د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ترمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال په ډزو سره ټپي شو

د جمهوري غوښتونکو کاندید او پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۱۳مه د ټاکنیز کمپاین لپاره د پنسلوانیا بټلر ته ورسېد.
 

د ډونالډ ټرمپ ملاتړي د جولای په ۱۳مه په بټلر کې راغونډ شوي دي.

د ټاکنیز کمپاین پر مهال له ډزو وروسته د امریکا د خفیه ادارو اجنټان ډونالډ ټرمپ څخه راتاو شوي دي او په لاسونو کې یې پټ کړی دی.
 

امریکايي ادارو یو شل کلن مشکوک وسله‌وال پېژندلی چې د وژنې هڅه یې کړې ده.
 

پولیس په بټلر کې د ټرمپ د خبرو پر مهال د ډزو له اورېدو وروسته ډزې کوي.
 

تر ټپي کېدو وروسته ټرمپ خپلو ملاتړو خوا ته موټی کړی لاس خوځوي او د مبارزې، مبارزې، مبارزې غږونه کوي.

د امریکا خفیه ادارو اجنټان تر ټپي کېدو وروسته ډونالډ ټرمپ د درملنې لپاره لېږدوي.

په تصویر کې لیدل کېږي چې د ټرمپ له غوږ وینې بهېږي. هغه د خفیه ادارو د اجنټانو له لوري موټر ته لېږدول کېږي او له سیمې وځي.
 

د خفیه ادارو د اجنټانو له لوري وسله‌وال توماس متیو کروکس وژل کېږي او د راپورونو پر اساس یو بل مشکوک کس هم مړ شوی دی.
دغه راز دوه نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د ایف‌بي‌آی یوه مسووله کیوینک روجېک وايي، څېړنې ښيي چې دا د وژنې هڅه وه.

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۱۳مه د پنسلوانیا په بټلر کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال په ډزو سره ټپي شو او څېړنې ښيي چې دا حمله د هغه د وژنې هڅه وه.