بریتانیا اعلان کړی چې د یمن د حوثیانو د راکټي او بېپیلوټه الوتکو بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان د دفاع په هدف به د خپل هوايي ځواک ټایفون جنګي الوتکې په دفاعي مأموریتونو کې وکاروي.
په عین حال کې، ترکیې له سعودي عربستان او پاکستان سره ګډ دفاعي تړون د تصویب لپاره خپل پارلمان ته وړاندې کړی دی.
دا دواړه پرمختیاوې د سېشنبې په ورځ (د میزان ۲۸مه) په داسې حال کې اعلان شوې چې د ایران له ملاتړه برخهمنو حوثیانو د سعودي عربستان پر خاوره خپل بریدونه زیات کړي او په یمن کې دننه هم جګړو د وژل شویو او بېځایه شویو کسانو شمېر لوړ کړی دی.
د بریتانیا دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د شاهي هوايي ځواک ټایفون جنګي الوتکې به د سعودي عربستان د ښارونو او مهمو تأسیساتو د ساتنې لپاره د هوايي دفاع مأموریتونه ترسره کړي، څو دغه سیمې د بېپیلوټه الوتکو او راکټي بریدونو پر وړاندې خوندي کړي.
د دغه وزارت په وینا، د بریتانیا د جنګي الوتکو مأموریت به یوازې دفاعي وي او دا الوتکې به د حوثیانو پر ضد په تهاجمي بریدونو کې برخه وانهخلي.
د بریتانیا دفاع وزیر، وېس سټرېټینګ، پر سعودي عربستان د حوثیانو وروستي بریدونه، په ځانګړي ډول د ریاض هوايي ډګر په نښه کول، غندلي او ویلي یې دي چې دا بریدونه په سیمه کې د کړکېچ زیاتوالی څرګندوي.
هغه د سېشنبې په ورځ وویل چې د ټایفون جنګي الوتکو د استولو پرېکړهیې د دغه هېواد پارلمان ته هم سپارلې ده.
د بریتانیا دفاع وزیر زیاته کړې: "د کړکېچ دغه زیاتوالی د منلو وړ نهدی. بریتانیا هغه هېواد دی چې که متحدینیې د مرستې غوښتنه وکړي، نو ځوابیې ورکوي."
سټرېټینګ په منځني ختیځ کې د بېثباتۍ اقتصادي پایلو ته په اشارې ویلي چې د بریتانیا خلک هم د ژوند د لګښتونو او د تېلو د بیو له لارې د دغه بحران اغېزې احساسوي.
هغه ټینګار کړی چې د بریتانیا هدف د ملکي وګړو ساتنه او د ډیپلوماتیکو هڅو له لارې د جګړو پای ته رسولو کې مرسته ده.
د لندن دغه تازه پرېکړه د سعودي عربستان د حکومت د غوښتنې په ځواب کې شوې ده.
بریتانیا به د ټایفون جنګي الوتکو ترڅنګ، یوه اطلس «اې ۴۰۰ اېم» (A400M) پوځي ترانسپورتي الوتکه او یو شمېر پوځي سلاکاران هم واستوي.
دا اقدام سعودي عربستان ته د بریتانیا د پوځي مرستو د زیاتولو په لړ کې ترسره کېږي.
دغه مرستې د سپټمبر په میاشت کې د وویجر هوايي تېلورکوونکې الوتکې په استولو پیل شوې وې.
په هغه پړاو کې سعودي عربستان ته هېڅ بریتانوي جنګي الوتکه نهوه استول شوې.