د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۰۶

خبرونه

د تهران او واشنګتن ترمنځ د روغې جوړې خبرې شروع شوې

په اسلام اباد کې د امریکایي او ایراني پلاوو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې.

ایراني رسنیو د دې رسمي مذاکراتو د پیلیدو خبر ورکړ چې نن له ماسپښین وروسته د پاکستان په منځګړیتوب پیل شول.

د امریکا د پلاوي مشري د دغه هیواد مرستیال ولسمشر جي ډي ونس کوي او د ایراني پلاوي مشري د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف ته سپارل شوې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په غرني کې د یوه کور د چت د نړیدو په پېښه کې دوه کسان مړه شوي

د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د نړیدو په پېښه کې دوه کسان مړه شوي.

د دغه ولایت د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې دا خبر ورکړی.

بل پلو، پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې د شنبې په ورځ د (حمل۲۲مه) ویلي و،"په تیرو دوو ورځو کې د وروښتونو، سیلابونو او نورو طبیعي پېښو له کبله ۲۲کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږې ادارې (اوچا) د شنبې په ورځ وویل،"د افغانستان په ډيرو ولایتونو کې د وروستو وروښتونو او درنو بارانونو او سیلابونو له کبله ۷۳زره خلک زیانمن شوي دي".

د دې ادارې په ټکو،"دغو سیلابونو کې لږترلږه ۹۳ کسان مړه شوي، ۱۸۱ ټپیان او څلور نور ورک دي".

نزار امیدي د عراق د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو

نزار امیدي
نزار امیدي

نزار امیدي د عراق د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.

هغه به د پلازمینې بغداد په السلام ماڼې کې د مخکي ولسمشر عبداللطیف رشید ځان ونیسي.

امیدي د عراق په پارلمان کې د شنبې په ورځ د (حمل۲۲مه) د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره له مثني امین ټاکنې وګټلې.

په عراق کې د پخواني دود له مخې، د صدارعظمۍ مقام شیعه سیاستوال او د پارلمان مشري سني سیاستوال ته ورکول کیږي.

په عراق کې د ولسمشرۍ مقام تر ډیره تشریفاتي دی او کوردانو ته رسیږي.

امیدي د "کردانو د ټولنې" کانداید و او له ایران سره نژدې اړیکي پالي.

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبډلې له تاجکستانه ماتې وخوړه

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله
د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله د منځنۍ اسیا د اتلولۍ (کافا) سیالیو په لړ کې د شنبې په ورځ له تاجیکستان څخه ۳ د ۲ پر وړاندې ماتې وخوړه.

دا د دې لوبو په ترڅ کې د افغان لوبډلې څلورمه او وروستۍ لوبه وه.

دغه لوبه د شنبې په ورځ د کابل په وخت د ماسپښین یوه نیمه پیل شوه چې د افغانستان په ماتې پایته ورسیده.

افغانستان په دغو سیالیو کې له دې مخکې درې لوبې ترسره کړې چې لومړۍ لوبه یې قرغیزستان ته بایللې، دویمه لوبه یې له ترکمنستان سره مساوي کړې او په درېیمه لوبه کې یې له کوربه هیواد اوزبېکستانه ماتې خوړلې ده.

له اوولس کلنو د کم عمره منځنۍ اسیا اتلولۍ دا سیالۍ د افغانستان، قرغیزستان، اوزبېکستان، تاجکستان او ترکمنستان لوبډلو ترمنځ په اوزبېکستان کې روانې دي.

پر لبنان د اسراییلو د شنبې ورځې په بریدونو کې لس کسان وژل شوي

پر لبنان د اسراییلو د بریدونو د ویجاړۍ یوه برخه
پر لبنان د اسراییلو د بریدونو د ویجاړۍ یوه برخه

د لبنان پر جنوب د اسراییلو په بریدونو کې لس کسان وژل شوي او لسهاوو نور ټپیان دي.

دغه بریدونه د شنبې په ورځ د (حمل۲۲مه) د لبنان پر دولسو سیمو شوي دي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د لبنان د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي، "په بریدونو کې د حزب الله ډلې پلویان هم وژل شوي".

د ایران له ملاتړه برخمنه د حزب الله ډله د امریکا او اسراییلو له لورې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژندل کیږي.

خو اروپايي ټولنې د دغې ډلې پوځي برخه ترهګره بولي.

اسراییلو تراوسه پر لنبان د تازه بریدونو په اړه څه ویلي نه دي.

د امریکا او ایران ترمنځ له اوربند وروسته اسراییلو پر لبنان په بریدونو کې په یوه ورځ کې ۲۵۰ کسان ووژل.

رویترز؛ د ایران مشر مجتبی خامنه ای د جګړو په لومړیو ورځو کې سخت ټپي شوی دی

ایرانۍ ښځې د ایران د نوي مشر مجتبی خامنه ای انځور په لاس کې نیولی دی
ایرانۍ ښځې د ایران د نوي مشر مجتبی خامنه ای انځور په لاس کې نیولی دی

د ایران مشر مجتبی خامنه ای د جګړو په لومړیو ورځو کې سخت ټپي شوی دی.

رویترز خبري اژانس د شنبې په ورځ د (حمل۲۲مه) د ایران دننه د دریو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې خامنه ای لا هم د مخ او پښو د سختو ټپو له کبله تر درملنې لاندې دی.

رویتز د دغو سرچینو نومونه یاد کړي نه دي.

مجتبی خامنه ای پر ایران د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې د خپل پلار ایات الله علي خامنه ای له وژل کیدو وروسته د هغه ځایناستی وټاکل شو.

له دغې ۴۰ ورځینۍ جګړې وروسته لاهم د مجتبی خامنه ای کوم انځور او غږ خپور شوی نه دی.

له دې سربیره د خامنه ای د ساتنې د ځای په اړه هم دقیق معلومات په لاس کې نشته.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران ۵۶کلن نوی مشر د سختو ټپونو سربیره لا هم "ذهني وړتیا " لري او له لوړو پوړو حکومتي چارواکو سره په پریکړو کې ونډه اخلي.

د ازادې اروپا ازادي راډیو/فردا څانګه په ایران کې پر انټرنیت د بندیز له کبله نشي کولی د دغو اطلاعاتو او معلومات دقیق والی تایید کړي.

د دوشنبې په ورځ په ټول افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ واکسینو کمپاین پیلږي

Quetta, September 1, 2025: Anti-Polio campaign.
Quetta, September 1, 2025: Anti-Polio campaign.

تمه ده د دوشنبې په ورځ د (حمل ۲۴مه) په ټول افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو درې ورځینی کمپاین پیل شي.

د نړیوالو ادارو په ملاتړ په دغه کمپاین کې به له پنځو کلونو کم عمره ۱۲میلیونو او شپږ سوه ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړل شي.

له پولیو پاک افغانستان سازمان ويلي، په بامیان او دایکندي ولایتونو کې دا کمپاین د سړې هوا له کبله ځنډلی.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو ناروغي له منځه تللې نه ده.

په تیر ۲۰۲۵کال کې د پولیو نهې پېښې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ثبت شوې وې.

پولیو ساري ناروغي دي چې یوازې واکسین يې مخه نیولی شي.

د پولیو ویروس د دایمي فلج سبب ګرځي.

کابل ښاروالي د نوي کال په ترڅ کې د خپلو پروژو اعلان وکړ

کابل
کابل

کابل ښاروالي په روان څوارلس سوه پنځم کال کې د دوه سوه درې دیرش نویو پروژو د پلي کیدو خبر ورکړ.

د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالي د پلان، پالیسۍ، نظارت او ارزونې رییس انجنیر محمد قاسم افغان نن په کابل کې خبرې غونډې ته وویل چې پر دې پروژو به څه باندې نهه میلیارډه افغانۍ لګښت راشي.

بل لور ته د کابل ښاروالي کلتوري سلاکار او استازي نعمت اله بارکزي خبرې غونډې ته وویل چې پروسږکال دوه سوه اته پنځوس پراختیایي پروژې ترکار لاندې وې چې د ډیرو چارې بشپړې شوې دي او ځیني یې لاهم تر کار لاندې دي.

د کابل ښاروالي د پروسږکال او سږکال په پروژو کې تر ډیره سړکونه او پلونه شامل دي.

د کابل ښاروالي د چارواکو په وینا په تیرو څلورو کلونو کې دوی د ښار څلور سوه پنځوس کیلومتره سړکونه جوړ کړې دي.

طالبان په هرات کې د جمعې د ورځې د برید په تړاو د یوه تورن د نیولو خبر ورکړ

طالبانو د هرات د انجیل ولسوالي په « ده مهري» کلي کې پر عامو خلکو د جمعې د ورځې د برید په تړاو د یوه تن د نیولو خبر ورکړ.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رییس احمد اله متقي نن وویل چې له نیول شوي تورن څخه تحقیقات روان دي، خو نوموړي د هغه د هویت په اړه نور معلومات له رسنیو سره شریک نه کړل.

په هرات کې د طالب چارواکو په وینا په دې برید کې یولس تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي. د راپورونو له مخې په ټپيانو کې د دوو تنو روغتیایي وضعیت نازک دی.

تر اوسه کوم کس یا کومې ډلې د دې حملې مسوولیت نه دی منلی.

د تاجکستان له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال لوبډلې خپل سیال افغان ټیم ته ماتې ورکړه

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې د منځنۍ اسیا د اتلولۍ (کافا) سیالیو په لړ کې نن له تاجیکستان څخه دوه د درې ګلونو په وړاندې ماتې وخوړه.

دا د دې لوبو په ترڅ کې د افغان لوبډلې څلورمه او وروستۍ مسابقه وه. افغان لوبډلې تر دې مخکې خپله لومړۍ لوبه قرغیزستان ته بایللې وه، دویمه لوبه یې له ترکمنستان سره مساوي کړې وه او په درېیمه لوبه کې یې له کوربه هیواد اوزبېکستانه ماتې خوړلې وه.

له اوولس کلنو د کم عمره منځنۍ اسیا اتلولۍ دا سیالي د افغانستان، قرغیزستان، اوزبېکستان، تاجکستان او ترکمنستان لوبډلو ترمنځ په اوزبېکستان کې روانې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG