د امریکا له بندیزونو وروسته د ایراني الوتنو لغوه کېدل؛ تهران خپل ګاونډيان وګواښل

ارشیف، د تهران د امام خمیني نړیوال هوايي ډګر ترمینل

د امریکا متحده ایالاتو له‌خوا پر ایراني هوايي شرکتونو د بندیزونو له لګېدو وروسته، د دغو شرکتونو ګڼ شمېر نړیوالې الوتنې د پنجشنبې په ورځ لغوه شوې.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ، پر ایران د اقتصادي فشارونو زیاتېدو ته په اشاره وویل چې "موږ پر ایرانیانو داسې سخت اقتصادي فشار راوستی چې تر دې مخکې یې هېڅکله ساری نه‌و لیدلی".

بسنټ له فاکس نیوز سره په مرکه کې چې د ایران په وخت د پنجشنبې په سهار «د تلې په دوهمه» خپره شوه، د بندیزونو له لګېدو وروسته د ځینو ایراني الوتکو د الوتنو د درېدلو په هکله وویل: "نن ویلای شم چې ښايي د ایران له ۸۰ تر ۹۰ سلنې پورې نړیوالې الوتنې درېدلې وي. ډاډه نه‌یم چې په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي به څنګه خپل هېواد ته ستانه شي."

د متحده عربي اماراتو د هوايي چلند ادارې چې په منځني ختیځ کې د هوايي ټرانسپورت تر ټولو لوی مرکز دی، اعلان وکړ چې د امریکا د نوې تګلارې له مخې به د ایراني هوايي شرکتونو ټولې الوتنې تر بلې خبرتیا پورې ودرول شي.

د تهران امام خمیني نړیوال هوايي ډګر

د ایران تسنیم خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې عمان، ګرجستان، اذربایجان او د عراق پلازمېنې بغداد ته الوتنې هم درول شوې دي.

دغه خبري اژانس زیاته کړه چې چارواکي هڅه کوي الوتنې د عراق بل هوايي ډګر، یعنې نجف ته ولېږدوي، نجف د شیعه مسلمانانو له مهمو زیارتي مرکزونو څخه دی.

د امریکا د خزانې وزارت تر دې مخکې ویلي و چې پر ایران د اقتصادي فشارونو د زیاتولو په هدف، د «اقتصادي طرد عملیات» په نوم د یوه پلان له مخې به د ایراني هوايي شرکتونو نړیوال فعالیتونه د تلې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د ثانوي بندیزونو په لګولو سره ودرول شي.

داسې ښکاري چې د فارس خلیج د سیمې ځینو نورو هېوادونو هم د ایران پر الوتنو محدودیتونه لګولي دي.

د تهران امام خمیني نړیوال هوايي ډګر د پنجشنبې په ورځ افغانستان، ارمنستان، چین، عراق، پاکستان، تاجکستان او ترکیې ته د ټاکل شویو الوتنو د تګ راتګ خبر ورکړ.

د تهران امام خمیني نړیوال هوايي ډګر

خو د فارس خلیج سیمې نږدې هېوادونو ته، یا له دغو هېوادونو څخه تهران ته، په لېست کې د کومې الوتنې یادونه نه‌وه شوې، هغه هېوادونه چې ایران له اوږدې مودې راهیسې ورسره مهمې سوداګریزې او د هوايي انتقال اړیکې لري.

د ایران د ملي امنیت شورا منشي محسن رضايي، د ایراني الوتنو د درېدلو په غبرګون کې، د ایران ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ وکړ چې که له امریکا سره همکاري وکړي، "د هغوی د هوايي ډګرونو الوتنې به هم ودرول شي".

محسن رضايي په هغې مرکه کې چې د چهارشنبې په ماښام د ایران له دولتي ټلوېزیون څخه خپره شوه، وویل چې "که د امریکا ترڅنګ ودرېږئ، موږ به مو ننداره ونه‌کړو".

هغه خبرداری ورکړ چې که د ایران الوتنې منع او ګاونډي هېوادونه له امریکا سره همکاري وکړي، "ستاسې په هوايي ډګرونو کې به الوتنې ونه‌شي".

چین چې د ایران له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی، د سې شنبې په ورځ «د وږې په ۳۱مه» په رسمي توګه اعلان وکړ چې د واشنګټن له‌خوا د ایران پر هوايي شرکتونو له «یو اړخیزو» بندیزونو سره مخالف دی.