د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۲۲

خبرونه

پر لبنان د اسراییلو د شنبې ورځې په بریدونو کې لس کسان وژل شوي

پر لبنان د اسراییلو د بریدونو د ویجاړۍ یوه برخه
پر لبنان د اسراییلو د بریدونو د ویجاړۍ یوه برخه

د لبنان پر جنوب د اسراییلو په بریدونو کې لس کسان وژل شوي او لسهاوو نور ټپیان دي.

دغه بریدونه د شنبې په ورځ د (حمل۲۲مه) د لبنان پر دولسو سیمو شوي دي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د لبنان د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي، "په بریدونو کې د حزب الله ډلې پلویان هم وژل شوي".

د ایران له ملاتړه برخمنه د حزب الله ډله د امریکا او اسراییلو له لورې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژندل کیږي.

خو اروپايي ټولنې د دغې ډلې پوځي برخه ترهګره بولي.

اسراییلو تراوسه پر لنبان د تازه بریدونو په اړه څه ویلي نه دي.

د امریکا او ایران ترمنځ له اوربند وروسته اسراییلو پر لبنان په بریدونو کې په یوه ورځ کې ۲۵۰ کسان ووژل.

رویترز؛ د ایران مشر مجتبی خامنه ای د جګړو په لومړیو ورځو کې سخت ټپي شوی دی

ایرانۍ ښځې د ایران د نوي مشر مجتبی خامنه ای انځور په لاس کې نیولی دی
ایرانۍ ښځې د ایران د نوي مشر مجتبی خامنه ای انځور په لاس کې نیولی دی

د ایران مشر مجتبی خامنه ای د جګړو په لومړیو ورځو کې سخت ټپي شوی دی.

رویترز خبري اژانس د شنبې په ورځ د (حمل۲۲مه) د ایران دننه د دریو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې خامنه ای لا هم د مخ او پښو د سختو ټپو له کبله تر درملنې لاندې دی.

رویتز د دغو سرچینو نومونه یاد کړي نه دي.

مجتبی خامنه ای پر ایران د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې د خپل پلار ایات الله علي خامنه ای له وژل کیدو وروسته د هغه ځایناستی وټاکل شو.

له دغې ۴۰ ورځینۍ جګړې وروسته لاهم د مجتبی خامنه ای کوم انځور او غږ خپور شوی نه دی.

له دې سربیره د خامنه ای د ساتنې د ځای په اړه هم دقیق معلومات په لاس کې نشته.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران ۵۶کلن نوی مشر د سختو ټپونو سربیره لا هم "ذهني وړتیا " لري او له لوړو پوړو حکومتي چارواکو سره په پریکړو کې ونډه اخلي.

د ازادې اروپا ازادي راډیو/فردا څانګه په ایران کې پر انټرنیت د بندیز له کبله نشي کولی د دغو اطلاعاتو او معلومات دقیق والی تایید کړي.

د دوشنبې په ورځ په ټول افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ واکسینو کمپاین پیلږي

Quetta, September 1, 2025: Anti-Polio campaign.
Quetta, September 1, 2025: Anti-Polio campaign.

تمه ده د دوشنبې په ورځ د (حمل ۲۴مه) په ټول افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو درې ورځینی کمپاین پیل شي.

د نړیوالو ادارو په ملاتړ په دغه کمپاین کې به له پنځو کلونو کم عمره ۱۲میلیونو او شپږ سوه ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړل شي.

له پولیو پاک افغانستان سازمان ويلي، په بامیان او دایکندي ولایتونو کې دا کمپاین د سړې هوا له کبله ځنډلی.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو ناروغي له منځه تللې نه ده.

په تیر ۲۰۲۵کال کې د پولیو نهې پېښې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ثبت شوې وې.

پولیو ساري ناروغي دي چې یوازې واکسین يې مخه نیولی شي.

د پولیو ویروس د دایمي فلج سبب ګرځي.

کابل ښاروالي د نوي کال په ترڅ کې د خپلو پروژو اعلان وکړ

کابل
کابل

کابل ښاروالي په روان څوارلس سوه پنځم کال کې د دوه سوه درې دیرش نویو پروژو د پلي کیدو خبر ورکړ.

د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالي د پلان، پالیسۍ، نظارت او ارزونې رییس انجنیر محمد قاسم افغان نن په کابل کې خبرې غونډې ته وویل چې پر دې پروژو به څه باندې نهه میلیارډه افغانۍ لګښت راشي.

بل لور ته د کابل ښاروالي کلتوري سلاکار او استازي نعمت اله بارکزي خبرې غونډې ته وویل چې پروسږکال دوه سوه اته پنځوس پراختیایي پروژې ترکار لاندې وې چې د ډیرو چارې بشپړې شوې دي او ځیني یې لاهم تر کار لاندې دي.

د کابل ښاروالي د پروسږکال او سږکال په پروژو کې تر ډیره سړکونه او پلونه شامل دي.

د کابل ښاروالي د چارواکو په وینا په تیرو څلورو کلونو کې دوی د ښار څلور سوه پنځوس کیلومتره سړکونه جوړ کړې دي.

طالبان په هرات کې د جمعې د ورځې د برید په تړاو د یوه تورن د نیولو خبر ورکړ

طالبانو د هرات د انجیل ولسوالي په « ده مهري» کلي کې پر عامو خلکو د جمعې د ورځې د برید په تړاو د یوه تن د نیولو خبر ورکړ.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رییس احمد اله متقي نن وویل چې له نیول شوي تورن څخه تحقیقات روان دي، خو نوموړي د هغه د هویت په اړه نور معلومات له رسنیو سره شریک نه کړل.

په هرات کې د طالب چارواکو په وینا په دې برید کې یولس تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي. د راپورونو له مخې په ټپيانو کې د دوو تنو روغتیایي وضعیت نازک دی.

تر اوسه کوم کس یا کومې ډلې د دې حملې مسوولیت نه دی منلی.

د تاجکستان له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال لوبډلې خپل سیال افغان ټیم ته ماتې ورکړه

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې د منځنۍ اسیا د اتلولۍ (کافا) سیالیو په لړ کې نن له تاجیکستان څخه دوه د درې ګلونو په وړاندې ماتې وخوړه.

دا د دې لوبو په ترڅ کې د افغان لوبډلې څلورمه او وروستۍ مسابقه وه. افغان لوبډلې تر دې مخکې خپله لومړۍ لوبه قرغیزستان ته بایللې وه، دویمه لوبه یې له ترکمنستان سره مساوي کړې وه او په درېیمه لوبه کې یې له کوربه هیواد اوزبېکستانه ماتې خوړلې وه.

له اوولس کلنو د کم عمره منځنۍ اسیا اتلولۍ دا سیالي د افغانستان، قرغیزستان، اوزبېکستان، تاجکستان او ترکمنستان لوبډلو ترمنځ په اوزبېکستان کې روانې دي.

د تهران او واشنګتن ترمنځ د روغې جوړې خبرې شروع شوې

په اسلام اباد کې د امریکایي او ایراني پلاوو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې.

ایراني رسنیو د دې رسمي مذاکراتو د پیلیدو خبر ورکړ چې نن له ماسپښین وروسته د پاکستان په منځګړیتوب پیل شول.

د امریکا د پلاوي مشري د دغه هیواد مرستیال ولسمشر جي ډي ونس کوي او د ایراني پلاوي مشري د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف ته سپارل شوې ده.

پاکستان خپلې جنګي جټ الوتکې او ځواکونه سعودي عربستان ته لیږلې دي

د پاکستان یوه جټ الوتکه
د پاکستان یوه جټ الوتکه

د سعودي عربستان دفاع وزارت نن تایید کړه چې د پاکستان جټ الوتکې او نور ملاتړي ځواکونه د دغه هېواد په ختیځ کې د ملک عبدالعزیز په پوځي هوايي اډه کې ځای پر ځای شوي.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې د پوځي جټ الوتکو او ملاتړو ځواکونو د شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي.

ریاض او اسلام آباد د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کې یو متقابل دفاعي تړون لاسلیک کړ.

د تړون په اساس دواړه خواوې ژمنې شوې چې پر یو بل برید ته به په دواړو هېوادونو د برید په سترګه ګوري.

دغه تړون د پاکستان او سعودي عربستان د کلونو ملګرتیا لا پسې پخه کړه.

پاکستان داسې وخت خپلې جټ الوتکې او ځواکونه په سعودي کې ځای پر ځای کړل چې په اسلام اباد کې د امریکا متحده ایالتونو او ایران د خبرو کوربه توبه کوي.

پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو سره هممهاله ایران د سعودي په شمول د سیمې په هېوادونو ډرون او توغندیز بریدونه کړي.

په فضا کې تر نن پورې تر ټولو لرې سیمې ته د ستورمزلو مزل

دوه امریکایي ستورمزلي مځکې ته تر ستنیدو وروسته- د اپریل-۱۱-۲۰۲۶
دوه امریکایي ستورمزلي مځکې ته تر ستنیدو وروسته- د اپریل-۱۱-۲۰۲۶

څلور ستورمزلي په فضا کې تر دې دمه تر ټولو لرې سیمې ته تر تګ وروسته مځکې ته ستانه شول.

دا ستور مزلي سپوږمۍ ته نژدې له لس ورځني سفر وروسته نن سهار د امریکا سان دیاګو ته نژدې په ارام سمندر کې راښکته شول.

په دغو څلورو ستورمزلو کې د یوې ښځې کرستینا کوچ تر څنګ ریډ ویسمن او ویکتور ګلوور د امریکا دي او جیرمي هینسن د کاناډا دی. دوی یو میلیون او یولک اوولس زره پنځه سوه پنځلس کیلومتره واټن وواهه او د سپوږمۍ هغه لوری یې له فضا ولید چې له مځکې نه لیدل کیږي.دا په فضا کې تر ټولو لرې سیمه ده چې تر اوسه انسان توانیدلی دی چې ورورسیږي.

ستورمزلیو شاوخوا شپږ ساعته د سپوږمۍ د نیمې پټې برخې، چې له مځکې نه لیدل کیږي، سپړنه وکړه.

دا ماموریت د امریکا د فضایي ادارې (ناسا) د بل ماموریت پيلامه ده چې ټاکل شوې ده تر دوو نورو کلونو پورې انسان سپوږمۍ ته ولیږي.

له ۱۷ کلونو کم عمره افغان فوټبال لوبډله له خپلې تاجیکستانۍ لوبډلې سره لوبه کوي

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله د منځنۍ اسیا د اتلولۍ (کافا) سیالیو په لړ کې نن له تاجیکستان سره لوبه کوي.

دا د دې لوبو په ترڅ کې د افغان لوبډلې څلورمه او وروستۍ مسابقه ده. ننۍ لوبه د کابل په وخت د ماسپښین یوه نیمه پيلیږي.

افغانستان په دغو سیالیو کې له دې مخکې درې لوبې ترسره کړې چې لومړۍ لوبه یې قرغیزستان ته بایللې، دویمه لوبه یې له ترکمنستان سره مساوي کړې او په درېیمه لوبه کې یې له کوربه هیواد اوزبېکستانه ماتې خوړلې ده.

له اوولس کلنو د کم عمره منځنۍ اسیا اتلولۍ دا سیالۍ د افغانستان، قرغیزستان، اوزبېکستان، تاجکستان او ترکمنستان لوبډلو ترمنځ په اوزبېکستان کې روانې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG