امریکا څخه د لسګونو افغان کډوالو د ایستلو د مخنیوي لپاره د «افغان‌ا‌یوک» تازه هڅې

ارشیف، یو شمېر هغه افغان پناه غوښتونکي چې په ۲۰۲۱ کال کې د تخلیې په پروسه کې له افغانستانه امریکا ته ولېږدول شول.

د امریکا متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان (افغان‌ایوک) وروسته له دې چې حکومت له دغه هېواد څخه د لسګونو افغانانو د اخراج لپاره نوې نېټه وټاکله، د دوی د ایستلو د مخنیوي لپاره روانه اوونۍ کې د هلو ځلو د نوي کمپاین د پیل خبر ورکوي.

د نیویارک یوې فدرالي محکمې تېره اوونۍ له امریکا څخه د لسګونو افغانانو د ایستلو پلان د نومبر تر اوومې نېټې وځنډاوه.

خو وروسته «افغان‌ایوک» د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۴مه وویل چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د قانون پلي کولو ادارې د دغو افغانانو د ایستلو لپاره د نومبر ۱۶مه نوې نېټه ټاکلې ده.

«افغان‌ایوک» وایي په حکومت باندې د فشار راوستلو لپاره‌یې روانه اوونۍ پلازمېنه واشنګټن کې یوه درې ورځنۍ غونډه تنظیم کړې چې په وینا یې د امریکا د بېلابېلو ایالتونو څخه به په‌کې شاوخوا ۱۰۰ کسه پخواني امریکايی پوځیان، هغه ملکي کسان چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې یې خدمت کړی او د دوی افغان متحدین په‌کې برخه واخلي.

دغه سازمان وايي د کانګرس له غړو سره خبرې کوي څو امریکا کې د مېشتو افغانانو لپاره د مؤقتې ساتنې وضعیت یا «ټي‌پي‌اېس» لایحه تصویب شي.

ارشیف، یو شمېر هغه افغان پناه غوښتونکي چې په ۲۰۲۱ کال کې د تخلیې په پروسه کې له افغانستانه امریکا ته ولېږدول شول.

په دې لایحه کې غوښتنه شوې چې د شرایطو وړ افغانانو ساتنه وشي او ترڅو چې افغانستان د بېرته ستنېدو لپاره ناامنه ګڼل کېږي له امریکا ونه‌ایستل شي او په امریکا کې د قانوني اوسېدو اجازه ولري.

د امریکا حکومت عموماً دغه وضعیت د هغو هېوادونو اتباعو ته ورکوي چې د جګړو، اقلیمي ناورینونو او نورو استثنايي شرایطو له کبله‌یې خپل هېواد ته ستنېدل مصون نه‌وي.

امریکا کې د کډوالو د حقونو یو فعال ډاکتر محمدالله صدیقي د افغان ایوک د هلو ځلو هرکلی کوي او وايي چې د هغه لسګونه زره افغانانو چې له ۲۰۲۱ کال وروسته امریکا ته تللي اسناد دې ومنل شي او ګرین کارډ دې ورته ورکړل شي ترڅو صحي بیمه او نورې ځانګړې اسانتیاوې ترلاسه کړي.

دی زیاتوي: "هغه افغانان چې دلته اوسي، د یو لک په شاوخوا کې چې ۲۰۲۱ کال کې دلته راغلي، د هغوی اسناد دې اپروف (ومنل) شي ځکه چې دوی خو خپله امریکایانو دلته راوستلي دي. هغوی قانوني د یوه پروسس نه تېر شوي خلک دي، نو د هغوی اسایلمونه باید اپروف شي او ګرین کارډونه باید ورته ورکړل شي."

د کانګرس د دواړو خونو ۶۶ غړو چې اکثر ډموکراتان دي تېره اوونۍ د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر مارکوین مالین ته په یو لیک کې غوښتنه وکړه چې افغانستان ته د ۱۵۰ افغانانو د احتمالي ستنولو له پلان څخه لاس واخلي.

په لیک کې راغلي: "افغانستان او ایران ته د هغو زیانګالو خلکو استول چې په امریکا کې یې پناه غوښتې هغوی د تعقیب، ځورونې او وژل کېدو له ګواښ سره مخ کوي."

د کانګرس دغو غړو ویلي چې اکثرو دغو افغانانو له امریکا سره په ګډه جګړه مخته وړې او خپل او د کورنۍ ژوند یې په خطر کې اچولی.

امریکایي رسنیو تېره اوونۍ راپور ورکړ چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا د کډوالۍ د محدودیتونو د تازه اقداماتو په لړ کې به په امریکا کې مېشت دغه افغانان د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم تأیید کړې چې اسلام‌اباد د امریکا د حکومت هغه وړاندیز ارزوي چې له مخې یې افغان وګړي له امریکا څخه د پاکستان له لارې ایستل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، سجاد حیدر خان، د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې "دا موضوع اوس‌مهال تر ارزونې لاندې ده او ټول اړوند اړخونه‌یې له ښکېلو خواوو سره په سلا مشوره په دقت څېړل کېږي".

په دې اړه نور:

اسلام‌اباد افغانستان ته د افغان کډوالو د لېږلو په اړه د امریکا وړاندیز ارزوي

د طالبانو حکومت د دغو راپورونو په غبرګون کې جدي اندېښنه څرګنده کړې او پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي له درېېمو هېوادونو هم غوښتي چې د لنډمهالو امتیازاتو لپاره د نورو هېوادونو د اتباعو پر برخلیک معامله ونه‌کړي.

د «افغان‌ایوک» مشر شان ون‌دایور ازادي راډیو ته په استول شوي اېمېل کې ویلي چې د دوی غوښتنه دا ده چې کانګرس طالبانو ته د امریکا د پخوانيو افغان متحدینو ورلېږل ودروي او غواړي روانه اوونۍ د دې غوښتنې په اړه رأی‌ګیري وکړي.