د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې الیزابت سټیکني د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۸مه) له ازادي راډیو سره مرکه کې وویل چې طالبان د "یرغمل نیونې ډیپلوماسۍ" تګلارې ته دوام ورکوي.
هغې یوځل بیا د امریکايي بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه او وویل:
موږ غواړو چې ټول هغه امریکایي وګړي چې په ناحقه نیول شوي خوشې شيد امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده الیزابیت سټیکني
"له بده مرغه وینو چې طالبان د یرغمل ډیپلوماسۍ ته دوام ورکوي، او موږ غواړو چې ټول هغه امریکایي وګړي چې په ناحقه نیول شوي خوشې شي."
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تیرو کلونو کې د دوی له زندانونو څخه پنځه امریکایي وګړي خوشې شوي دي، خو د راپورونو له مخې لږ تر لږه دوه نور لا هم بندیان دي.
یو له دغو کسانو څخه افغان الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي دی، چې په ۲۰۲۲ کال کې نیول شوی. د هغه کورنۍ د طالبانو د استخباراتو اداره د نوموړي د نادرکه کېدو مسؤله بولي، خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د محمود شاه حبیبي د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه لري.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي هم د روان کال د غبرګولي په ۱۸مه د امنیت شورا په غونډه کې طالبان تورن کړل چې په ټکو یې بهرني اتباع د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کاروي او د بندي امریکایانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.
خو تردې مخکې طالبانو ویلي وو چې په افغانستان کې هیڅ بهرنی وګړی د معاملې د وسیلي په توګه نه دی نیول شوی او یو شمېر بهرني وګړي د دې هیواد د نافذه قوانینو نه د سرغړونې په تور نیول شوي او له قانوني مراحلو وروسته په عادی ډول خوشې شوي دي.
الیزابت سټیکني له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا هم وویل چې طالبان باید د افغان ښځو او نجونو له بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي.
هغې وویل:
طالبان باید د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونې ودروي."الیزابیت سټیکني
"د طالبانو چلند له افغان ښځو او نجونو سره ډېر وحشتناک دی. طالبان باید د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونې ودروي."
تقریبا پنځه کاله کیږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې او ښځې د طبي زده کړوپه شمول له تعلیم او تحصیلاتو منع کړې. له داخلي او خارجی فشارونو سره سره د طالبانو په دغې پالیسۍ کې دبدلون کومه نښه تراوسه نه ترسترګو کیږي.
همدارنګه، په دولتي ادارو کې د ښځو کاره محدود شوی،او زنانه حمامونو، پارکونو او تفریح ځایونو ته هم د ښځواو نجونو په ورتګ محدودیت لګول شوی دی.
نړیوالو سازمانونو، او دبشري حقوقو فعالانو ددغو محدودیتونو له امله په طالبانو سختې نیوکې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې الیزابت سټیکني په وینا، همدا وضعیت او محدودیتونه د دې لامل شوي چې د طالبانو حکومت په پنځو کلونو کې هم د نړۍ له خوا په رسمیت ونه پېژندل شي.
د یادونې وړ ده چې روسیه د نړۍ یواځنی هیواد دی چې افغانستان کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی دی.