د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر برید؛ لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي دي
د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر برید؛ لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي دي
Your browser doesn’t support HTML5
د سعودي عربستان د چارواکو په وینا، د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر په برید کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د هوايي ډګر له دننه په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې د برید له امله د هوايي ډګر په زیانمن شوي ترمینل کې د ودانۍ ټوټې او نور توکي خپاره شوي او له امله یې د هوايي ډګر فعالیتونه درول شوي دي.
د دغه برید پړه پر حوثي یاغیانو اچول شوې، خو دې ډلې تر اوسه په رسمي ډول د برید مسئولیت نه دی منلی.