د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۲۱

پاکستان او ترکیې سعودي عربستان ته د ځواکونو او امکاناتو پر استولو موافقه وکړه

د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان بیرغونه
د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان بیرغونه

پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان موافقه وکړه چې سعودي عربستان ته به په چټکۍ سره پوځي ځواکونه او امکانات واستوي.

درې واړو هېوادونو د دوشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې دا پرېکړه په ریاض کې د مکې د دفاعي تړون له مخې تر بېړنۍ غونډې وروسته شوې ده.

د جرمني «ډي‌پي‌اې» خبري اژانس د راپور له مخې، په اعلامیه کې ویل شوي چې هېوادونو پرېکړه کړې چې د ګډ دفاعي تړون عملي کول سمدستي پیل کړي او "د هوکړې له مخې د پوځي ځواکونو او امکاناتو د برابرولو او سعودي عربستان ته د هغوی د چټک استولو لپاره لازم اقدامات وکړي."

په ریاض کې دا بېړنۍ غونډه "د سعودي عربستان پر وړاندې د امنیتي تحولاتو او ګواښونو د څېړلو" لپاره جوړه شوې وه.

تړون کې د ناټو په څېر د ګډې دفاع ماده شامله ده
تړون کې د ناټو په څېر د ګډې دفاع ماده شامله ده

په اعلامیه کې دا نه‌دي ویل شوي چې څومره سرتېري او څه اندازه پوځي تجهیزات به سعودي عربستان ته واستول شي.

پاکستاني ځواکونه له پخوا راهیسې د دواړو هېوادونو د اوږدمهاله پوځي همکارۍ له مخې په سعودي عربستان کې مېشت دي.

پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د اګسټ په میاشت کې د مکې ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړ.

په دې تړون کې د ناټو په څېر د ګډې دفاع ماده شامله ده چې له مخې یې پر یوه غړي برید، پر ټولو غړو برید ګڼل کېږي.

پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د اګسټ په میاشت کې د مکې ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړ.
پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د اګسټ په میاشت کې د مکې ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړ.

سعودي عربستان په دې وروستیو کې د یمن د حوثي ملېشو د پرمختګ او د ختیځ-لوېدیځ د تېلو پر مهم لېږدوونکي پایپ‌لاین د بریدونو له امله تر فشار لاندې راغلی او له خپلو متحدانو د ملاتړ غوښتنه کوي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف چې په غونډه کې یې ګډون کړی و، جیو نیوز ته ویلي چې سعودي عربستان چې د نړیوالو له‌خوا د یمن د په رسمیت پېژندل شوي حکومت سره یوځای د حوثي ملېشو پر ضد جګړه کوي، په دې وروستیو کې یې په یمن کې ځینې سیمې نیولې دي.

کله چې له خواجه اصف څخه د پاکستان او ترکیې د احتمالي رول په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل چې د دواړو هېوادونو ځواکونه په عملیاتي سیمه کې حضور لري، خو په جګړه کې یوازې سعودي ځواکونه ښکېل دي.

هغه وویل، ترکیه او پاکستان اوس‌مهال "ملاتړی رول" لري او پاکستان په کشفي او د څار په فعالیتونو کې برخه اخلي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG