچیان دې پوره صلاحیت ولري
سيایناین تلویزیوني چاینل د ايران او متحدو ايالتونو ترمنځ د خبرو په اړه د څو امريکايي چارواکو او د خليج د هېوادونو له قوله راپور ورکړ چې امريکا «پوره ډاډه نه ده» چې هغه حکومتي څېرې چې د پاکستان او ترکيې له لارې پيغامونه ترلاسه کوي، د سولې د هر ډول تړون د تاييد يا نتیجې لپاره «وروستی صلاحيت» لري که نه.
په داسې حال کې چې د امريکا ولسمشر وايي خبرې په ښه ډول روانې دي او نوي مذاکره کوونکي نسبتاً «معقول» بولي، د يوې خبرې سرچينې په وينا، چې له وضعيت سره بلده ده، د ايران د حکومت ځينې کسان پر امريکا «باور نه لري»، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د ديپلوماتيکو هڅو پخواني پړاوونه د امريکايي بريدونو له امله ناکام شول.
دا راپور زياتوي چې اوس مهال، د ايران د حکومت د «ډېرو برخو د غيرفعال کېدو» له امله دا روښانه نه ده چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هر ډول تړون وروستۍ پرېکړه به څوک کوي.
ترکیه وايي یو بل ایرانی توغندی یې هم شڼډ کړی
ترکیې ویلي چې څلورم ایراني توغندی یې شنډ کړی دی.
د ترکیې د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ د حمل په ۱۰مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې یو بالستیک توغندی چې له ایران څخه توغول شوی و، له منځه وړل شوی دی.
د اعلامیې له مخې، ددغه توغندي مخه د ناټو د هوايي او توغندیز دفاعي سیستم له لارې، چې د مدیترانې ختیځ کې ځای پر ځای دی، نیول شوې ده.
ترکیه د ناټو غړی هېواد دی.
دا څلورم ایراني بالستیک توغندی دی چې د ترکیې په فضا یا د هغې په لوري د تګ پر مهال شنډېږي.
تر دې مخکې، ترکي چارواکو د ایران له لوري د توغندیزو بریدونو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې وه او د هغو د بندېدو غوښتنه یې کړې وه.
تر اوسه د شنډ شوي توغندي د مسیر او د نسکوریدو د دقیق ځای په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت غواړي له روسیې دکال ۲ ملیونه ټنه د سون مواد وپیري
په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز ویلي چې د طالبانو حکومت غواړي هر کال له روسیې څخه دوه میلیونه ټنه سون توکي واخلي.
روسي رسنیو د دې مرکز د مشر رستم خبیبولین له قوله راپور ورکړی چې دا تړون به ډیر نږدې وخت کې د کازان ښار کې لاسلیک شي، خو دقیقه نېټه یې ښودلې نه ده.
ویل شوي چې د دې تړون له مخې به افغانستان د روسیې له سترو نفتی شرکتونو څخه مایع ګاز او پټرول اخلي.
تر دې مخکې، د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو چې د طالبانو حکومت له روسیې څخه د سون توکو اخیستلو ته لېوالتیا لري او د انرژۍ صادرات د دواړو خواوو د خبرو اترو په اجنډا کې شامل دي.
روسیه یوازینی هېواد دی چې په افغانستان کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی دی.