خبرونه
امریکا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د "ناحقه توقیفونو" ملاتړی هیواد اعلان کړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی دی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د "ناحقه توقیفونو ملاتړی هیواد دی".
مارکو روبیو تیره شپه پر ایکس شبکه په یوه پیغام کې لیکلي چې طالبان هڅه کوي د "ترهګریزو تاکتیکونو" په کارولو سره امتیازات ترلاسه کړي، خو دا طریقه به تر اوسنۍ ادارې لاندي متحده ایالاتونو سره کار ونکړي.
ښاغلي روبیو زیاته کړه: "طالبان دې ډینس کویل، محمود حبیبي او ټول امریکایان چې په افغانستان کې په ناسم ډول توقیف شوي دي، خوشې کړي."
له بلې خوا، د یرغمل نیول شویو د چارو لپاره د امریکا استازي، ادم بوهلر، د ایکس په یوه پوسټ کې وویل چې متحده ایالات به نور د امریکایی اتباعو توقیف ونه زغمي.
هغه زیاته کړه چې درې "بې ګناه" امریکایی اتباع اوس مهال په افغانستان کې بندیان دي او د دوی د پرېښودل کیدو وخت دی.
طالبانو تر اوسه د امریکایی چارواکو د څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ایران د حکومت ضد مظاهرو په تړاو یو بل کس اعدام کړ
ایران وايي، هغه سړی یې اعدام کړی چې د روان کال د حکومت ضد مظاهرو پر مهال پر پولیسو د پوځي وسلې د ډزو په ګډون په یو شمېر جرمونو محکوم شوی و.
د ایران قضایه قوې د شنبې په ورځ وویل، سیاوش جمشیدي د امنیتي ځواکونو د په نښه کولو او د ملي امنیت پر ضد د دسیسې په ګډون په څو تورونو د مرګ په سزا محکوم شوی و.
په ایران کې د وروستیو اعتراضونو او جګړې وروسته نیونې او اعدامونه زیات شوي دي.
د امنیستي انټرنشنل د شمېرو له مخې، ایران په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۲ زره او ۱۵۹ کسان اعدام کړي وو، چې په څو لسیزو کې تر ټولو لوړه شمېره ده. امنیتي انټرنشنل وايي، ایران له چین وروسته د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله ډېر کسان اعدام کړي دي.
په جرمني کې په سپټمبرمیاشت کې د لومړي ځل لپاره د پناغوښتونکو شمیر زیات شوی دی
په جرمني کې په سپټمبر میاشت کې د اګست په پرتله د لومړي ځل لپاره د پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی، خو د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، په ټوله کې د پناه غوښتنو د کمېدو لړۍ لا هم روانه ده.
د جرمني د کډوالو او پناه غوښتونکو فدرالي ادارې "BAMF" په سپټمبر کې د پناه غوښتنې ۵ زره او ۲۷۶ نوي غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې د جرمني خبري اژانس "ډي پي اې" ته ویلي، دا شمېر د تېر کال د سپټمبر په پرتله ۴۰ سلنه او د ۲۰۲۴ کال د همدې میاشتې په پرتله ۷۰ سلنه کم دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت وايي، د پناه غوښتونکو په شمېر کې دا د پام وړ کموالی ښيي چې په ملي او اروپايي کچه نیول شوي اقدامات اغېزمن دي.
بل خوا، په وروستیو میاشتو کې د هغو کسانو د بیاځلي پناه غوښتنو شمېر زیات شوی چې له پخوا راهیسې په جرمني کې اوسېږي. دا زیاتوالی د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې د عدالت محکمې له هغې پرېکړې سره تړاو لري چې د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې یې کړې وه.
محکمې ویلي وو، افغان ښځې چې هیواد یې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو تر واک لاندې دی، په ټوله کې د خوندیتوب مستحقې ګڼل کېدای شي.
د پاکستان په بریدونو کې د ملیکانو د وژل کېدو په اړه د اروپايي ټولنې اندېښنه
اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند ولایتونو په تازه هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو پر مرګژوبلې اندېښنه ښودلې ده.
دې ټولنې د جمعې په ورځ د (تلې/ میزان ۱۰مه) په یوه بیان کې پر افغانستان له واکمنو طالبانو او پاکستاني لوري غوښتي چې روانه شخړه د خبرو اترو له لارې حل کړي.
پاکستان د پنجشنبې په ورځ پر کونړ او هلمند ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت، یوناما په دې بریدونو کې د لږترلږ ۱۰ ملکي وکړو وژل کېدل او د نهو نورو ټپي کېدل تأیید کړي دي.
یوناما همداراز ویلي چې د وژل شویو ډېری ماشومان دي.
پاکستان بیا ادعا کړې چې بریدونهیې د وسلهوالو پر پټنځایونو کړي او ۲۲ وسلهوالیې وژلي دي.
د اروپايي ټولنې په بیان کې وړاندې راغلي چې ټولې خواوې باید نړیوالو قوانینو په ځانګړې توګه نړیوال بشري قانون ته درناوی وکړي او د ملکي وګړو د مرګژوبلې مخه ونیسي.
له دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ دغه بریدونه غندلي و او د ملکي وګړو د وژل کېدو په تړاو یې د حساب ورکولو غوښتنه کړې وه.
د پاکستان پوځ: د کندهار والي له بهرنیو وسلهوالو سره لیدلي؛ طالبانیې ردوي
د طالبانو د کندهار د والي دفتر د پاکستان د پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د دې ولایت والي ملا شیرین له بهرنیو وسلهوالو سره غونډه کړې وه.
د دې ولایت مقام د جعمې په ورځ د (تلې/ میزان ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د پاکستان حکومت په دې ډول ادعاوو سره غواړي چې په افغانستان کې پر ملکي وګړو بریدونو ته توجیه پیدا کړي.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې ادعا کړې وه چې د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا شیرین د تحریک طالبان پاکستان، بلوڅو وسلهوالو او القاعده ډلې له یو شمېرو وسلهوالو سره غونډه کړې وه.
د چودري په ټکو، دا غونډه د روان کال د اګسټ په ۲۶مه جوړه شوې وه.
د پاکستان د پوځ د ویاند دا ادعاوې په داسې حال کې دي چې د پنجشنبې په ورځ پاکستان د افغانستان پر هلمند او کونړ ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.
یوناما په دې بریدونو کې د ماشومانو په ګډون د لږترلږه ۱۰ کسانو وژل کېدل تأیید کړي دي.
بل پلو، د تېرې شنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د وسلهوالو په یو برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.
پاکستان ادعا کوي چې طالبانو د افغانستان دننه ترهګرو وسلهوالو ډلو ته خوندي پناهځایونه ورکړي، خو طالبانو په ځلونو د پاکستان دا ادعا رد کړې او ویلي دي چې هېچا ته اجازه نهورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.
افغان ښځو او نجونو کې د خوړو د نهخوندیتوب د پراخېدو په اړه د م. م خبرداری
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې نوې موندې ښيي چې په افغانستان کې ۶۰ سلنه ښځې او نجونې د خوړو له نهخوندیتوب سره مخ دي.
دې څانګې د جمعې په ورځ د (تلې/ میزان ۱۰مه) پر خپلې وېبپاڼې د یوه تحلیلي راپور په خپرولو سره ویلي چې د منځني خیتځ جګړې په ۲۸ هېوادونو کې د ښځو او نجونو د خوړو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
د راپور له مخې، "د روان کال تر ډسمبره ښايي ۱۱،۷ میلیونه ښځې او نجونې په دغو ۲۸ هېوادونو کې په جدي توګه اغېزمنې شي".
د راپور پر اساس، د منځني ختیځ جګړو د هغو هېوادونو ښځې په جدي توګه د خوړو له نهخوندیتوب سره مخ کړي چې د کاري ځواک برخه نهدي.
په راپور کې وړاندې راغلي چې دا مهال په افغانستان کې ۹۵ سلنه ښځې کار نهکوي او په نارینهوو متکي دي.
له افغانستان وروسته یمن، سوډان، سوریه، عراق، مصر او فلسطین هغه هېوادونه یاد شوي چې ښځې او نجونې پهکې په لوړه کچه د خوړو له نهخوندیتوب سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه په داسې حال کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د خوړو د نهخوندیتوب خبرداری ورکوي چې له دې مخکې د ملګرو ملتونو یو شمېر نورو ادارو ویلي و چې په افغانستان کې په میلیونو خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ځان ته درې وخته ډوډۍ نهشي پیدا کولای.
فرانسه کې د زدهکوونکو لاریونونو د سلګونه ښوونیزو مرکزونو فعالیتونه ځنډولي
په فرانسه کې د زدهکوونکو د لاریونونو له کبله د څه باندې ۵۶۰ ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو فعالیتونه ځنډېدلي دي.
د فرانسې خبري اژانس د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې د لېسو زدهکوونکو تېره اوونۍ په پلازمېنه پاریس کې په ښوونځیو کې د درسي کتابونو، استادانو او کارکوونکو د نهشتون له کبله لاریونونه پیل کړل چې وروسته د فرانسې نورو ښارونو ته وغځېدل.
یو شمېر زدهکوونکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې "درسي ساعتونه اوږده او د صنفونو شرایط نامناسب دي".
زدهکوونکو پر پولیسو تور پورې کړی چې د لاریونونو پر مهاليې د دوی پر وړاندې له زوره کار اخیستی دی.
د فرانسې د پوهنې وزیر اډوارډ جیفري ویلي چې د دې لاریونونو مشري د "افراطي ډلو" په لاس کې ده.
پولیسو ویلي چې د لاریونونو له پیل راهیسې ۱۷۰ زدهکوونکي او لږترلږه ۶۵ د لېسو کارکوونکي او مدیران ټپیان شوي دي.
یو شمېر ښوونځیو اعلان کړی چې خپل درسي بهیر په انلاین توګه پیلوي.
پولیسو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په دغو لاریونونو کې يې څه باندې ۲،۰۰۰ کسان نیولي چې د ۹۰ سلنو عمرونهيې له ۱۸ ښکته دي.
د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام سیالیو کې د افغان کرکټ لوبډلې د لوبو مهالوېش اعلان شو
د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۷ کال په نړیوال جام سیالیو کې د افغان کرکټ لوبډلې د لوبو مهالوېش خپور کړی دی.
کرکټ بورډ د جمعې په ورځ د (تلې/ میزان ۱۰مه) لیکلي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام په سیالیو کې له استرالیا، هند، پاکستان او زېمبابوې سره په لومړي ګروپ کې ده.
د مهالوېش له مخې افغان لوبډله به د ۲۰۲۷ کال د کرکټ په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د اکټوبر په ۸مه نېټه د پاکستان پر وړاندې ترسره کړي.
تر اوسه کرکټ بورډ دغو سیالیو ته افغان لوبډله نهده اعلان کړې.
راپور: ایران هره اوونۍ د هرمز په تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو بریدونه کوي
د راپورونو له مخې، ایران د اګست له پیل راهیسې هره اوونۍ له هرمز تنګي څخه پر تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو د بېپیلوټه الوتکو شاوخوا ۳۰ او د بېړیو ضد توغندیو ۱۰ بریدونه کړي دي.
نیویارک ټایمز د جمعې په ورځ، د اکتوبر په دوهمه، راپور ورکړی چې د یوه لوېدیځ امنیتي چارواکي د محرمو معلوماتو له مخې، ایران هره اوونۍ لسګونه بېپیلوټه الوتکې او توغندي په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو توغوي، خو ډېری یې خپلو هدفونو ته نه رسېږي.
د دغه چارواکي په وینا، په تېرو ۱۰ ورځو کې لږ تر لږه څلور سوداګریزې بېړۍ د ایران د بریدونو هدف ګرځېدلې دي.
له بلې خوا، د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي د چهارشنبې په ورځ د ایران په دولتي تلوېزیون کې ویلي چې دوی هغه وړې بېړۍ په نښه کوي چې غواړي له هرمز تنګي تېرې شي او د تېرېدو مخه یې نیسي.
قزاقستان، ازبکستان او امارات د افغانستان له لارې د رېلګاډي پټلۍ جوړوي
قزاقستان، ازبکستان او متحده عربي اماراتو د «کاسا» پروژې په چوکاټ کې د یوې نوې رېللارې د جوړولو لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د قزاقستان د صدراعظم دفتر د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا رېللار به قزاقستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان سره ونښلوي او د پاکستان کراچۍ او ګوادر بندرونو ته به د منځنۍ اسیا د هېوادونو د توکو د لېږد زمینه برابره کړي.
درې واړه هېوادونه به د پروژې د تخنیکي او اقتصادي امکانسنجۍ ترڅنګ د تمویل لارې هم وڅېړي او د تخنیکي، اقتصادي او مالي چارو لپاره د ګډې کاري ډلې د جوړولو پلان لري. د قزاقستان د حکومت په وینا، دغه مسیر په کال کې تر ۱۰ میلیونه ټنو بار لېږد وړتیا لرلی شي.
له هرمز تنګي د مایع ګاز د بار وړونکو کښتیو شمېر لوړې کچې ته رسېدلی
رویټرز د انرژۍ د بازار د څارونکو ادارو د معلوماتو له مخې راپور ورکړی چې د سپټمبر په میاشت کې له هرمز تنګي څخه د مایع طبیعي ګاز (ایلاینجي) د لېږدونکو کښتیو شمېر د امریکا او اسرائیل لهخوا پر ایران د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
د «ایساندپي ګلوبل انرژي» د معلوماتو له مخې، د سپټمبر په میاشت کې د مایع ګاز ۱۹ بار وړونکې کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې چې ۱۳ یې د قطر او شپږ یې د متحده عربي اماراتو وې. کپلر شرکت بیا د دغو کښتیو شمېر ۲۱ ښودلی دی.
له هرمز تنګي د مایع ګاز د لېږد زیاتوالی په داسې حال کې دی چې له دې اوبلارې د تېلو د لېږد کچه هم په وروستیو اوونیو کې لوړه شوې او د راپورونو له مخې، د جګړې له پیل مخکې کچې ته نژدې شوې ده.
تر جګړې مخکې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه اومه تېل او مایع طبیعي ګاز له هرمز تنګي تېرېدل.