خبرونه
د فوټسال په نړیوال جام کې نن څلور لوبې کېږي
په تر ټولو مهمه یوه کې به د اتلولۍ مدافع لوبډله پرتګال له پاناما سره مخ شي.
ایران له وینزویلا سره مخ کېږي، دغه راز تاجکستان له مراکش سره لوبه لري او ګواتیمالا به د فرانسې په وړاندې ولوبیږي.
پرون هم د فوټسال په نړیوال جام کې افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له انګولا څخه وګټله.
افغانستان شپږ پر څلور د انګولا په ماتولو بریالی شو.
د افغانستان راتلونکې لوبه سبا چهارشنبه له ارجنتاین سره ده.
د فوټسال نړیوال جام په ازبکستان کې روان دی چې ۲۴ ټيمونه پکې برخه لري.
هرات کې د ۲۵ښوونځيو او مدرسو د بيارغونې چارې پيل شوي
د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت په یوه بیان کې ويلي، په هرات کې د ۲۵ښوونځیو او مدرسو د بیارغونې چارې پيل شوې.
د بیان پر اساس تمه ده، د څه باندې شلو میلیونو افغانیو په لګښت پهدې پروژو کې د هرات په ښار او څو ولسوالیو کې یوشمېر ښوونځي او دیني مدرسې ترمیم او ورغول شي.
دا ښوونځي او مدرسې د پوهنې وزارت په بودیجه بیا رغول کېږي.
طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په ټولو ولایتونو کې د دیني مدرسو بیا رغونې ته مخه کړې ده.
د ۲۰۲۳ کال په پای کې د یوې سروې په اساس د دیني مدرسو شمېر له ۱۹زرو اوښتی وو.
عبدالرشيد دوستم د طالبانو په وړاندې د يو موازي حکومت جوړولو غږ کړی
د افغانستان د مخلوع جمهوري نظام یوه پخواني مرستیال ولسمشر او پخواني جهادي قومندان (مارشال) عبدالرشید دوستم د طالبانو په وړاندې د یوه موازي حکومت د جوړولو غږ کړی دی.
دوستم او د طالبانو د مخالفو ډلو اکثرو مشرانو په ترکیه کې د افغانستان د نجات لپاره د مقاومت عالي شورا جوړه کړې او وخت ناوخته غونډې جوړوي.
پرون هم په ترکیه کې دې غونډې ته په وینا کې عبدالرشید دوستم د موازي حکومت د جوړولو خبره وړاندې کړې ده.
عبدالرشید دوستم ویلي چې، د طالبانو پر ضد به مبارزه کوي او ادعا یې کړې چې کولای شي د طالبانو حکومت مات کړي.
طالبانو لا د دوستم د دې ادعا او څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي.
امریکايي چارواکو ویلي چې د طالبانو د مخالفو ډلو پوځي ملاتړ نه کوي، خو له غیر طالب مشرانو او د طالبانو له سیاسي مخالفینو څخه سیاسي ملاتړ کوي او لیده کاته ورسره کوي.
د فوټسال نړیوال جام؛ افغانستان په لومړۍ لوبه کې انګولا ته ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن یکشنبه د سپټمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه په نړیوال جام کې خپله لومړۍ سیالي ترسره کړه چې، د انګولا هېواد ته یې شپږ پر څلور ماتې ورکړه.
دغه سیالي د کابل پر وخت ماذیګر ۵:۰۰ بجې د ازبکستان د پلازمېنې تاشکند په هومو لوبغالي کې پیل شوې وه.
د دې لوبې په لومړۍ نیمایي کې افغانستان ۵ او انګولا دوه ګولونه وهلي و او په دویمې نیمایي کې انګولا دوه نور او افغانستان یو ګول وواهه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه اکبر کاظمي وګټله.
افغانستان به خپله دویمه سیالي د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د ارجنټاین پر وړاندې ترسره کوي.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په لومړۍ نیمایي کې پنځه ګولونه ووهل
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې د انګولا پر وړاندې ۵ ګولونه وهلي دي.
دغه سیالي چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د کابل پر وخت ماذیګر ۵:۰۰ بجې پیل شوې ده، لومړۍ نیمایي یې ۵-۲ د افغانستان په ګټه روانه ده.
فوټبال فدراسیون ویلي دي، افغانستان ته اکبر کاظمي، مهدي نوروزي، امید قنبري او حسین محمدي ګولونه وهلي دي.
له يمن څخه پر اسراييل د يو راکټ د ويشتل کېدو خبر ورکړل شوی
د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې، له یمن څخه د اسراییل په لور یو له ځمکې څخه ځمکه ویشتونکی راکټ ویشتل شوی او پر یوه نااستوګنه سیمه لګېدلی دی.
د اسراییل پوځ نن یکشنبې وویل، د دې برید له کبله د سر او مال هیڅ راز زیان نهدی پېښ شوی.
څو شیبې مخکې لهدې چې توغندی ولګېږي په تلابیب او ټول اسراییل کې د خطر زنګونه ووهل شول.
د یمن حوثي یاغیانو د روان کال په جولای میاشت کې د یوې بېپيلوټه الوتکې په وسیله پر تلابیب برید وکړ چې، یو کس یې وواژه او څلور نور یې ټپیان کړل.
دغه برید اسراییل وهڅاوه چې د یمن د حدیده بندر ته نژدې د حوثي یاغیانو پر هدفونو لوی هوایي برید وکړي، چې لږ تر لږه درې کسان یې ووژل او ۸۷ نور یې ټپیان کړل.
د اسرايیل دفاع وزارت دا هم ویلي چې، نن له لبنان څخه اسراییل ته ۴۰ توغندي وویشتل شول، چې د هوایي دفاع سیسټم لهخوا شنډ شول او یا هم پر نااستوګنو سیمو ولګېدل.
د بشري حقونو د څار ادارې د منځنۍ اسيا په يوشمېر هېوادونو کې د بشري حقونو پياوړي کېدل غوښتي
د بشري حقونو د څار ادارې "HRW" د جرمني له صدراعظم اولف شولڅ څخه وغوښتل چې، د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له ولسمشرانو سره په کتنه کې په خپلو هېوادونو کې بشري حقونه دود او پیاوړي کړي.
د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور لهمخې، شولڅ به پهدې اوونۍ کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له ولسمشرانو سره په ناسته کې برخه واخلي.
اولاف شولڅ به نن یکشنبې په درې ورځني سفر ازبکستان ته روان شي.
هغه به سبا، دوشنبې او بل سبا، سهشنبې، په قزاقستان کې د منځنۍ اسیا د فارمټ په دوهمه غونډه کې ګډون وکړي.
د دغه کنفرانس لومړۍ غونډه تېر کال په برلین کې جوړه شوې وه.
د بشری حقونو د څار سازمان وایي، د جرمني حکومت په دغو هېوادونو کې د بشري حقونو په برخه کې له پرمختګ پرته له هغو سره نژدې اړیکې ټینګولی نهشي.
شولڅ به د خپل سفر په لومړي ټپال کې په تاشکند کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره وګوري او له ازبکستان څخه جرمني ته به د ماهرو کارګرو د انتقال په اړه یوه موافقه لاسلیک کړي.
نوموړی به راتلونکې اوونۍ د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ترکمنستان له مشرانو سره په یوه غونډه کې ګډون وکړي.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن خپله لومړۍ لوبه له انګولا سره کوي
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د نړیوال جام په لړ کې نن په خپله لومړنۍ سیالي کې له انګولا سره مخامخ شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا لوبه نن مازیګر د کابل په وخت ۵:۰۰ بجې ترسره کېږي.
د ۲۰۲۴ د فوټسال نړیوال جام پرون شنبه په ازبکستان کې پیل شو او په لومړۍ مسابقه کې تایلنډ دوه پر یو کرویشیا ته ماته ورکړه او په دوهمه لوبه کې بیا برازیل ۱۰ پر صفر کیوبا ته ستره ماته ورکړه.
د بريتانيا او فرانسې ترمنځ د يوې بېړۍ ډوبېدو پېښه کې اته کسان مړه شوي
لږ تر لږه اته کسان هغه مهال مړه شول چې، د غیرقانوني کډوالو یوه وړه بېړۍ د بریتانیا او فرانسې ترمنځ په اوبو کې ډوبه شوه.
دا پېښه نن یکشنبې سهار وختي هغه مهال وشوه چې، کډوالو غوښتل له فرانسې څخه په کښتۍ کې بریتانیا ته ولاړ شي.
دوه اوونۍ د مخه، د شپږو ماشومانو او یوې امیندوارې مېرمنې په ګډون دوولس کسان په ورته پېښه کې مړه شول، چې دا د روان ۲۰۲۴ کې تر ټولو وژونکې پېښه وه.
د بریتانیا او فرانسې د بېړۍ چلونې د ادارو د مسوولانو او ساحل ساتونکو په وینا، په وروستیو ورځو کې لهدې خطرناکو او سړو اوبو څخه د تېرېدو لپاره د ناقانونه کډوالو هڅې زیاتې شوي دي او یوازې د شنبې د ورځې تر پایه په ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۰ کډوال له کوچنیو بېړیو څخه ژغورل شوي دي.
يواينايچسيار په باميان کې د قابلو لپاره د يو روزنيز پروګرام د پای ته رسېدو خبر ورکړی
په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمېشنرۍ "یواینایچسيار" د مېندو او ماشومانو د مړینو د کمولو لپاره په بامیان کې د قابلهګانو د روزنې پروګرام د فارغانو دوهم پړاو اعلان کړ.
د ملګروملتو دې ادارې پرون شنبې پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) ولیکل چې، د قابلهګۍ د زدهکړې پروګرام یې د اروپايي اتحادیې او همکارو مؤسسو په مالي مرسته اجرا کړی دی.
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د لویې کمېشنرۍ په وینا، دا قابلې هڅه کوي چې په افغانستان کې د مېندو او ماشومانو د مړینو کچه راټیټه کړي.
تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي وو، چې هره ورځ په افغانستان کې پهداسې ناروغیو چې تداوي کېدای شي ۲۴ مېندې او ۱۶۷ ماشومان مړه کېږي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی، په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز په افغانستان کې د ښځو وضعیت لا پسې خراب کړی او د راتلونکي لپاره د کادرونو د روزلو هیله يې لهمنځه وړې ده.