د امریکايي وګړو د ناعادلانه نیونو د دوام په اړه طالبانو ته د امریکا خبرداری

(له ښي لوري لومړی کس) د طالبانو په زندان کې له یو کلن بند وروسته خوشې شوی امریکايي وګړی، ډنیس کویل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، پر هغو هېوادونو سخت بندیزونه لګوي چې امریکايي وګړي په‌کې په "ناعادلانه توګه" نیول شوي او په توقیف کې دي.

افغانستان د دغو هېوادونو په لېست کې شامل دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ازادي راډيو ته وویل، که د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کوم بهرنی حکومت په ناعادلانه توګه نیونو کې ښکېل وګڼي، نو واشنګټن مکلف دی چې د هغه هېواد د کړنو پر وړاندې د غبرګون لپاره موجوده لارې چارې وڅېړي.

یاد ویاند وړاندې وویل چې په دې لارو چارو کې ښايي اقتصادي بندیزونه، د ویزو محدودول، د بهرنیو مرستو کمول یا بندول او اړوند هېواد ته د امریکايي ګړو پر سفر بندیزونه شامل وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ټکو، په ځلونو مو د طالبانو له حکومت غوښتي چې په ناعادلانه توګه نیول شوي امریکايي وګړی محمود شاه حبیبي راخوشې او د بل امریکايي وګړي پاول اوربي برخلیک روښانه کړي.

د محمود شاه حبیبي ورور احمد شاه حبیبي چې وخت ناوخت د خپل ورور د قضیې په اړه له امریکايي چارواکو سره ګوري، ازادي راډیو ته وویل چې هغه باور لري چې محمود شاه حبیبي د طالبانو په بند کې دی.

محمود شاه حبیبي

هغه د جمعه په ورځ د (تلې/ میزان ۱۰مه) ازادي راډيو ته وویل: "د امریکا حکومت دا مهال له طالبانو سره خبرې اترې کوي او موږ هیله لرو چې یوې پایلې ته ورسېږي، په دې کې هېڅ شک نه‌شته چې زما ورور له طالبانو سره دی، هغه نیول شوی او شواهد موجود دي. د امریکا حکومت هم دا شواهد په واک کې لري."

امریکايي چارواکي وايي چې محمود شاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په لومړیو کې په کابل کې د طالبانو د استخباراتي ادارې له لوري له خپلو څو همکارانو سره یوځای نیول شوی و.

د طالبانو حکومت ویاندویان په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې نه‌ځوابوي، خو یو طالب سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي و چې حبیبي له دوی سره نه‌دی او دوی د هغه د اوسني ځای په اړه هېڅ معلومات نه‌لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي، د محرمیت او امنیتي ملاحظاتو له کبله نه‌شي کولای په افغانستان کې د اوسنیو او پخوانیو نیول شویو کسانو په اړه معلومات خپاره کړي.

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازي مایک والټز د سپټمبر په ۱۶مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي و چې امریکا به د طالبانو له‌خوا د امریکايي وګړو یرغمل نیول ونه‌زغمي.

د والټز په ټکو: "موږ به د طالبانو پر وړاندې تسلیم نه‌شو، هغه ډله چې په بې‌رحمۍ سره له امریکايي وګړو څخه د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د معاملې او د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي."

په دې اړه نور:

م. م کې د امریکا استازی: د طالبانو له لوري د امریکايي اتباعو یرغمل نیونه نه‌شو زغملی

دې امریکايي استازي پر طالبانو تور پورې کړ چې د امریکايي وګړو ترڅنګ‌یې د لسګونو نورو هېوادونو اتباع هم د پیسو او سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره نیولي او بنديان کړي دي.

د هغه په خبره، طالبان چې کله وغواړي پر چا فشار راوړي، نو بې‌ګناه خلک په نښه کوي.

والټز د امنیت شورا له غړو وغوښتل چې د طالبانو له‌خوا د امریکايي وګړو او د نورو هېوادونو د اتباعو غیر عادلانه نیونې وغندي او د هغوی د خوشې کېدو غوښتنه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د روان کال په مارچ میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د "ناعادلانه نیونو" هېوادونو په فهرست کې شامل کړ.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي و چې په افغانستان کې هېڅ بهرنی وګړی د معاملې یا فشار د وسیلې په توګه نه‌دی نیول شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ازادي راډیو ته وویل که چېرته کوم هېواد نیول شوي امریکايي وګړي خوشې کړي، په خپله رهبرۍ یا د غیر قانوني توقیف اړوند تګلارو کې د پام وړ بدلونونه راولي او د داسې کړنو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره د باور وړ ډاډ ورکړي، نو کېدای شي د هغو هېوادونو له لېست څخه لیرې شي چې له غیر قانوني نیونو سره تړاو لري.

طالبانو په وروستیو کلونو کې لږ تر لږه شپږ امریکايي وګړي خوشې کړي دي، خو امریکايي چارواکي وايي چې د محمود شاه حبیبي په ګډون یو شمېر امریکايي وګړي د طالبانو په بند کې دي.