د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۳۹

سرچینې: له برید وروسته د ریاض د نړیوال هوایي ډګر فعالیتونه تر اوسه ځنډول شوي دي

د سعودي عربستان د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر د یمن د حوثیانو د شنبې د ورځې په هوایي برید کې ۱۲ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

دا په تیره څه باندې یوه لسیزه کې په سعودي عربستان کې تر ټولو خونړی برید ګڼل کیږي. د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د یکشنبې په ورځ وویل چې د دغه برید په غبرګون کې به د یمن د حوثیانو پر وړاندې پرېکنده اقدام وکړي.

ائتلاف د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د برید پړه پر ایران پلوه حوثیانو اچولې او دا برید یې "بشپړ جنګي جنایت" بللی دی. د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې یوې ډیپلوماتیکې سرچینې ویلي چې دغه برید د توغندویو په وسیله شوی دی. د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په وژل شویو کسانو کې څلور د سعودي عربستان، دوه د بنګله ‌دېش او یو یو د امریکا، مصر، اردن، سوریې، فلسطین او سوډان وګړي دي. د دغې ادارې په وینا، په برید کې ۳۰۹ کسان ټپیان شوي چې د ځینو روغتیايي وضعیت نازک دی.

له برید وروسته د ریاض د نړیوال هوايي ډګر فعالیتونه ځنډول شوي او چارواکو ویلي چې د اوښتو زیانونو ارزونه لا هم روانه ده.

د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف ویاند تورن جنرال ترکي المالکي، پر خپله اېکسپاڼه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي:"د حوثیانو د ترهګرې ډلې دغه ناځوانمردانه تروریستي برید، چې په پایله کې یې یو شمېر ملکي مسافر او د هوايي ډګر کارکوونکي وژل شوي او ټپیان شوي دي، یو بشپړ جنګي جنایت دی."

تر دې مخکې ائتلاف ویلي وو چې پر سعودي عربستان توغول شوي توغندي یې شنډ کړي او د توغندیو د توغولو مرکزونه یې له منځه وړي دي.

له دغه برید وروسته د یمن حوثیانو د یکشنبې په ورځ مسافرو ته خبرداری ورکړی چې د سعودي عربستان له هوايي ډګرونو او هوايي حریم څخه دې ډډه وکړي. د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع پر خپله اېکسپاڼه لیکلي:"د یمن وسله‌ وال ځواکونه یو ځل بیا ټولو هوايي شرکتونو، د هوايي چلند او تګ راتګ اړوندو ادارو، کارپوهانو، کارکوونکو او مسافرو ته خبرداری ورکوي چې د سعودي عربستان له هوايي ډګرونو او هوايي حریم څخه دې استفاده نه کوي."

نوموړي زیاته کړې چې د سعودي عربستان هوايي ډګرونه او هوايي حریم د دوی د بریدونو له ګواښ سره مخ دي او د حوثي ځواکونو د پوځي عملیاتو ساحه ګڼل کېږي. خو د هغه په وینا، د اسلام د دوو سپېڅلو ښارونو، مکې مکرمې او مدینې منورې هوايي ډګرونه له دې ګواښ څخه مستثنا دي.

په سعودي عربستان کې د امریکا، کاناډا، جرمني او اسپانیا سفارتونو خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د ریاض هوايي ډګر ته له تګ څخه ډډه وکړي. یوه لوړپوړي لوېدیځ ډیپلومات فرانسپرېس خبري اژانس ته ویلي چې یو شمېر سفارتونو خپلو کارکوونکوته ویلي چې تریوې اونۍ پورې د ریاض له هوایي ډګرڅخه ډډه وکړي. د امریکا سفارت د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر له مرګونو بریدونو وروسته په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي:"په سعودي عربستان کې د امریکا دولتي کارکوونکي د ریاض د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر او همدارنګه د جدې او دمام د هوايي ډګرونو د کارولو لپاره ځانګړې اجازې ته اړتیا لري."

د ریاض پرهوایي ډګر دغه برید مختلفو لورو غندلی دی.

د اروپايي ټولنې مشرې اورزولا فون دیر لاین د یکشنبې په ورځ د ریاض پر هوايي ډګر د حوثیانو مرګونی برید "خطرناک تاوتریخوالی" بللی او د ایران له ملاتړه برخمنې دې ډلې څخه یې غوښتي چې پر ملکي هدفونو بریدونه ودروي.

فون دیر لاین ویلي: "د ایران د نیابتي ډلو دا بریدونه سیمه د تاوتریخوالي یوې خطرناکې کړۍ ته ورټېل وهي. دغه بریدونه د نړۍ د ترانسپورټ او انرژۍ مهم مرکزونه بې ‌ثباته کوي او اغېزې یې په ټوله نړۍ کې احساسېږي. پر ملکي وګړو دا مرګوني بریدونه باید سمدستي ودرول شي." هغې زیاته کړې چې اروپايي ټولنه له سعودي عربستان سره خپل پیوستون څرګندوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده ‌فول هم دغه برید په کلکه غندلی دی. هغه د یکشنبې په ورځ پرخپله ایکسپاڼه دا برید "د سعودي عربستان او ملکي هوايي چلند پر وړاندې یو ترهګریز عمل" بللی دی.

د بریتانیا د دفاع وزیر وېس سټریټینګ د دغه برید د غندني ترڅنګ هغه "خطرناک تاوتریخوالی" او "د کرکې وړ عمل" بللی دی.

نوموړي د یکشنبې په ورځ له سکای نیوز ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي:"هغه څه چې مو تېره شپه ولیدل، د تاوتریخوالي خطرناک زیاتوالی ښیي. له بده مرغه، حوثیان په سعودي عربستان کې په زیاتېدونکي ډول ملکي ځایونه په نښه کوي. دا په بشپړه توګه د غندنې وړ او کرکجن عمل دی."

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، چې هېواد یې له سعودي عربستان سره نږدې اړیکې لري او له دغه هېواد سره یې دفاعي تړون هم لاسلیک کړی، نن یکشنبې دا برید په کلکه غندلی دی.

شهباز شریف پر خپله اېکسپاڼه په یوه پیغام کې ویلي چې پر ملکي هدفونو او د هېوادونو پر حیاتي بنسټونو بریدونه د منلو وړ نه دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش هم پر خپله اېکسپاڼه په یوه پیغام کې دا برید د نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې او د دا ډول بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه یې کړې ده.

د سعودي عربستان د پلازمېنې ریاض د نړیوال هوايي ډګر فعالیتونه لا هم ځنډول شوي دي. په ریاض کې د هوايي چلند یوې لوړپوړې سرچینې د یکشنبې په ورځ فرانسپرېس خبري اژانس ته ویلي، چې د شنبې په شپه د چارواکو له خوا د هوايي ډګر د موقتي تړل کېدو له اعلان وروسته، د یکشنبې په ورځ هم د دغه هوايي ډګر فعالیتونه نه دي پیل شوي. سرچینې ویلي:"موږ ته خبرراکړل شو چې د ریاض هوايي ډګر نن یو ځل بیا خپل فعالیتونه ځنډولي دي."

د هوايي چلند یوې بلې سرچینې هم چې ریاض ته د الوتنو په تنظیم کې ونډه لري، تایید کړې چې د دغه هوايي ډګر فعالیتونه تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوي دي. دې سرچینې فرانسپرېس ته ویلي، چې د بریدونو له امله د رادار او مخابراتو د سیستمونو په ګډون د هوايي ډګر ځینې تخنیکي وسایل زیانمن شوي او د الوتکو د ناستې او پورته کېدو د لارو ارزونې ته هم اړتیا ده.

د الوتنو د څار نړیوالې وېبپاڼې "فلایټ رادار ۲۴ "هم پر اېکسپاڼه ویلي، چې د ریاض د هوايي ډګر د تړل کېدو موده د نورو ۲۴ ساعتونو لپاره غځول شوې او د یکشنبې ورځې د ګرېنېچ په وخت تر ۲۱ بجو پورې به تړلی وي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG