د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۱

د ریاض نړیوال هوايي ډګر د حوثي یاغیانو د بریدونو له امله تر راتلونکې شنبې وتړل شو

د ریاض هوايي ډګر له تړلو کېدو وروسته د مسافرو ګڼه ګوڼه
د ریاض هوايي ډګر له تړلو کېدو وروسته د مسافرو ګڼه ګوڼه

د سعودي عربستان چارواکو اعلان کړی چې د پلازمېنې ریاض نړیوال هوايي ډګر به د یمن د حوثي یاغیانو د پرله‌پسې بریدونو له امله تر راتلونکې شنبې د اکټوبر تر ۱۷مې پورې تړلی وي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر فعالیتونه د امنیتي تدابیرو د بشپړولو او د هوايي ډګر د تأسیساتو د خونديتوب د ډاډ ترلاسه کولو لپاره ځنډول شوي دي.

دغه هوايي ډګر د تېرې شنبې ورځې له هغه برید وروسته تړل شوی چې ۱۳ کسان په‌کې ووژل شول او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شول.

د یکشنبې ورځې په یوه بل برید کې هم یو کس ووژل شو او نږدې ۱۲ نور ټپیان شول.

پر ملک خالد هوايي ډګر د برید نه د امنیتي کمرو انځور
پر ملک خالد هوايي ډګر د برید نه د امنیتي کمرو انځور

د دغو بریدونو له امله د سعودي عربستان د هوایي چلند په فعالیتونو کې پراخه ګډوډي رامنځته شوې ده.

د هوايي چلند د معلوماتو یوې څېړنیزې ادارې «سیریوم» ویلي چې د سعودي عربستان په هوايي ډګرونو کې څه باندې ۴۶ سلنه الوتنې لغوه شوې دي.

د اروپا او اسیا یو شمېر هوايي شرکتونو هم ریاض ته خپلې الوتنې ځنډولې دي.

د جرمني لوفتانزا شرکت د اکټوبر تر ۱۶مې او د ایر فرانس او «کې‌اېل‌اېم» شرکتونو د روانې میاشتې تر پایه ریاض ته خپلې الوتنې لغوه کړې دي.

د امریکا ډېلټا هوايي شرکت هم له اتلانتا څخه ریاض ته د نویو الوتنو پیل د ۲۰۲۷ کال تر مارچ میاشتې ځنډولی دی.

د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې له خپلو هوايي شرکتونو غوښتي چې د سعودي عربستان په فضا کې د الوتنو پر مهال له ډېر احتیاط څخه کار واخلي.

د ملک خالد هوايي ډګر سټلایټ انځور
د ملک خالد هوايي ډګر سټلایټ انځور

د هوايي چلند کارپوهان خبرداری ورکوي چې پر ملکي هوايي ډګرونو دوامدار بریدونه د نړیوالو الوتنو خوندیتوب ته جدي ګواښ پېښوي.

دوی وايي، د دغو بریدونو اغېزې یوازې په سعودي عربستان پورې نه‌محدودېږي، بلکې د منځني ختیځ او د اروپا او اسیا ترمنځ پر هوايي تګ راتګ هم اغېز کوي.

د ریاض د هوايي ډګر تړل کېدو د سعودي عربستان اقتصادي فعالیتونه هم اغېزمن کړي او په روانه میاشت کې یې د پانګونې او انرژۍ د نړیوالو غونډو د ترسره کېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG