د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۰

خلیلزاد وايي دوه امریکایان له محاکمې پرته په افغانستان کې بندیان دي


زلمی خلیلزاد، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی
زلمی خلیلزاد، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي لا هم دوه امریکایان له محاکمې پرته په افغانستان کې بندیان دي.

خلیلزاد له طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون سره په یوه مرکه کې چې پرون شپه خپره شوې دا خبره کړې ده.

که څه هم طالبانو رسماً نه ده منلې چې څو امریکایان له دوی سره بندیان دي خو ښاغلي خلیلزاد په دې مرکه کې تایید کړه چې طالب چارواکو منلې دوه امریکایان له دوی سره بندیان دي.

کابل کې د طالبانو عساکر
کابل کې د طالبانو عساکر

خلیلزاد بیا وویل چې معلومه نه ده دا امریکایان ولې بندیان دي او طالب چارواکو هم له دوی سره په خبرو کې د دغو امریکایانو د برخلیک او د بندیانېدو د دلیل په اړه ډېر څه نه دي ویلي.

ښاغلي خلیلزاد د دغو بندیانو نومونه هم یاد نه کړل.
خو د راپورونو له مخې یو افغان الاصله امریکایي محمود شاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال له اګست راهیسې په افغانستان کې نیول شوی او د طالبانو په بند کې دی.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې پخوانی رییس او افغان امریکایي محمود شاه حبیبي چې افغانستان کې بندي دی
د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې پخوانی رییس او افغان امریکایي محمود شاه حبیبي چې افغانستان کې بندي دی

دا افغان امریکایي تبع د ۲۰۲۲ کال په اوړي کې په کابل کې د القاعده شبکې د دویم نمبر مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته ونیول شو.

د حبیبي کورنۍ او امریکایي چارواکي ادعا کوي چې نوموړی د طالبانو استخباراتو نیولی دی، خو طالبانو بیا په وار وار ویلي چې د هغه د برخه لیک په اړه معلومات نه لري.

د بل بندي امریکايي په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

ښاغلي خلیلزاد وویل د امریکایي بندیانو مسلې د افغانستان لپاره لوی سرخوږی جوړ کړی ځکه د ده په خبره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د امریکايي بندیانو د خلاصون مسله په جدي توګه تعقیبوي.
خلیلزاد که څه هم وویل چې دا وار سفر یې شخصي وو خو مخکې یې د امریکايي بندیانو د خلاصون لپاره د ولسمشر ټرمپ له ځانګړي استازي آدم بوهلر سره کابل ته سفرونه کړي.

خلیلزاد له متقي سره د لیدنې پر مهال، تر څنګ یې د امریکا ځانګړی استازی ادم بوهلر ولاړ دی
خلیلزاد له متقي سره د لیدنې پر مهال، تر څنګ یې د امریکا ځانګړی استازی ادم بوهلر ولاړ دی

د دغو سفرونو او همدارنګه د قطر د منځګړیتوب د هڅو په نتیجه کې د طالبانو حکومت لږ تر لږه دری امریکایان په ۲۰۲۵ کال کې خوشې کړي.

رایان کوربېټ د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې د بندیانو د تبادلې د یوې هوکړې په اساس خوشې شو.

جورج ګیلزمن هم د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې د قطر په منځګړیتوب د طالبانو له بنده ازاد شو.

او وروستی امریکایي هم امیر امیري وو چې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د قطر په منځګړیتوب خوشې شوی.

خلیلزاد تېره اوونۍ د یکشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خلیلزاد او متقي د لیدنې په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې دوی د امریکا او افغانستان د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG